د اسلامي امارت متوازن سیاست

اجمل

د «متوازن سیاست» اصطلاح له هغو ښکلو او ارزښتناکو مفاهیمو څخه ده چې د اسلامي امارت مشرانو د اسلامي نظام لپاره د یوې بېلګې په توګه غوره کړې او تل یې په بېلابېلو وختونو او مناسبتونو کې د خپل عمل بنسټ ګرځولې ده. ښايي ځینې کسان داسې وانګېري چې دا یوازې یو شعار دی او د خلکو د ذهنونو د تېرایستلو لپاره کارول کېږي؛ خو که په انصاف او ژور نظر ورته وکتل شي، څرګندېږي چې په افغانستان کې د اسلامي نظام د بریا له لومړیو ورځو تر نن پورې دا اصطلاح یوازې په خبرو کې نه ده پاتې شوې، بلکې په عملي ډګر کې یې هم ثابته کړې چې د دوی وینا او عمل له یو بل سره بشپړ سمون لري.

د افغانستان د اسلامي امارت متوازن او عادلانه سیاست ټولو ته روښانه دی. اړوندو مسئولینو په وار وار ټینګار کړی چې دوی به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې نظام پر مخ وړي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او همدارنګه به هېڅ چا ته اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان امنیت او ثبات ته زیان ورسوي. که هر وخت د هېواد د امنیت او د ولس د ارامۍ د ګډوډېدو خطر رامنځته شي، نو د داسې اشخاصو او ډلو پر وړاندې به لازم او عاجل اقدامات ترسره شي.

په وروستیو ورځو کې ځینو کړیو، په ځانګړي ډول د پاکستان پوځي رژیم، هڅه کړې چې د روسیې په څېر هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د نورو لپاره د ګواښ په توګه انځور کړي او د تل په څېر د افغانستان په اړه منفي ذهنیت رامنځته کړي؛ خو دا ډول هڅې څو ځله له ناکامۍ سره مخ شوې دي. ځکه د افغانستان بهرنۍ تګلاره پر توازن، متقابل درناوي، د نورو په چارو کې پر نه لاسوهنې او د هېواد د مشروع ګټو پر تأمین ولاړه ده او خپلې اړیکې له ټولو هېوادونو سره د اسلامي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې پر مخ وړي.

همدارنګه افغانستان، د یوه خپلواک هېواد په توګه، حق لري چې د خپلو ملي ګټو او اسلامي اصولو پر بنسټ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکې ټینګې کړي. له روسیې، چین او یا بل هر هېواد سره تعامل د بل لوري پر وړاندې د دښمنۍ معنا نه لري؛ بلکې دا د یوې متوازنې بهرنۍ تګلارې برخه ده چې د متقابل درناوي پر اصل ولاړه ده.

اسلامي شریعت هم پر حکمت، د ژمنو پر وفا، د خپلواکۍ پر ساتنه او د مسلمانانو د مصالحو پر تأمین ټینګار کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل مبارک ژوند په اوږدو کې له بېلابېلو ډلو او دولتونو سره تړونونه او اړیکې ټینګې کړې او تل یې د امت مصلحت په پام کې نیولی دی.
له همدې امله، له نورو هېوادونو سره د مشروعو اړیکو او هوکړو رامنځته کول، تر هغه چې د افغان ملت عزت، خپلواکي او اسلامي نظام ته زیان ونه رسوي، یو منل شوی او مشروع امر ګڼل کېږي.

د اسلامي امارت متوازن او اقتصادمحوره سیاست له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل، د نورو په چارو کې د نه لاسوهنې او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې پر اصولو ولاړ دی. دا لیدلوری ښيي چې افغانستان له ټولو لورو سره د همکارۍ او رغنده اړیکو غوښتونکی دی؛ خو دا اړیکې د اسلامي شریعت، ملي خپلواکۍ او د هېواد د مشروعو ګټو په چوکاټ کې تعقیبوي.

Exit mobile version