داعش؛ د امریکا تر ټولو ګټوره پروژه! پنځمه برخه

ابو عمیر الافغاني

یویشتمه پېړۍ پیل شوه، سوسیالیزم له منځه ولاړ، او غرب دا ځل بیا له یو بل دښمن سره مخ شو. د غرب ستراتیژي بدله شوه؛ نور سوسیالیزم د دوی لومړی هدف نه و، بلکې دا ځل یې اسلام او اسلامي فکر د خپل لومړي دښمن په توګه وټاکل. غرب د دې دښمنۍ لپاره کوم پلان جوړ کړی و؟ مستشرقینو هم نوره اغېزمنه نتیجه نه ورکوله. دوی خپل پلان، لکه د سلګونو کلونو پخوا په څېر، په درې برخو ووېشه:
۱- مستقیم نظامي یرغل
۲- تبلیغاتي جګړه
۳- استخباراتي جګړه

دوی د دې لپاره اسلامي فکر هدف وګرځاوه او لاندې مفاهیم یې رامنځته کړل:
۱- جهاد = دهشتګردي، د بې‌ګناه خلکو وژنه، ظلم او تخریب
۲- اسلامي نظام = استبداد او جبر
۳- اسلامي قوانین = شاتګ او د پرمختګ مخنیوی
۴- ډیموکراسي او سیکولریزم = پرمختګ، عدالت او بشري حقوق
۵- غرب = د مسلمانانو دوست، د نړۍ غمخور، عادل واکدار او د انسانیت علمبردار

د دې ادعا د اثبات لپاره یې افغانستان ځکه لومړی هدف وګرځاوه چې د جهاد او اسلامي نظام الهام له افغانستان څخه اخیستل شوی وو، دا چې باید ثابته کړي جهاد ترهګري او وحشت دی، نو د افغانستان دننه یې اسلامي خوځښتونه د خپلو جاسوسانو په وسیله په مختلفو ډلو ووېشل او د خپلو ګوډاګیانو په واسطه یې د یو بل پر ضد وجنګول.

د دې لپاره چې جهاد او اسلام بدنام کړي، دغو ټولو ډلو ته یې په تبلیغاتي او رسنیز ډګر کې د «مجاهدینو» نوم ورکړ. که څه هم په هغه وخت کې د کمونیستي نظام ډېر پاتې شوي کسان هم له مجاهدینو سره یو ځای شوي وو، او ګڼ شمېر امریکايي جاسوسان هم د دغو ډلو ملګري وو.

غربي رسنیو خپل ټول پام همدې موضوع ته واړاوه، ترڅو د مسلمانانو په ذهنونو کې جهاد بدنام کړي او خلکو ته په عملي ډول وښيي چې جهاد د ترهګرۍ، دهشت او د بې‌ګناه خلکو د وژنې معنا لري، او اسلامي فکر د جبر او ظلم استازیتوب کوي. د همدغو خوځښتونو له منځه ځیني کسانو ناروا کړني ترسره کړي، او غربي رسنیو هغوی د مجاهدینو په نوم معرفي کړل.

همدغو خلکو شاوخوا ۶۰ زره بې‌ګناه کابلیان ووژل، او غربي رسنیو دې ته د جهاد نوم ورکړ. له دوی څخه ځینې په اخلاقي فساد او ناروا اړیکو کې ښکېل وو، غیرقانوني پاټکونه یې جوړول، د خلکو پر سرونو یې مېخونه ټک وهل، «رقص مرده» او نورې ناوړه کړنې یې ترسره کولې، عامه او دولتي زیربناوې یې ویجاړولې او ودانۍ یې نړولې. لنډه دا چې هېڅ داسې ظلم، وحشت او ناروا کار نه و چې دوی نه وي کړی. غربي رسنیو دا ټول ظلمونه، وحشتونه او تخریبونه د «مجاهد» او «جهاد» په نوم د نړۍ تر خلکو ورسول.

د روسانو د وخت یو مجاهد راته کیسه کوله چې د جهاد پر مهال به یو عرب د تبرک لپاره زما لاسونه ښکلول؛ خو کله چې د خپلمنځي جګړو پر وخت یې زه ولیدم، نو لاړې به یې راباندې توف کړې او لعنتونه به یې راباندې ویل، تر دې چې د اسلام یو مهم رکن، یعنې جهاد ته به یې بد نسبتونه کول.

د غرب دا ډرامه تر یو وخته ښه وچلېده، خو په ۱۹۹۴ کال کې، الله تعالی د اسلامي نظام او جهاد د نصرت لپاره یو بله معجزه وکړل. په همدې افغانستان کې د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په نوم یو کس د اسلامي نظام په نوم یو نوی خوځښت پیل کړ. د الله تعالی په نصرت سره، همدغه اسلامي امارت ټولې هغه بدبختۍ، ناروا کړنې او ظلمونه له منځه یووړل.

هغه رحمه الله نړیوالو ته وښودله چې اسلامي نظام د ټولو بدبختیو د له منځه وړلو لپاره یو اغېزمن علاج دی. هغه په عملي ډول مسلمانو ځوانانو ته دا الهام ورکړ چې اسلامي نظام د بشریت د ساتنې، د ظلم د مخنیوي، د مسلمانانو د اتفاق، آزادۍ او عدالت بنسټ دی. هغه په ډېر لږ وخت کې د غرب ټول تبلیغات دروغ ثابت کړل.

هغه په څو کلونو کې د نړۍ مسلمانانو ته دا ثابته کړه چې جهاد د مسلمانانو د ناموس، مال او عزت د ساتنې یوازینۍ لار ده. یو ځل بیا خوځښتونه پیل شول، او د مسلمانو ځوانانو په ذهنونو کې د اسلامي نظام، جهاد او خلافت انګازې خپرې شوې. د مختلفو هېوادونو مسلمانانو افغانستان ته هجرتونه پیل کړل، څو د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند وکړي. په دې سره د نړیوال جهاد داعیه هم پیاوړې شوه. کله چې غرب ولیدل چې د دوی ټول تبلیغات په اوبو لاهو شول، نو بالاخره مجبورا یې پر افغانستان مستقیم نظامي یرغل وکړ.

Exit mobile version