د پاکستان پوځي رژیم حقیقت، د تاریخ په اوږدو کې! دوولسمه برخه

ډاکټر همام خان

د ۱۹۷۱م کال پېښو د پاکستاني پوځ د ادعا شوې پوځي وړتیا، مسلکي مهارت او جګړه‌ییزې رهبرۍ اصلي څېره څرګنده کړه. په ختیځ پاکستان کې د جګړې پر مهال د پوځ ګڼو لوړپوړو افسرانو خپل مسؤلیتونه په داسې ډول پرېښودل چې نه یوازې یې د پوځي نظم او انضباط په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې، بلکې د سرتېرو مورال او جنګي روحیه یې هم سخت زیانمنه کړه. د تاریخ په پاڼو کې داسې ګڼې پېښې ثبت دي چې ښيي ځینو لوړپوړو قوماندانانو به د هندي پوځ مخ پر وړاندې معمولي حرکت د خبر په اورېدو سره خپل تر امر لاندې ځواکونه د جګړې په ډګر کې پرېښودل او خپله به وتښتېدل.

په همدې لړ کې، د ۱۹۷۱م کال د ډسمبر په اتمه نېټه، مېجر جنرال رحیم خان، چې د چاندپور په سیمه کې د یوې پوځي فرقې (ډویژن) قوماندان و، خپله ټوله فرقه یې پر خپل حال پرېښوده او یوازې وتښتېد، حال دا چې د هندي پوځ برید لا په رسمي ډول نه و پیل شوی. همدارنګه، د نهمې فرقې د ۱۰۷مې لوا قوماندان، بریګېډیر محمد حیات، ته چې کله دا خبره ورسېده چې هندي ټانکونه د جیسور دفاعي کرښې ماتې کړې او مخ په وړاندې روان دي، نو د دې پر ځای چې د خبر حقیقت وڅېړي او یا وضعیت وارزوي، سمدستي یې د شاتګ پرېکړه وکړه.

له همدې امله یې د ۱۹۷۱م کال د ډسمبر په شپږمه نېټه د جیسور مهمه دفاعي کلا پرېښوده او یوازې وتښتېد. د هغه دې کار د نورو افسرانو او سرتېرو ترمنځ هم ګډوډي او وارخطایي خپره کړه، او هغوی هم په غیر منظم ډول شاتګ ته اړ شول. په پایله کې د جیسور ستراتیژیکه کلا، له ټولو وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو سره، پرته له کوم اغېزناک مقاومت څخه د هندي پوځ لاس ته ولوېده.

د ۳۹مې فرقې د ۵۳مې لوا قوماندان، بریګېډیر محمد اسلم نیازي، هم ورته چلند وکړ. د ۱۹۷۱م کال د ډسمبر په نهمه نېټه هغه د لکشمي له کلا څخه وتښتېد، په داسې حال کې چې ۱۲۳ ټپیان سرتېري، درنې وسلې، پوځي تجهیزات او ټولې اکمالاتي زېرمې لا هم هلته موجودې وې. دغه ټپیان سرتېري او ټول پوځي امکانات بې سرپرسته پاتې شول او هندي پوځ پرته له کوم مقاومت څخه پرې ولکه ټینګه کړه.

د لوېدیځ پاکستان په جبهه کې هم وضعیت چندان توپیر نه درلود. د ۱۵مې فرقې قوماندان، مېجر جنرال عابد خان، د سیالکوټ ولسوالۍ ۹۸ کلي د هندي پوځ تر اشغال لاندې پرېښودلي، په داسې حال کې چې د دغو سیمو د دفاع لپاره کوم د پام وړ مقاومت ونه شو. همدا راز، د پوځ د لومړۍ قول اردو قوماندان، لېفټننټ جنرال ارشاد احمد خان، د سیالکوټ د شکرګړ تحصیل شاوخوا ۵۰۰ کلیو ته اجازه ورکړه چې هندي پوځ پرې له کومې سترې جګړې پرته ولکه ټینګه کړي.

په ختیځ پاکستان کې د پوځ د عمومي قوماندان، لېفټننټ جنرال اې.کې. نیازي، وضعیت له پورته ټولو قوماندانانو څخه لا ډېر د تعجب وړ و. په هغه وخت کې په ډاکه کې شاوخوا ۲۶ زره سرتېري، یوه پیاوړې دفاعي قوه، او د وسلو، مهماتو او خوراکي توکو کافي زېرمې موجودې وې، او دفاعي امکانات لا بشپړ نه وو له منځه تللي. خو کله چې دا خبره ورسېده چې هندي پوځ غواړي یوه اوونۍ وروسته پر ډاکه برید وکړي، نو جنرال نیازي دومره وارخطا شو چې نه یوازې یې د هندي پوځ اعلیٰ قوماندان ته پیغام واستاوه چې تسلیمېدو ته چمتو دی، بلکې دې ته هم اماده شو چې په یوه عامه ځای کې، د مکتي باهیني د غړو، هندي پوځیانو او نړیوالو رسنیو د استازو په حضور کې، په خپله د هندي پوځ د قوماندان جنرال جگجیت سنګ اروړه مخې ته خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

ویل کېږي چې جنرال نیازي د جنرال اروړه د هرکلي لپاره پخپله هوايي ډګر ته هم ورغی او خپل پوځي مرستیال (ADC) ته یې امر وکړ چې پاکستاني پوځیان دې هندي قوماندان ته رسمي سلامي او پوځي درناوی وړاندې کړي. له دې وروسته د ۱۹۷۱م کال د ډسمبر په شپاړسمه نېټه د ډاکې د رېس کورس په میدان کې د تسلیمۍ تاریخي مراسم ترسره شول، هغه مراسم چې د نړۍ رسنیو په مستقیم ډول ولیدل او خپاره یې کړل، او په ترڅ کې یې د پاکستاني پوځ د شاوخوا نوې زره پوځیانو او پوځي کارکوونکو ماتې نړۍ ته څرګنده شوه.

په دې توګه، د مسلمانانو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره داسې یو تور او شرموونکی باب پرانیستل شو چې نږدې نوي زره(۹۰،۰۰۰) وسلوالو پوځیانو، چې ځانونه یې مسلمانان بلل، د کفارو په وړاندې خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او تسلیم شول.

Exit mobile version