د خلافت وهم؛ د امپراتورۍ له خوبه تر سقوط پورې! څلورمه برخه

عزیز جلال

په ۲۰۰۳ کال کې د عراق جګړه

په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکايي ځواکونو یرغل یو داسې اور بل کړ چې داعش یې له راپورته شویو ایرو څخه را وټوکېد، دې ویجاړوونکې جګړې نه یوازې د عراق سیاسي نظام را نسکور کړ، بلکې د دغه هېواد ټولنیز او امنیتي جوړښتونه یې هم له منځه یوړل، د جورج بوش هغه پرېکړه چې د سیمې پر پایلو له غور کولو پرته یې د رژیم د بدلون په موخه وکړه، د تاوتریخوالي افراطیت ودې ته یې یو مناسب بستر برابر کړ.

که څه هم د صدام حسین حکومت مستبد وو، خو په عراق کې یې نسبي ثبات راوستی وو، د هغه له نسکورېدو سره، هېواد په چټکۍ سره د ګډوډۍ کندې ته ولوېده، د امریکا د لوړ رتبه پوځي چارواکي «پل برمر» لخوا د عراق د ملي اردو منحل کول، څه باندې ۴۰۰ زره روزل شوي سرتېري وزګار او په غوسه سړکونو ته راوویستل، له دغو کسانو څخه ډېری وروسته د یاغیانو لیکو ته ورغلل، دې فاجعه‌بارې پرېکړې یو داسې پوځي نسل رامنځته کړ چې یوازینی مهارت یې جنګېدل و او اوس یې له نوي سیاسي نظام سره هېڅ تړاو نه درلود.

د «بعثي زدایۍ» په برخه کې د امریکايي اشغالګرو سیاستونو هم د واک د خلا رامنځته کولو کې مرسته وکړه، د بعث ګوند د ټولو غړو له دولتي دندو څخه په لرې کولو سره، امریکا په عملي توګه د هېواد مدیریتي تجربه له پامه وغورځوله. دې کار د بوروکراتانو او منځنیو مدیرانو یو داسې نسل رامنځته کړ چې د نوي دولت دښمنان شول، او له دوی له جملې څخه ډېری وروسته له یاغي ډلو سره یوځای شول.

په دې سیاسي ګډوډۍ کې، په عراق کې تکفیري ډلو زور اخیستل پیل کړل، د شیعه او سني ترمنځ فرقه یي تاوتریخوالی چې د صدام له سقوط وروسته نور هم زیات شو، دې ډلو ته مشروعیت ورکړ، د عراق اشغال د دې لامل هم شو چې له بېلابېلو هېوادونو څخه په زرګونو جهاديان عراق ته راشي. دا جګړه د دوی لپاره یو فرصت و چې هم له امریکا سره وجنګېږي او هم خپل افراطي آرمانونه پلي کړي. هغه نړیوالې جهادي شبکې چې په دې دوره کې رامنځته شوې، وروسته یې د داعش لومړنیو ریښو تهداب کېښود.

د « ویښتوب شوراګانو» په رامنځته کولو کې د اشغالګرو سیاستونو هم معکوسه پایله درلوده، دا سني شوراګانې چې په پیل کې د القاعدې پر ضد د مبارزې لپاره جوړې شوې وې، وروسته یې ډېری غړي له داعش سره یوځای شول. امریکایانو د دې ډلو په روزنه او وسله وال کولو سره، د روزل شویو جنګیالیو یو نسل را لوی کړ چې وروسته د دوی پر ضد وکارول شو.

له جګړې وروسته د عراق ویجاړ اقتصاد هم د افراطیت په ودې کې مرسته وکړه. پراخه بېکاري، په ځانګړي توګه د سني ځوانانو په منځ کې د دې لامل شوه چې یاغي ډلو ته مخه کړي، د عراق ۲۰۰۳ کال جګړې په سیمه کې د امریکا اعتبار هم کمزوری کړ. د ابوغریب په زندان کې د شکنجې انځورونو او د ملکي وګړو وژنو، له امریکا څخه کرکه بې ساري کچې ته ورسوله، دا کرکه وروسته د داعش د تبلیغاتي اصلي وسیلو څخه وګرځېدله.

په پای کې ویلای شو چې د عراق اشغال د افراطي ډلو د ودې لپاره ټول اړین شرایط برابر کړل: د واک خلا، پراخه ناخوښي، فرقه یي جګړه، د بهرنیو جهادیانو شتون او ویجاړ اقتصاد.

داعش یوه خود جوشه پدیده نه وه، بلکې په عراق کې د امریکا د ستراتیژیکو تېروتنو ناغوښتل شوې پایله وه. هماغه ایرې چې بوش په منځني ختیځ کې د دیموکراسۍ د رامنځته کولو په هیله پاشلې وې، بالاخره یو داسې دیو یې را لوی کړ چې کلونه وروسته یې ټوله سیمه په اور کې وسوځوله.

Exit mobile version