د ۲۰۲۶ کال د جون د ۹مې او ۱۰مې نېټې ترمنځ شپه، کله چې د خوست، کونړ او پکتیکا په ارامه فضا کې ناڅاپه د چاودنو وېروونکې انګازې خپرې شوې، دا د پاکستاني پوځ کومه عادي سرحدي تېری کوونکې پوځي حمله نه وه؛ بلکې هغه خونړی او برخلیکټاکونکی پړاو و چې په سیمه کې یې د دروغو او حقیقت ترمنځ هغه مبهمه کرښه په بشپړه توګه له منځه یووړه چې تر دې وړاندې ورباندې د بېلابېلو روایتونو سیوری غوړېدلی و.
لا د چاودنو لوګي نه وو تیت شوي چې د پاکستاني پوځ له لوري د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطاءالله تارړ ته سپارل شوې مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه. په اعلامیه کې ادعا شوې وه چې دا برید د دقیقو، باوري او کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوی، په بشپړ احتیاط پلان شوی او موخه یې د پولې هاخوا د وسلهوالو پټنځایونه په نښه کول وو.
د اسلامآباد تر شا د راولپنډۍ د پوځي قوماندانۍ (GHQ) په دغه رسمي روایت کې دا ادعا هم شوې وه چې په یاد برید کې ۲۶ وسلهوال وژل شوي او د افغان حکومت له لوري د ملکي تلفاتو په اړه راپورته شوې اندېښنې او ادعاوې د پاکستان پر ضد د یوې منظمې تبلیغاتي پروژې برخه ده.
خو تاریخ تل دا ثابته کړې چې د تبلیغاتو او دروغجنو روایتونو عمر ډېر لنډ وي. دا ځل هم د حقیقت د پټولو هڅه ډېر دوام ونه کړ او ډېر ژر د رسمي روایت رنګ والوت.
د دولتي بیانیې دغه پړسول شوی تصویر هغه مهال په بشپړه توګه ونړېد، کله چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، فرحان حق، نړیوالې ټولنې ته په خپل څرګند او بېابهامه دریځ کې د پاکستاني پوځ پوځي ادعاوې رد کړې او د پېښې واقعي انځور یې د نړۍ مخې ته کېښود. له دې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، یوناما (UNAMA)، خپله تفصیلي د حقایقو د ارزونې راپور خپور کړ، چې د افغان حکومت د دریځ پوره ملاتړ یې کاوه.
د نړیوالو بنسټونو د موندنو له مخې، د برید سیمې له هر اړخیزې او دقیقې ارزونې وروسته څرګنده شوه چې دغه تش په نوم «دفاعي عملیات» د وسلهوالو پر مرکزونو نه، بلکې پر هغو خټوینو او ساده استوګنیزو کورونو ترسره شوي وو چې بېګناه کورنۍ پکې ویده وې. د دې خونړۍ او غیرانساني حملې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي شهیدان او ۱۴ نور سخت ټپیان شوي وو.
د ملګرو ملتونو او یوناما له لوري د افغان دریځ له ملاتړ سره، د پاکستاني پوځ د مرمیو تر شا او د جياېچکیو له خوا جوړو شوو مطبوعاتي اعلامیو کې پټ شوي دروغ د شګو د دېوال په څېر ونړېدل او له منځه ولاړل. له همدې ځایه یو ژور او د تعجب وړ پوښتنه راولاړېږي: هغه پوځ چې ځان د مسلکي وړتیاوو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی ګڼي، ولې داسې خطرناک سرحدي تېري ته لاس اچوي؟ او تر دې هم مهمه دا چې کوم پټ عوامل او انګېزې دي چې دغه تش په نوم مسلکي پوځ د خپلو ګاونډیو مسلمانانو د وینو تویولو ته هڅوي؟
د دې پېچلي معما د غوټو د پرانیستلو لپاره باید یوازې د ډیورنډ کرښې غرنیو سیمو ته ونه ګورو، بلکې د هغې پراخې جیوپولیټیکي شطرنج ټولې تختې ته پام وکړو چې د سیمې پر سر غوړېدلې ده. د نړیوالو چارو کارپوهان او ژور لید لرونکي شنونکي دغه وضعیت له یوه ډېر ژور او ستراتیژیک لیدلوري ارزوي. که د سیمې وروستۍ تاریخي پېښې وڅېړو، یو عجیبه او تکرارېدونکی تسلسل تر سترګو کېږي؛ هغه دا چې هر کله په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي یا پوځي کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی، نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هم ناڅاپه د باروتو بوی خپور شوی دی.
د ډېرو شنونکو په اند دا یوازې یو تصادف نه دی، بلکې د حساب شوو او له مخکې طرحه شوو بحرانونو د یوې ستراتیژۍ برخه ده. پاکستان اوس مهال له سختو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ دی او د هغه زیانمن اقتصاد د خلیجي هېوادونو، په ځانګړي ډول د سعودي عربستان د مالي مرستو او د نړیوال وجهي صندوق پورونو ته د ژوند د کرښې په سترګه ګوري. کله چې په منځني ختیځ کې کړکېچ زیات شي او د ایران له لوري د امریکایي یا سعودي ګټو د ګواښ احتمال لوړ شي، نو پر اسلامآباد او راولپنډۍ هم فشارونه زیاتېږي چې خپلې دفاعي ژمنې او سیمهییزې اړیکې په پام کې ونیسي.
خو پاکستان د یوې سختې ستراتیژیکې معضلې سره مخ وي؛ ځکه نه شي کولای د ایران په څېر له ځواکمن، جغرافیایي پلوه مهم او سیاسي پلوه حساس ګاونډي سره په مستقیمه پوځي مقابله کې ښکېل شي. د ایران سره هر ډول مستقیمه شخړه کولای شي د پاکستان دننه امنیتي او سیاسي وضعیت له جدي خطرونو سره مخ کړي.
له همدې امله، پوځ د دې ستونزمن وضعیت څخه د ځان ژغورلو او د خپلې پوځي فعالې ونډې او وفادارۍ د ښودلو لپاره د یوه «انحرافي ډګر» (Diversionary Theater) په لټه کې کېږي؛ داسې ډګر چې د اصلي بحرانونو او فشارونو څخه د پام اړولو وسیله وګرځي. د همدې لیدلوري له مخې، له ۱۹۷۹ کال راهیسې تر نن پورې افغانستان، چې د هوايي دفاع له پلوه محدود امکانات لري، د دې موخې لپاره تر ټولو مناسب هدف ګڼل شوی دی.
پاکستاني پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ورته بریدونو له لارې خپلو خلیجي او لوېدیځو ملاتړو ته دا پیغام رسول غواړي چې ګواکې دی په خپله د خپلې لوېدیځې پولې په اوږدو کې د وسلهوالو ډلو پر ضد په یوه پراخه او خونړۍ جګړه کې ښکېل دی. له همدې امله د پوځ یوه لویه برخه هلته بوخته ده او نشي کولای د منځني ختیځ په نورو احتمالي شخړو کې مستقیمه پوځي ونډه واخلي. دا هغه استدلال دی چې په نړیوالو سیاسي او ډیپلوماتیکو محافلو کې ژر اورېدونکي پیدا کوي او د پاکستان لپاره د یوه اغېزمن سیاسي کارت حیثیت خپلوي.
همداراز، د «ترهګرۍ ضد جګړې» روایت له کلونو راهیسې د واشنګټن او د هغه د ځینو آسیایي متحدینو لپاره د منلو وړ چوکاټ پاتې شوی؛ ځکه هغوی د افغانستان اوسنی حاکم نظام له امنیتي او ستراتیژیک پلوه د اندېښنې وړ ګڼي. د همدې فضا په رامنځته کېدو سره پاکستان کولای شي خپلې ستراتیژیکې محدودیتونه توجیه کړي، د سیمهییزو شخړو له مستقیمو پایلو ځان لرې وساتي او په عین وخت کې د مالي، پوځي او سیاسي ملاتړ د دوام لپاره زمینه برابره کړي.
خو د دې ټولې جیوپولیټیکي لوبې تر ټولو دردناک، لړزوونکی او ژور اړخ هغه اخلاقي او فکري افلاس دی چې د پاکستاني پوځ د دې قمار تر شا پټ پروت دی. پاکستان هغه هېواد دی چې تل دا ادعا کوي چې د اسلام په نوم رامنځته شوی دی. د دغه هېواد پوځ هم په کور دننه د خپلې کمېدونکې ولسي محبوبیت د جبران لپاره ځان د اسلام د سنګر، د امت د ساتونکي او د لویو اسلامي معرکو د سمبولیک بیرغلرونکي په توګه معرفي کوي.
د پاکستان په کوڅو او ښارونو کې خلکو ته دا تلقین کېږي چې پوځ یوازې د هېواد د سرحدونو ساتونکی نه دی، بلکې د ټول اسلامي امت او د حرمینو شریفینو د دفاع مسؤلیت هم پر غاړه لري. خو کله چې د ستراتیژیکو ګټو او نړیوال سیاست په ډګر کې معادلې بدلې شي، نو همدغه ټولې نظریاتي او مذهبي دعوې شاته غورځول کېږي.
په همدې ځای کې یوه مهمه پوښتنه ذهن ته راځي: که موخه یوازې د امریکا، سعودي عربستان یا نورو نړیوالو شریکانو لپاره د عذر او توجیه برابرول وي، نو ولې د اقتصادي ستونزو، داخلي سیاسي بېثباتۍ یا نورو ډیپلوماتیکو دلایلو پر ځای د بېګناه مسلمانانو وینه تویول د غوره وسیلې په توګه انتخابېږي؟
د دې پوښتنې ځواب په هغه ذهنيت کې نغښتی دی چې له اوږدې مودې راهیسې پر سیمه سیوری غوړولی دی. ځکه د اقتصادي کمزورۍ یا سیاسي بحران یادونه پاکستان د نړیوالو په نظر یو کمزوری دولت معرفي کوي؛ خو د «ترهګرۍ ضد عملیاتو» ادعا هغه د یوه فعال او مهم امنیتي شریک په توګه وړاندې کوي.
سربېره پر دې، د پاکستاني اسټېبلېشمنټ اړوند رسنیو او رسمي روایتونو په تېرو شلو کلونو کې په پرلهپسې ډول دا تصور خپور کړی چې له افغانستانه راتلونکی هر تحول د پاکستان امنیت ته ګواښ دی. د همدې تبلیغاتو له امله افغان مسلمانان د پاکستان د عامه افکارو په ذهن کې تر ډېره د شکمنو او د ناامنۍ له سرچینو سره تړلو کسانو په توګه انځور شوي دي.
په پوځي ادبیاتو کې دې حالت ته «ډيهیومنایزېشن» (Dehumanization) ویل کېږي؛ یعنې هغه بهیر چې پکې هدف ګرځېدلي انسانان د عادي انسانانو په سترګه نه، بلکې یوازې د پوځي محاسبو او ارقامو د یوې برخې ‘کولیشن ڈیمیج’ په توګه لیدل کېږي.
د خوست، کونړ او پکتیکا د نړېدلو کورونو له خاورو څخه را ایستل شوې د ماشومانو جسدونه او د ټپي میندو فریادونه اوس د دې پېښې تر ټولو دردناک یادونه بلل کېږي، داسې یادونه چې د هر رسمي بیان او مطبوعاتي اعلامیې تر سیوري لویه ښکاري. دغه پېښه نړیوالو ته دا درس ورکوي چې کله دولتونه دین، عقیده او ارزښتونه د انسانانو د اصلاح او روزنې پر ځای یوازې د سیاسي قدرت او بقا د وسیلې په توګه وکاروي، نو اخلاقي بنسټونه یې کمزوري کېږي او انساني ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راځي.
اوس چې د یوناما د حقیقت موندنې راپور د پاکستاني پوځ او عطاءالله تارړ ادعاوې تر سختو پوښتنو لاندې راوستې دي، نو دا به وخت وښيي چې ایا د پاکستان مسلمان ولس او هغه خلک چې د انساني درد احساس لري، د خپلې تش په نوم پوځ د دې جدي جنګي جرم په وړاندې به هم چوپ پاتې شي او که به خپل غږ پورته کړي؟
کله چې یو عادي مسلمان د دې ټول وضعیت په اړه فکر کوي، نو دې پایلې ته رسېږي چې هغه بمونه چې د پاکستاني پوځ له لوري د هېواد دننه او بهر پر مسلمانانو ورول کېدونکي بمونه په حقیقت کې د کوم دښمن د له منځه وړلو لپاره نه وي، بلکې موخه یې د نړیوالو قدرتونو، پور ورکوونکو او د پورونو بښونکو ته دا پیغام رسول وي، چې: “اې د نړۍ واکمنانو! موږ د خپلو هغو نیکونو په څېر، چې د ختیځې هند کمپنۍ (East India Company) د واکمنۍ په زمانه کې روزل شوي وو، لا هم ستاسو او ستاسو د راتلونکو نسلونو وفادار او فرمانبردار یو.”
