نن د جولای ۳۱مه د حماس د سیاسي دفتر مشر او د امت د نومیالي شهید احمد اسماعیل هنیه د شهادت له ورځې سره سمون خوري، اسلامي تاریخ تل خپلې صفحې د هغه چا په کارنامو رنګینې کړي دي، چا چې د باطل په زړه خنجر ایښی دی، هغه څوک چې هېڅ زبرځواک ته یې سر نه وي ټیټ کړی او یواځې تکیه یې په الله جل جلاله وي.
د محمدي قافلې غېږه لا هم د داسې یو چا په شتون ښکلي ده، چې د وخت د ستر فرعون په وړاندې لکه غر ولاړ دي او غرور یې ورمات کړی دی، دا قافله که د ستر شخصیتونو له فراق سره مخ کېږي، خو دا فراق دې قافلې ته ضعف نه، بلکې قوت وربښي، هغه وینه چې د دې قافلې د لارویو له اندام د الله لپاره بهېږي، دې قافلې ته ۷۰ نور زلمي په میراث پرېږدي.
که د سترو خلکو په شهادت دا قافله کمزورې کېدای او یا ورکېدلی، نو اوس به مو ددې قافلې هېڅ څرک نه لید، ځکه دا ستره او تلپاتې قافله د جهاد د رهبر او بنسټګر محمد صلی الله علیه وسلم د مبارک فراق ګیلاس هم په غاړه واړاوه.
له جانان صلی الله علیه وسلم څخه وروسته حضرت ابوبکر صدیق، حضرت عمر، حضرت عثمان، حضرت علي له فراق سره هم مخ شوه، خو ومو لیدل چې لا هم لکه لمر، رڼا یې په ډېرو ساحو پرته ده، د شریعت چینه یې بهېږي او لا هم ودانه ده.
له پرونه تر ننه، اسلامي امت د باطل او په نوم بشر دوستانو لخوا له سخت ناورین سره مخ شوی، داسې یو وحشت پرې کيږي چې قلم یې له لیکلو عاجز وي، ژبه یې له ویلو خو هغه باطل، هغه په نوم بشردوست، چې د داسې عمل ملاتړ کوي بیا له یوې سختې ماتې سره هم مخ شوي، داسې ماته چې په ټولې نړۍ کې بیا جګ سر نه لري.
دا به مونږ په دا لنډ وخت کې له افغانستانه ووینو، چې امریکا او ورسره هېوادونه دلته په کومه بدنامه ماته محکوم شول، هغه لومړنۍ د یرغل ورځې چې د خدايي دعوه یې کوله او یواځې یې ځان لید، په مظلوم افغانستان یې یرغل وکړ، هغه وخت که مجاهدین ډېر ناامیده شول او د ماتې سره مخ وو، خو بیا یې هم جهادي روحيه نشوه ماته.
هغه سخت حالت کې هم، امریکا ته په لومړنۍ معرکه شاهي کوټ کې ویتنام ور په یاد شو، او د ماتې خوب یې ولید، خو په دوو لسیزو کې دا غرور د یو ملنګ طالب له پښو لاندې شو، د پوځونو په ایستلو یې پیل وکړ، او آخري چورلکه یې هم، په توره شپه، چې له رسنیو يي ټوله نړۍ ننداره کوله، له افغانستانه وتښتېده.
خو نن يو بل زبر ځواک او لوی ظالم د فلسطین غيورو زلميو را ګير کړی، نن په فلسطين هغه د شاهی کوټ د غزا تکرار بيا وشو، چې د لوی ظالم په وړاندې د حماس مجاهدینو د “طوفان الاقصی” تر نامه لاندې بریالي عملیات پیل کړل.
د حماس د دې بریالیو، ګړندیو او له وخته پلان شويو عملیاتو د دښمن استخبارات موساد، چې په نړۍ کې یې نوم درلود، چلنج کړل او حیثیت یې په صفر کې ور ضرب کړ، د حماس دې تاریخي غزا دښمن داسې ضعیف کړ، چې د دومره ضعف او ذلت تصور هم نه کاوه .
د حماس حماسي زلميو دښمن ته بې شمېره ځاني او مالي زیان واړاوه، په نړيوال ذلت کي راحصار دښمن، چې مجاهدینو له مخامخ جګړي څخه ولويد، نو په عامو او بې ګناه خلکو یې وحشت پیل کړ، چې په زرګونو بې ګناه فلسطینیان شهیدان او په لکونو زخمیان او بې کوره شول، لا هم دوام لري.
دښمن ټوله غزه په ړندو بمباريو ورانه کړه، خو د غزې ورانېدل د دې سبب نه شول، چې د رژیم په وړاندې روان جهاد پای ومومي، دې جهاد لا برکت و موند او دښمن ورځ تر بلې له یوه نوي جنګ سره مخ کېږي، نن هغه ده، چې دښمن او همفکران یې بیا بیا تکرار کوي، چې دا جنګ نور د دوی نه دی.
د مجاهدینو او د غزې د مېړني ولس دا قرباني ډېره قیمتي ده، دا لوړه قرباني، چې په یواځې ځان يي سخت مقاومت وکړ او لوی امپراتور يي په دي ګويا کړ چي نور د جنګ نه ده، او میدان د شهید اسماعیل هنیه، یحیى سنوار، او محمد ضیف لارویو وړی، نن ددي قافلي يو تللی شخصيت در پېژنو.
د حماس د سياست امام شهيد اسماعيل هنيه:
شهيد اسماعیل هنیه د امت د هغو سپېڅلو مشرانو له جملې څخه وو، چې د الله لپاره له هر څه څخه تېر وو او شو، شهید احمد اسماعیل هنیه په ۱۹۶۲)جنورۍ/۲۳، دې فاني دنیا ته د هجرت په دیار کې سترګې وغړولې، د ده پلار، د نورو مظلومو فلسطینیانو په شمول، له خپل کلي څخه د صهیونیستي رژیم له خوا په زور ایستل شوی وو او په شاطي کمپ کې مېشت وو، شهید اسماعیل هنیه لومړنۍ زده کړې د هجرت په کلي کې پیل کړې، دوهم ځل زده کړو ته یې د الازهر په معهد کې دوام ورکړ.
د سیاسي ډګر دا فاتح، درېیم ځل زده کړو ته د غزې په اسلامي پوهنتون کې ادامه ورکړه، چې بلاخره يي په همدې پوهنتون کې د لیسانس په کچه د عربي ادبیاتو زده کړې بشپړې کړې، د ده ښه ځیرکتیا کوشش او پوهه ددې سبب شوه، چې د غزې د همدې اسلامي پوهنتون مسوولیت ور وسپارل شو.
په دې مسووليت کي یې ښه اخلاص د حماس مشرانو ته دده ځيرکتيا ور وه ښوده او ۱۹۹۷ کال کي یې د شهید شیخ احمد یاسین د دفتر مسؤولت ور وسپاره، شهيد اسماعيل هنيه هغه څوک وو، چې له هر چا ښه د فلسطین د دردیدلي ولس په درد او د صهیونیستي رژیم د وحشتونو په ځواب پوهېده.
نوموړی د خپل سپېڅلي او غیرتي ژوند په دوام سره ورو ورو مخته روان وو او د ستړي ولس هیله ګرځېدلی وو، نه یوازې د خپل، بلکې د هر حقیقي مسلمان.
شهید اسماعیل هنیه خپل اخلاص په ولس کې دومره محبوب کړ، چې په ۲۰۰۶ کال کې ولس د ده پسې ودرېد او د لومړي وزیر د ټاکنو ویاړ یې ترلاسه کړ، خو د فلسطین د غلام او د بل واک ولسمشر لخوا، په ۲۰۰۷ کال کې له دې مسؤولیت څخه لیرې کړل شو.
د اتلانو له ټاټوبي، دا اتل چې تکیه یې پر الله جل جلاله وه، الله جل جلاله ورسره وو، او درانه مسؤولیتونه یې په ښه توګه، بې له کمزورۍ، سر ته ورسول.
د لوړې حوصلې او د جهاد د قافلې دا ويښ شخصیت بيا په ۲۰۱۷ کال کي د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو، هغه و چې کفر ته یې د مسلمان سیاست ور وښود، او په خپل سیاست يي د دښمن سياست فلج کړ.
شهید اسماعیل هنیه د دښمن له زيات څار لاندې وو، او دښمن یې تر هر چا ښه مصروف ساتلی وو، نوموړي خپل ژوند نه یوازې په مسؤولیتونو کې، بلکې د دښمن په زندان کې هم تېر کړ، درې ځله بندي شوی او خپل عمر تر درې نیمو کلونو زیات وخت یې په زندان کې تېر کړی دی.
د امت دا نومیالی د دښمن له سختو بریدونو سره هم مخ شوی، چې لومړي برید کې په لاس زخمي شوی، او دوهم برید چې په غزه کې په ۲۰۰۶ کال د ده په کاروان وشو، خو له هغه بريد څخه الله و ژغوره او هيڅ زيان ورته و نه رسېد.
اسماعیل هنیه یواځې صهیونیستي رژیم نه و ویرولی، بلکې د ټول کفر سترګه ترې سوځيدله، هغه و چې په ۲۰۱۸ کال کې د بشر لوی دښمن، او له هر ظالم سره مل امریکا، نوموړی په تور لیست کې شامل کړ، خو تور لیست د امت مشرانو ته نه ضعف ورکوي، نه یې اراده کمزوري کوي بلکي لا یې خپل هدف ته متوجي کوي.
صهیونیستي رژیم د شهید اسماعیل هنیه په شهادت کې څو ځله پاتې راغلی دی او ناکامه هڅو ته د ویر پر ټغر کیناستی، د وخت دا وحشي رژیم، چې اسماعیل هنیه یې په کاروان او نورو بریدونو کې نشوای له منځه وړلی، او څو ځله په دې هڅو کې پاتي راغلی نو درد يي د ده په معصومو بچیانو کم کړ، او د ده په کور یې هوایي برید وکړ، چې د ده د کورنۍ ۷ غړي شهيدان شول، وروسته له هغه یې درې زامن شهیدان شول.
د ملګرو له شهادتونو سره د شهيد اسماعيل هنيه اراده د کورنۍ د وګړو شهادت هم نکړه کمزوري لا يي په حق لاره محکم کړ، د واړه اختر په ورځ، کله چې د خپلو درې زامنو د شهادت خبر ترلاسه کوي، ژبه یې په دې بار بار جاري کېږي: «زما بچیان او زما د بچيانو وينه د غزې د ځوريدلي ولس له روح او ويني نه ده قيمتي.»
هو! بالاخره ددې قوي عقيدې څښتن هم اخير د خپلو شهيدو ملګرو او د کورنۍ د ۱۱ شهيدانو لار خپله کړه، له کلونو کلونو د شهادت ارمانجن شهيد شو، په ۲۰۲۳ /د جولای/ ۳۱ سهار په داسې کې کي پيل شو چۍ د مسلمه امت فکرونه خاموش، زړونه غوټه غوټه درد، وجود ناکرار ذهنونه ستړي او سترګې اوښلنې وې، يو سخت درد محسوسيده، هرې لويي خوښۍ په خپل ځان د درد څادر راکش کړی وو، دا څه وو دا د شهيد احمد اسماعيل هنيه د شهادت سهار او ورځ وه.
ددې ورځې درد بيا تر هر چا سخت د فلسطین ځوريدلی ولس و ځوراوه، داسې چ د خپلو زخمونو درد، د خپلو بچيانو د فراق درد او د لوږي و بې کورۍ درد ترې هير شو، انا الله وانا اليه راجعون.