د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې یو ځل بیا د صلیب او اسلام مخامخ جګړه پیل شوه. یو ځل بیا، د سلګونو کلونو مخکې په څېر، د هلال او صلیب مقابله وه. بیا اسلامیزم او کپیټالیزم سره مخامخ شول، ایمان او ټانک سره ونښتل، او د «الله اکبر»، غزا، جهاد، شهادت، استشهاد او کفر اصطلاحات عام شول.
هو! دا ځل جهاد او اسلامي فکر غربي نظریات ننګول. باید ووایو چې هغه سیکولران چې د امریکا د مادي ګټو مخالف وو، هم دې پایلې ته رسېدلي وو چې غرب به د جهاد او مجاهدینو له لوري ماتیږي. لکه په عراق کې چې صدام حسین د خپل حکومت په وروستیو ورځو کې بېرته د جهاد شعار پورته کړ. غرب دا ځل په مستقیم صلیبي یرغل کې افغانستان او عراق دواړه د خپل ټول ځواک تر برید لاندې ونیول. غربیانو عراق او افغانستان اشغال کړل. دغو دواړو هېوادونو که څه هم په مادي لحاظ ډېر څه نه درلودل، خو په معنوي لحاظ د جهاد، اسلامي نظام او خلافت فکر پکې ژوندی پاتې و.
عجیبه دا وه چې د عراق په څېر یو هېواد کې، چې کمونستي افکار پکې حاکم وو، بېرته د جهاد مقابله پیل شوه. که تاریخ ته وګورو، هېڅ وخت سیکولر نظامونو د اشغال پر مهال د مسلمانانو دفاع نه ده کړې. هېڅ وخت سیکولرو ځوانانو د اشغالګرو پر ضد حتی بده دعا هم نه ده کړې؛ برعکس، ډېری وخت د اشغالګرو ملګري شوي دي.
په عراق کې امریکا ته ماتې هم اسلامپالو د «الله اکبر» تر شعار او د جهاد تر نوم لاندې ورکړه. دا جګړه د امریکا د تمې خلاف خورا اوږده شوه. همدارنګه د جهاد، خلافت او اسلامي نظام فکر ورځ تر بلې د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ خپرېده، تر دې چې زرګونو کسانو د غرب په زړه کې هم دا فکر خپل کړ. که څه هم غرب د جهاد، قتال، اسلامي فکر او اسلامي نظام پر ضد په لکونو کسان په غږیزو، چاپي او تصویري رسنیو کې وګمارل. په لکونو مؤسسې او انجوګانې یې د اسلامي فکر د تخریب لپاره جوړې کړې. د سلوک د بدلون تر نوم لاندې یې د اسلامي اخلاقو د بدلولو لپاره په ډېر مهارت کار کاوه.
شپه او ورځ یې هڅه کوله چې اسلام، قتال او اسلامي نظام د ترهګرۍ په نوم معرفي کړي. همدارنګه یې د ځینو سیکولرانو په وسیله د جهاد د مفهوم د بدلولو او د وسلې د ایښودلو تبلیغات کول. که دقیقه څېړنه وشي، یوازې د جهاد د تعریف د بدلولو لپاره، چې له قتال څخه یې د «کوښښ» او «هڅې» معنا ته واړوي، میلیونونه ډالر ولګېدل. همدارنګه یې وسله او نظامي چمتووالی د مسلمانانو په ذهن کې د بدبختۍ، ذلت او د پرمختګ د مخنیوي عامل معرفي کاوه.
تر دې چې په مسلمانانو کې یې داسې ډلې راپیدا کړې چې جهاد یوازې کوښښ بولي او قتال منسوخ ګڼي، خو د غرب دا تبلیغات، چې جهاد ترهګري، وحشت او د بېګناه انسانانو وژنه ده، او اسلامي خلافت استبداد، جبر او د پرمختګ ضد نظام دی، کومه د پام وړ نتیجه ورنه کړه.
غرب، سره له دې چې دولس کاله په افغانستان، عراق، یمن او سومالیا کې د جهاد، خلافت او اسلامي نظام له پلویانو سره په مستقیمه جګړه بوخت و، په همدې وخت کې یې میلیاردونه ډالر هم مصرفول ترڅو اسلامي نظام او خلافت ترهګري او بدبختي معرفي کړي، او د غرب ډیموکراسي، بشري حقوق او سیکولریزم د پرمختګ او سوکالۍ لاره وښيي، خو بیا هم د ناکامۍ پر لور روان و.
غربیانو هغه وخت سخت تکان وخوړ چې په مصر کې، چې لسګونه کاله سیکولر شوی و او د اسراییلو ګاونډی هېواد و، اکثریت خلکو اسلامي نظام وغوښت او د اسلامي فکر لرونکی محمد مرسي د خلکو په رایو بریالی شو. همدارنګه په ترکیه کې اسلامي فکر یو ځل بیا په چټکۍ سره د مسلمانو ځوانانو په ذهنونو کې ځای نیوه. د دې تر څنګ، د اسراییلو ترڅنګ په فلسطین کې د حماس د مجاهدینو صفونه ورځ تر بلې پیاوړي کېدل.
په سوریه، عراق، افغانستان، سومالیا، یمن او ګڼو افریقایي هېوادونو کې په لکونو ځوانان د اسلامي نظام لپاره په عملي جګړه بوخت وو. غرب د خپلو ټولو هڅو سره سره هره ورځ د بریا پر ځای د ناکامۍ پر لور روان و. له دې وروسته غربیان دې پایلې ته ورسېدل چې د خلافت، اسلامي نظام او جهاد د فکر پر ضد ټولې هڅې بېنتیجې دي. دوی بېرته هغې تګلارې ته مخه کړه چې سلګونه کاله مخکې یې نتیجه ورکړې وه،هغه داچې مسلمان نه بلکې فکر یې له منځه وړل.
باید داسې یوه پروژه د خلافت په نوم پیل شي چې مسلمانان په خپلو سترګو وویني چې جهاد وحشت دی، د بېګناه خلکو وژل دي، او خلافت استبداد او ظلم دی. داسې وښودل شي چې خلافت نه یوازې غربیانو ته، بلکې مسلمانانو ته هم تباهي ده، او اسلامي نظام د اوسنۍ معاصرې زمانې لپاره د تطبیق وړ نه دی. خو دا کار به څوک کوي؟ مستشرقین؟
نه، ځکه اوس مسلمان ځوانان ویښ شوي وو.
پر اسلامي خاوره د دوی حاکم ګوډاګیان او غلامان؟
نه، ځکه اوس د هر مسلمان لپاره روښانه شوې وه چې هغوی د غرب کسان دي.
نو دا پروژه باید د خلافت په نوم پر مخ یوړل شي؛ په سر کې پټ جاسوسان او په لاندې کچه هغه ناپوهه مسلمان ځوانان چې یوازې د خلافت، اسلامي نظام او جهاد نوم یې اورېدلی وي او د همدې شعارونو لپاره ځان قربانوي. د غربي استخباراتو له خوا د دې پروژې نوم «داعش» کېښودل شو، او د خلکو د غولولو لپاره یې نوم «دولت الاسلام» وټاکل شو. عملاً یې فعالیتونه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له عراق څخه پیل شول.
