د فکري غلامۍ نښې:
۱:- بې له سوچ او فکر څخه تقلید کول:
پردي فکرونه او نظریات بي له تحقیقه او بې له خبرتیا او علم خپلول.
۲:- د خپل اسلامي کلتور او ارزښتونو تحقیر:
خپله دیني، کلتوري او فکري شتمني بې ارزښته ګڼل او د نورو ارزښتونو ته غورهوالی ورکول، دا نه یوازي خطاء بلل کېږي، بلکې احیاناً کله کله انسان د اسلام د سپېڅلي دين هم څخه بېبرخي کوي.
۳:- د خپل تاریخ او تمدن هېرول:
خپلې تاریخي بریاوې او درسونه له یاده ویستل او د نورو تاریخ ته یوازې د پرمختګ د معیار په توګه کتل، لکه نن چې مسلمانان د چنګېزخان ظالم تاریخونه مطالعه کوي او خپل د امت ابطال چې صلاح الدین ایوبي، طارق بن زیاد او محمد بن قاسم او نور یې هېر کړي دي، آیا دا له اسلامي تاریخ او تمدن سره جفاء نه ده؟
۴:- د نورو د تقلید پایلې:
د تقلید له امله خپل اصلي هویت له لاسه ورکول او په ټولنه کې د پرمختګ مخه ډب کول.
د فکري غلامۍ لاملونه:
۱:- تعلیمي او علمي کمزوري: د علم او زدهکړې نشتوالی چې د خپلواکه فکر بنسټ جوړوي.
۲:- کالونیل ازم (استعماري اثرات):
استعمارګرو ملتونو هڅه کړې چې د اشغال لاندې ملتونو فکرونه غلام کړي، تر څو د هغوی سیاسي او اقتصادي کنټرول اسانه شي.
۳:- د خپلو ارزښتونو نه پېژندنه: د دیني او کلتوري ارزښتونو په اړه د پوهې نشتوالی.
۴:- د رسنیو او تبلیغاتو اثر:
په رسنیو کې د نورو کلتورونو او نظریاتو ته ښکلا ښودل او خپل کلتور بې ارزښته ګڼل، د غلامانو مفکوره ده.
د فکري غلامۍ څخه د خلاصون لارې چارې:
۱:- د علم او پوهنې پراختیا:
زده کړه، څېړنه او علمي پرمختګ باید د لومړیتوبونو څخه وي، د خپل تعلیمي نظام جوړول چې د خپل اسلام، کلتور، او ارزښتونو سره سمون ولري.
۲:- د خپل دیني او اسلامي کلتور پېژندنه:
د خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو په اړه شعور زیاتول او د دین اسلام په تاریخي لحاظ سره مطالعه کول.
۳:- د خپلواک اسلامي فکر روزنه:
داسي افکارو ته ترویج ورکول شي، چې د دین اسلام ارزښتونو ته پکې خپلواکي او د لا پرمتګ لاره هواره شي.
۴:- د نوي نسل روزنه:
نوي نسل ته د اسلام یو خپلواکه فکر، د تاریخ اهمیت، او د خپل هویت ارزښت ښوونه، په داسې ډول چې د رسنیو له لارې يا په کورنۍ ټولنه کې د تبلیغاتي لاري د مسلمان د فکر روزنه وشي.
۵:- د اسلامي ژبې ساتنه:
د خپلې اسلامي ژبې چې عربي ژبه ده، هغې ته ترویج او د هغې په اهمیت پوهول.