د اسلامي أمت د زوال لاملونه! شپږمه برخه

مفتي بشیر احمد مهاج

د فکري غلامۍ نښې:

۱:- بې له سوچ او فکر څخه تقلید کول:

پردي فکرونه او نظریات بي له تحقیقه او بې له خبرتیا او علم خپلول.

۲:- د خپل اسلامي کلتور او ارزښتونو تحقیر:

خپله دیني، کلتوري او فکري شتمني بې ‌ارزښته ګڼل او د نورو ارزښتونو ته غوره‌والی ورکول، دا نه یوازي خطاء بلل کېږي، بلکې احیاناً کله کله انسان د اسلام د سپېڅلي دين هم څخه بې‌برخي کوي.

۳:- د خپل تاریخ او تمدن هېرول:

خپلې تاریخي بریاوې او درسونه له یاده ویستل او د نورو تاریخ ته یوازې د پرمختګ د معیار په توګه کتل، لکه نن چې مسلمانان د چنګېزخان ظالم تاریخونه مطالعه کوي او خپل د امت ابطال چې صلاح الدین ایوبي، طارق بن زیاد او محمد بن قاسم او نور یې هېر کړي دي، آیا دا له اسلامي تاریخ او تمدن سره جفاء نه ده؟

۴:- د نورو د تقلید پایلې:

د تقلید له امله خپل اصلي هویت له لاسه ورکول او په ټولنه کې د پرمختګ مخه ډب کول.

د فکري غلامۍ لاملونه:

۱:- تعلیمي او علمي کمزوري: د علم او زده‌کړې نشتوالی چې د خپلواکه فکر بنسټ جوړوي.

۲:- کالونیل ازم (استعماري اثرات):

استعمارګرو ملتونو هڅه کړې چې د اشغال لاندې ملتونو فکرونه غلام کړي، تر څو د هغوی سیاسي او اقتصادي کنټرول اسانه شي.

۳:- د خپلو ارزښتونو نه پېژندنه: د دیني او کلتوري ارزښتونو په اړه د پوهې نشتوالی.

۴:- د رسنیو او تبلیغاتو اثر:

په رسنیو کې د نورو کلتورونو او نظریاتو ته ښکلا ښودل او خپل کلتور بې ‌ارزښته ګڼل، د غلامانو مفکوره ده.

د فکري غلامۍ څخه د خلاصون لارې چارې:

۱:- د علم او پوهنې پراختیا:

زده کړه، څېړنه او علمي پرمختګ باید د لومړیتوبونو څخه وي، د خپل تعلیمي نظام جوړول چې د خپل اسلام، کلتور، او ارزښتونو سره سمون ولري.

۲:- د خپل دیني او اسلامي کلتور پېژندنه:

د خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو په اړه شعور زیاتول او د دین اسلام په تاریخي لحاظ سره مطالعه کول.

۳:- د خپلواک اسلامي فکر روزنه:

داسي افکارو ته ترویج ورکول شي، چې د دین اسلام ارزښتونو ته پکې خپلواکي او د لا پرمتګ لاره هواره شي.

۴:- د نوي نسل روزنه:

نوي نسل ته د اسلام یو خپلواکه فکر، د تاریخ اهمیت، او د خپل هویت ارزښت ښوونه، په داسې ډول چې د رسنیو له لارې يا په کورنۍ ټولنه کې د تبلیغاتي لاري د مسلمان د فکر روزنه وشي.

۵:- د اسلامي ژبې ساتنه:

د خپلې اسلامي ژبې چې عربي ژبه ده، هغې ته ترویج او د هغې په اهمیت پوهول.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Exit mobile version