ظلم او استبداد، چې داعش یې پیل کړی؛ یوازې بربادي او ماتې له ځان سره لري، داعش او د دې ډلې پلویان باید دا ومني، چې د دوی لاره پرته له ماتې بله پایله نه لري او په دې کړنلاره کې یې؛ د پاتې کېدو هیله نشته.
د داعش تور او شوم فکر نور د بقاء هیڅ لاره نه لري؛ هغه ټول پلونه چې باید د بېرته راتګ لپاره یې پرېښي وای؛ نړولي دي، د ځان لپاره یې د بېرته راتګ لارې بندې کړي دي.
هر هغه نظام او سیاست چې د خلکو او دیني باورونو ملاتړ و نه لري؛ خامخا به په ماتې محکوم وي، هغه عوامل چې د داعش د ماتې لامل شوي دي او باید ویې مني.
١ـ د خلکو د ملاتړ نشتوالی: په هر سیاسي واحد کې چې خلک له هغه حرکت او سازمان څخه ملاتړ و نه کړي؛ هغه سازمان او حرکت به ښه پایله و نه لري.
په هغه هېواد کې چې خلک یې له حاکم نظام څخه ملاتړ کوي او په وینې او مال سره یې دفاع کوي؛ هېڅ نوې ډله او سازمان هلته ځای نشي پیدا کولای؛ داعش که هر څومره خپلې لنډمهاله او چریکي کړنې ښکلي وښیي، خو تر هغه وخته چې د خلکو ملاتړ ور سره نه وي؛ بریالی به نه شي.
د افغانستان اسلامي امارت په اصل کې د خلکو له منځه را پورته شوی دی او همدا خلک یې په ځان، مال او د خپلو اولادونو په قربانۍ سره ملاتړ کوي او واک ته یې رسولی دی، خو داعش او پلویان یې باید دا درک کړي، چې افغانستان د دوی لپاره یوه ځاله نه ده او د دې خاورې خلک به هېڅکله اجازه ور نه کړي، چې دوی دي په دې هېواد کې نفوذ وکړي.
د افغانستان خلک له ټولو امکاناتو په کار اخیستلو سره؛ د داعش پر وړاندې جګړه کړې او دا ډله یې له تباهۍ سره مخ کړې ده، داعش په دې خاوره کې د ژوند او د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره ځای له لاسه ورکړی او د ماتې منلو پر لور روان دی.
د دې ډلې د ماتې عوامل په دې پاکه خاوره کې په واضح ډول ښکاره دي، ظلم او استبدادي تفکر پهٔ دې سیمه او خاوره کې ځای نه لري او هېڅکله به ځای هم پیدا نه کړي.
٢ـ د خلکو په وړاندې طبقاتي مفکوره؛
دا خوځښت او سازمان د طبقاتي مفکورې په لرلو سره خپل ځای له لاسه ورکړی او د ماتې او وېشلو پر لور روان دی، په دې سازمان کې د خلکو ډلبندي یو مهم رول لري او دا تفکر په دوی کې داسې ژور ځای نیولی، چې د دوی د فکر نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده.
دا ډول نظر خلکو ته د دې سبب کېږي، چې هر ډول حرکت او فکر چې دا ډول نظریات ولري، ژر تر ژره له منځه ولاړ شي او د ماتې لور ته ګړندی شي.
داعش په دې فکر او باور سره د خپلې غلطۍ ژوروالی ښکاره کړی او له بل پلوه یې د حاکمانو او رعیت ترمنځ جدایي زیاته کړې ده، دا ډول چلند او فکر د دې لامل کېږي چې خلک له دې ډول تخریبي حرکتونو او پوچو فکرونو څخه کرکه وکړي او خپله فاصله ورڅخه څرګنده کړي.