نور پاتې هغه ګناهونه چې خوارج، یعني ننني داعش یې عملاً ترسره کوي، په لاندې ډول دي:
۲۸:- د دښمن لپاره د مسلمانو هېوادونو د نیولو لاره هوارول
دا یوه ستره خیانتکاره او فتنهاچوونکې ګناه ده، چې اسلام یې سخت غندنه کړې، یعنې څوک چې داسې عمل وکړي چې د کافر دښمن لپاره د اسلامي هیوادونو لاندې کول اسانه شي، هلته نفوذ پیدا کړي، یا یې واک تر لاسه کړي.
په شریعت کې د کفارو مرسته، یا هغوی ته د مسلمانانو د ضعف، تفرقې، او داخلي جګړو زمینه برابرول، حرام دي، الله تعالی فرمایي: “وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ” (المائده ۵۱).
ژباړه: څوک چې له هغوی سره دوستي کوي، نو له هغوی څخه دی.
خوارج په خپلو بمي بریدونو، فتنو، د دولتونو ضد اقداماتو، او خلکو وېرولو سره د کفري قوتونو لپاره د لاسوهنې زمینه برابره کړې، دوی د اسلامي نظامونو پر ضد یاغيګري کوي، هغه کمزوري کوي، او کفار ته دا پلمه ورکوي چې “ترهګر” ختم کړي، خو اصل کې اسلامي خاورو ته ننوځي.
دا عمل نه یوازې خیانت دی، بلکې د امت پر ضد مرسته ده. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: “المسلم أخو المسلم، لا یظلمه ولا یسلمه”
ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی، نه ظلم پرې کوي، نه یې دښمن ته سپاري.
خو خوارج او د هغوی ننی ممثل يعني داعش د قرآن او احاديثو خلاف د کفارو سره تل مرسته کوي .
۲۹:- قتل النفس التی حرم الله إلا بالحق
(د هغه نفس وژل چې الله جل جلاله حرام کړی، مګر په حق سره)
اسلام د انسان وینه خورا محترمه ګڼلې، حتی د کافر ذمي وینه هم بې له حقه نه ده حلاله، الله جل جلاله قرآن کریم کې فرمایي: “وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ” (الاسراء ۳۳).
خوارج د “تکفیر” تر نامه لاندې بېګناه مسلمانان وژني، علماء، شاګردان، امامان، حتی هغه خلک چې له دوی سره اختلاف ولري، دا عمل یې د اسلام له روح سره شدید ټکر لري. نبي صلی الله علیه وسلم د دوی په اړه وویل: “یقتلون أهل الإسلام ویدعون أهل الأوثان.” یعنې دوی مسلمانان وژني، خو بتپرستان پرېږدي.
دا قتلونه د امت وینه تویوي، د مسلمانانو ترمنځ وېره خپروي، د جهاد عزت ته زیان رسوي، او اسلام ته بدنامهګي جوړوي. همدغه عمل د خوارجو د بغاوت او فساد ښکاره نښه ده.
دا هغه ۲۹ ګناهونه وه چې خوارج او د هغوی پر لار روان نني داعش یې عملاً ترسره کوي او د دغه ګناهونو مرتکبين دي، لازمه ده چي ځوان نسل تل ځانونه له همدې فتنې څخه وژغوري.