په داسې زمانه کې چې ظلم او بېعدالتۍ نړۍ پوښلې ده او د کفارو ظالمانه او غیرانساني قوانینو پر هر څه سیوری غوړولی، موږ په ټوله نړۍ کې د همدې دروغجنو واکمنو او نړیوالو بنسټونو له لوري د بېشمېره ظلمونو، وژنو او وحشتونو شاهدان یو.
کلونه کېږي چې اسلامي امت، په ځانګړې توګه د فلسطین مظلوم ولس، د جبر، تاوتریخوالي او کړاو تر سیوري لاندې ژوند کوي. زرګونه ماشومان، ښځې او عام مسلمانان په وحشيانه او ظالمانه ډول شهید شوي، او د دوی پر وړاندې له هر ډول شکنجې او عذاب څخه کار اخیستل شوی دی. هغه سازمانونه چې د بشري حقونو ادعا کوي، یوازې لیدونکي پاتې شوي دي. په دې توګه، د هغوی ریښتینی مخ نړۍ ته ښکاره شو، داسې حقونه چې یوازې د دوی لپاره دي، نه د مسلمانانو لپاره.
خو په امت کې داسې کسان هم شته چې د اسلام، خاورې، عزت او ناموس د دفاع په لاره کې یې له کلونو راهیسې له هېڅ قربانۍ دریغ نه دی کړی. په تېرو کلونو کې د حماس مجاهدین نه یوازې د اصلي جنایتکارانو او د تاریخ د جلادانو پر وړاندې ودریدل؛ بلکې د مسلمانانو عزت او وقار یې هم وساته او د امت په استازیتوب یې د غزې له مظلوم ولس څخه دفاع وکړه او ظالم صهیونیستي رژیم ته یې دروند ګوزار ورکړ.
له دې مجاهدینو څخه یو ستر غږ، د شهید امت حذیفه الکحلوت، ابوعبیده وو، چې د حماس ویاند او د مظلوم ولس د فریاد سمبول ګڼل کېده. هغه یوازې یو ویاند نه و؛ بلکې داسې غږ و چې د ویر، استقامت او درد کیسې یې د غزې له تیارو شپو څخه انعکاس کولې. هغه د هغو میندو د چیغو، هغو ماشومانو د بېپناهۍ او هغو پلرونو د وېرې خبرې کولې چې هر سهار د مرګ سره مخامخ وو.
ده خپل مسؤولیت د دین او امت پر وړاندې ادا کړ او د همدې ایمان او وفادارۍ نښه دا وه چې الله تعالی جلجلاله ورته د شهادت ستر نعمت ور وباښه. بېشکه، دا جلاوالی د هغه ستړي امت غم دی؛ هغه امت چې کلونه کېږي د هیله او زخم ترمنځ د الهي رحمت تمه باسي.
ابوعبیده یوازې یو پوځي څېره نه وه؛ بلکې هغه یو پیغام وو، داسې پیغام چې د مقاومت، کرامت، صبر او باور کیسه یې بیانوله. د هغه خبرې د ایمان بوی درلود، او جملې یې د صبر له آیتونو او د نصرت له ژمنو سره تړلې وې. هره خبره یې دا حقیقت راتازه کاوه چې امت لاهم ژوندی دی؛ که څه هم زخمي او یوازې دی، خو نه له خپل دریځه او نه له خپل ایمان څخه تښتي.
لکه د هغو درنو الفاظو په څېر چې ویل شوي وو: «أنتم خصومُنا أمامَ الله عزوجل» نن دا کلمات د هر مسلمان په ذهن کې تاوېږي او وجدان یې ځان ملامتوي.
شهید ابوعبیده تقبلهالله، د اسلام مدافع و؛ نه په شعار کې، بلکې په کړاو زغملو، پر اصولو ولاړ پاتې کېدو او له خپلې کړې وعدې سره په وفادارۍ کې. شهادت د هغه غږ خاموش نه کړ؛ بلکې په ویښو ضمیرونو کې یې زرګونه غږونه وزېږول.
د هغه وینه دا شاهدي ورکوي چې د عدالت لاره د مرګ په بندېدو نه بندېږي او د حق غږ هېڅکله نه غلی کېږي، بلکې لاپسې پیاوړی کېږي: «إن قُتل زید فجعفر و إن قُتل جعفر فعبدالله بن رواحة» — «که زید ووژل شي، جعفر شته او که جعفر ووژل شي، عبدالله بن رواحه شته».
نن امت خپل یو زوی له لاسه ورکړی، خو هغه لاره یې ورته پرې ایښې چې د ایمان، صبر او پوهاوي په رڼا کې دوام ومومي. ابوعبیده چې څېره یې پټه وه خو روح یې روښانه موږ ته دا درس راکړ چې عزت په استقامت کې دی او کرامت په نه تسلیمېدو کې.
که څه هم موږ ټول مسلمانان د فلسطین د مظلوم ولس په وړاندې ځان مسؤل بولو، له خپلو ځانونو سره دا عهد تازه کوو چې داسې نسل وروزو چې د عزت، غیرت او پایدارۍ میراث ژوندی وساتي او د غزې د شهیدانو یاد به هېڅکله نه هېرېږي، إنشاءالله.











































