اوومه برخه
طاهر احرار
دویم اعتراض:
کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم مدينې منورې ته هجرت نه وو کړى، د هغه مُبارک دعوت، تبليغ او د کفارو لخوا د ظلم و ستم په مقابل کې صبر و تحمل، خداى جل جلاله په جهاد کبير سره تعبير کړى.
الله جل جلاله فرمايي:
(فَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَجَاهِدْهُمْ بِهِ جِهَادًا كَبِيرًا)
همداشان خداى جل جلاله مسلمانانو ته څرګند حکم وکړ چې (كُفُّوا أَيْدِيَكُمْ).
نو ولې خداى جل جلاله دعوت و تبليغ ته د جهاد کبير لفظ استعمال کړ.
۱: جواب
د جاهد د لفظ معنىٰ کوښښ دی، مطلب دا چې اې د الله رسوله! په تبليغ کې د مشقت او تکليف سره-سره زيات کوښښ کوه، په کلام عرب کې هر شی ښه وي او که بد، چې خواري او مشقت ولري لغوي جهاد بلل کيږى. لکن په کلام عرب کې اصطلاحي جهاد يوازې د قتال في سبيل الله لپاره استعمال شوی.
۲:جواب
که چيرته هر لفظ د جهاد په اصطلاحي معنى حمل کړو، نو خداى جل جلاله په سورت لقمان کې فرمايي: چې موږ انسان ته امر کړى، چې د مور او پلار سره ښه سلوک وکړئ. مخکې فرمايي:(إِن جَٰهَدَاكَ عَلَىٰٓ أَن تُشۡرِكَ بِي مَا لَيۡسَ لَكَ بِهِۦ عِلۡمٞ فَلَا تُطِعۡهُمَا).
دلته خداى جل جلاله د مور او پلار يو عمل چې زوى شرک او کفر ته وربولي، په جهاد تعبير کړی دی، نو معلومه شوه چې دلته هم جهاد په لغوي معنى استعمال شوی، نه په اصطلاحي معنى
۳: جواب
د ټول امت علما دا مني چې جهاد په مدینه منوره کې فرض شوى او دغه پورتنى آيت مکي دی، نو معلومه شوه چې مراد ترې په تبليغ کوښښ کول دي، نه جهاد شرعي.
۴: جواب
صلوة په عربي کې تحريک الصلوين ته وايي. حج په لغت کې قصد ته وايي. صوم په لغت کې بندولو ته وايي. که چيرته په لغوي معنى حکم کوو نو سهار لخوا ورزش، لمونځ او د يو شي قصد کول، حج او د څه شي بنديدل به روژه وګڼل شي، حال دا چې داسې نه ده، بلکې موږ اصطلاحي او شرعي تعريف ته محتاج یو.
نو معلومه شوه، چې په قرانکريم کې د جاهد لفظ د جهاد په معنى ندى، بلکې د کوښښ په معنى دی.