په اسلام کې د جهاد فلسفه

شپاړلسمه برخه
طاهر احرار

يولسم اعتراض:
په يو حديث شريف کې پيغمبر اسلام صلی الله علیه وسلم فرمايي: (أفضلُ الجهادِ كلمةُ عدلٍ عند سلطان جائرٍ).
ژباړه: بهترين جهاد د ظالم بادشاه ترمخ حق خبره ده.
نو معلومه شوه، چې د بادشاهانو په خِلاف لاريونونه کول، اخبار، رسالې او داسې نور لیکل، بهترين جهاد ده، چې په دې سره وژل او تخريب هم نه کېږي، ځکه خو پيغمبر صلی الله علیه وسلم ورته افضل جهاد ويلى دی.

۱: جواب
محدثینو حضراتو د دې حديث مُبارک په تشريح کې ليکلي؛ چې د بادشاهانو ترمخ حق ويل هلته جهاد بلل کېږي، چې د حق خبرې په بدل کې د سر د قطع کولو او يا وژلو يقين او يا قوي احتمال موجود وي، نو دا هم يا پخپله د قتال برخه ګرځي او يا قتال سره نږدېوالى لري.

۲: جواب
کله ناکله د حق خبره کول له قتال نه هم مؤثره تمامېږي او يا له همدې خبرو او تقرير خلک د کفارو پر خِلاف جنګ ته تيارېږي، نو لکه مخکې مو هم ويلي وو داسې خبرې او تقريرونه جهاد بلل کېږي.
مثال:
حضرت انس رضي الله عنه فرمايي: چې کله نبي کريم صلی الله علیه وسلم د عمرة القضاء د ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته تشريف يوړو، حضرت عبدالله بن رواحه رضي الله عنه پخپله غاړه کې توره اچولې وه، د هغه مُبارک اوښه يې نيولې وه او دغه اشعار يې ويل:
خلوا بني الفار عن سبيله
اليوم نضربکم على تنزيله
ضربا يزيل الهام عن مقيله
ويزهل الخليل عن خليله

ژباړه : اې کفارو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لارې څخه لرې شئ، د ده په راتللو سره به مو داسې ووهم چې سرونه به مو له وجوده بېل شي او يو دوست به له بل بېل شي.
حضرت عمر رضي الله عنه ورته فرمايي: عبدالله د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په مخکې او په حرم شريف کې شعر!
پيغمبر صلی الله علیه وسلم ورته فرمايي: پرېږده عمره پرېږده! عمر رضي الله عنه فرمایي: قسم په خداى جل جلاله د عبدالله بن رواحه دغه شعر په کفارو له تورې هم سخت وي.
الغرض داسې وعظ او تقرير چې د خلکو جذبات راولي، د مجاهدينو مورال لوړوي، تر څو د کفارو سره مقابله وکړي پخپله جهاد بلل کېږي.

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version