غرب د داعش په مټ؛ د مرکزي اسیا شتمنۍ لوټوي!

عبد الله کڅ

#image_title

ډېری اسيايي هېوادونه، د اوسني پر مختلونکي او مترقي ژوند د اسانتياوو له پاره ډېر ښه کانونه، معادن او ذخاير لري، لکه؛ مايع ګاز، تېل، پاکې اوبه، د تعميراتو قيمتي ډبرې، لاجورد، مرجان، ياقوت، زمرود، طلا، کرومايټ، يورانيم، اوسپنه، د ډبرو سکاره او داسي نور…

 

يادې شتمنۍ تر ډېره په جنوبي اسيا او مرکزي آسيا کې شته، سره له دې چې ډېرو اسيايي هېوادونو همدغه شتمنۍ تر يوې کچې ايستلي هم دي؛ خو دا چې دا شتمنۍ تر اندازې ډېرې دي، ځکه خو يې لا ډېري برخې پاتې دي.

 

غربي هېوادونه تر ډېره الله جل جلاله له دې شتمنيو بې برخي کړي دي، ځکه چې ډېری غربي هېوادونه ډېره لرغونې سابقه نه لري، اکثره يې د اوبو په منځونو کې ټاپوګان و، چې ډېر وروسته کشف شوي دي؛ لنډه دا چې غربي هېوادونه اکثره د معادني او کاني شتمنيو د ټېکاو ځايونه نه لري.

 

غربيان کوښښ کوي، چې همدغه اسيايي شتمنۍ دوی وخوري او اسيايان ورڅخه بې برخي کړي؛ ځکه خو یې تل په اسيايي هېوادونو کې هر اړخيزې مداخلې وکړې، نا امنۍ یې پيښې کړې، کورنۍ جګړې یې جوړي کړې، د اسيايې هېوادونو ترمنځ یې کړکېچونه رامنځته کړه او نه حل کېدونکې اوږدې فاصلې یې ايجاد کړې؛ ترڅو اسيايي هېوادونه تل يو له بل سره بې باوره و اوسي او د دې شتمنيو د را ايستلو و پر کار اچولو له پاره زمينه ورته برابره نه شي.

 

کله چې يادې شتمنۍ په قانوني توګه ونه ايستل شي او پر خپل حال پاتي شي؛ غربيان به یې چې تل په اسيا کې مداخلې او لاسوهنې کوي، د یوې ښې موقع پر اساس؛ د خپلو ځانګړو شبکو په مټ په غير قانوني توګه وباسي، لکه څنګه چې یې، د افغانستان په پنځه څلويښت کلنه جنګي فضا کې ډېر ارزښتناک معادن ووېستل.

 

دا کار غربيان ځکه کوي، چې د همدې توکو قانوني پروژې اوږدمهاله ستراتېژۍ او همېشنی ډاډمن امنيت غواړي، ځکه خو غرب تل په اسيا کې نا امنيو ته کار کوي چې له همدې پروژو يوه پروژه داعشي پروژه هم ده، چې په لوړه کچه د سيميزو نا امنيو په رامنځته کولو کې ورڅخه کار اخيستل کېږي او په عين حال کې د نا امنيو پړه پر ځينو نورو اسيايي هېوادونو غورځوي.

 

د دې ادعا ښه ثبوت دادی، چې په دې وروستيو کې د داعش مرکزونه، د غرب په ځينو مستعمره هېوادونو کې ليدل کېږي او هغوی ورته په لویه کچه کار کوي!

هرماس الافغاني
Exit mobile version