داعش خوارج؛ د بقا په لټه کې! (۴)

مبارز هروي

#image_title

داعش خوارج د رښتيني مسلمانانو له لوري د رد کېدو او د مسلمان سوداګرو او پانګوالو له خوا د مالي او اقتصادي ملاتړ د نشتون له امله؛ نورو لارو او منابعو ته مخه کړه، چې تر ټولو مهم یې د عراق او شام د نفتو پلورل وو.

هو! د داعش غير اسلامي دولت د سني مېشتو ښارونو تر واک لاندې کولو وروسته؛ ځان د دغو سيمو برحقه واکمن ګڼلی و او ټولې مالي سرچينې، چې د مسلمانانو د بيت المال برخې بلل کېدې؛ د خپلو باطلو او ناجایزو موخو لپاره پلورلې.

په دې ياداښت کې به د لاندې ټکو يادونه وکړو:
١_ د نفتو د استخراج سيمې
٢_ د داعش عوايد له دې لارې
٣_ د داعش د نفتو پېرودونکي

* د داعش تر ټولو مهم او اساسي د نفتو ډګرونه:

د داعش تر ټولو مهم او اساسي د نفتو ډګرونه په سوريه کې دوه ډګرونه «کونیکو» او «التیم» وو، چې د ديرالزور ښار په لوېديځ او شمال لوېديځ کې د سوريې په ختيځ کې موقعيت لري.

په عراق کې د داعش تر ټولو مهم د نفتو ډګرونه «النجمه» او «القياره» ګڼل کېدل؛ سربېره پر دې نور واړه او فرعي ډګرونه هم موجود و، لکه «الورد» ډګر؛ د البوکمال په ښار کې د سوريې او واړه د نفتو ډګرونه چې د موصل په لوېديځ او د تل‌الرمان ښارګوټي ته نژدې ځای پر ځای شوي و.

• د نفتو له پلورلو د داعش عوايد:

د امریکا د مالیې وزارت د اعلاميې له مخې، داعش يوازې په ۲۰۱۴ کال کې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر خام نفت او د پیتروشمي محصولاتو په منځګړيتوب پلورلي دي.

د امریکا د ماليې وزارت چارواکي، ادم زوبين، هم په يو راپور کې ويلي و، چې دغه ډله د خامو نفتو د سوداګرۍ له لارې تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو زيات عوايد ترلاسه کړي دي.

په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې، د فایننشال ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د ځايي منځګړو او انجنیرانو د اټکلونو پر بنسټ راغلي، چې داعش د سوریې او عراق په هغو سیمو کې چې تر واک لاندې یې وې،؛ د خامو نفتو تولید شاوخوا ۳۴ تر ۴۰ زره بېرله په ورځ کې و.

همدارنګه په دې راپور کې ويل شوي، چې د دغو سيمو د تولید شویو نفتو هر بېرل د ۲۰ څخه تر ۴۵ ډالرو پورې پلورل کېده، چې له دې لارې د دغې ډلې عوايد په منځني ډول د ورځې ۱.۵ میلیونه ډالر اټکل شوي و.

• د داعش د نفتو مهم پیرودونکي:

د داعش د نفتو تر ټولو مهم پېرېدونکي سوریه او ترکیه وه؛ هو! د داعش خوارج د بشار الاسد د رژیم سره د ښکاره دښمنۍ او د مجاهدینو سره د خونړیو جګړو سره سره، په پټه کې یې د اسد د رژیم سره تر ټولو لوی تجارت شریک و.

د هغه ظالم رژیم چې د شام د زرګونو بې‌ګناه سنيانو وينې توۍ کړې؛ اوس د داعش د نفتو له برکته له مخکې څخه ډېر قوي شوی.

په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې، نړیوالو بندیزونو د اسد د رژیم او داعش ترمنځ د همکارۍ پر وړاندې تر بل هر وخت زیاته ټاپه ولګوله؛ په دغه کال کې د امریکا د مالیې وزارت لس منځګړي چې څلور سوداګر او شپږ شرکتونه پکې شامل و؛ د داعش او د اسد د رژیم ترمنځ د نفتو د معاملې د ملاتړ او منځګړیتوب له امله په تور لیست کې شامل کړل.

ترکیه هم د داعش د نفتو يوه لویه پېرودونکې وه؛ داسې چې د روسيې د دفاع وزارت مرستيال، اناتولي انتونوف په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې په مسکو کې وويل:
“د داعش له خوا د سوریې او عراق څخه د غلا شويو نفتو اصلي پېرودونکې ترکیه ده.”

د عراق هغه مهال لومړي وزير، حیدر العبادي، هم د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر اشتاین مایر، سره په کتنه کې ترکیه د هغو نفتو اصلي پېرودونکې وبلله؛ چې داعش خوارجو له عراق او سوریې قاچاق کول.

دا د مسلمانانو د عامه شتمنيو د لوټ يوه کوچنۍ بېلګه وه، چې د داعش خوارجو لخوا د دوی د جنګي ماشين د پرمختګ او اسلام ته د زيان رسولو لپاره کارول کېده.

عاصم جلال
Exit mobile version