د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! دوه پنځوسمه برخه

حارث عبیده

الله تعالی په هر څه پوه او عالم دی؛ په ځمکه او آسمانونو کې هېڅ شی ترې نه شي پټېدای. هغه د انسان د پټو او ښکاره کارونو ټولو ته پوه دی او پرې خبر دی. وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا (الطلاق: ۱۲)
او بې‌ له شکه الله تعالی هر شی په خپل علم کې رانغښتی دی.

الله تعالی د انسانانو عملونه د ملايکو په واسطه په داسې کتاب کې ثبتوي چې لوی او کوچني هر شی پکې په حساب سره ثبت وي، او په مناسب وخت کې هغه افشا کوي، الله تعالی خپل بنده‌ګان د کارونو له لارې ازمويي، دا ازموینه په داسې چارو کې وي چې د انسان خوښه نه وي، خو د همدې ازموینو له لارې د انسانانو اصلیت څرګندېږي، چې څوک د الله تعالی په پرېکړو راضي کېږي او ځان ورته سپاري، او څوک بې‌صبري کوي او له نېکمرغۍ پاتې کېږي.

هغه څوک چې په هر حال کې د الله تعالی اطاعت کوي، د هغه امرونه مني او یوازې الله ته پناه وړي، الله تعالی ورته توفیق او مرسته ورپه برخه کوي.

د سلطان محمد فاتح مهمې ځانګړنې

له دې مطالعې څخه موږ ته د سلطان محمد فاتح د رهبرۍ او شخصیت ځینې مهمې ځانګړنې را څرګندېږي، چې مهمې یې په لاندې ډول دي:

۱:- احتیاط
د سلطان محمد فاتح د شخصیت دا اړخ هغه وخت څرګند شو چې ده ګومان وکړ له عثماني بحري ځواکونو مشر بالطه اوغلي څخه د قسطنطنیې په کلابندۍ کې تېروتنه شوې یا یې په کارونو کې سستي کړې ده. سلطان محمد فاتح هغه ته پیغام واستاوه چې:
«یا خو دا کښتۍ قبضه کړه، یا یې له منځه یوسه، او که دا کار نه شې کولای، نو ژوندی مه راګرځه!»

بالطه اوغلي چې په خپله موخه کې بریالی نه شو، سلطان هغه له دندې لرې کړ او د هغه په ځای یې حمزه پاشا د بحري ځواکونو مشر وټاکه.

۲:- میړانه او زړورتوب
سلطان محمد فاتح به تل په جګړو کې پخپله برخه اخیسته او په خپله به یې په توره جګړه کوله، د بالکان په یوه جګړه کې د بوغدان حاکم استیفان له عثماني لښکر سره مخ شو. استیفان له خپل لښکر سره د ونو او بوټو ترمنځ پټ شوی و. کله چې اسلامي لښکر هلته ورسېد، نو دوی د ونو له منځه د توپونو په وسیله برید وکړ او اسلامي لښکر ته یې زیان ورساوه، نېږدې وه چې ماتې رامنځته شي، خو سلطان خپله زړورتیا وښوده.

هغه په چټکۍ سره له خطرناکې سیمې ووت او د پوځ سالار محمد طرابزوني ته یې وویل:
«ای غازیانو او مجاهدینو! د الله جل جلاله سرتېري شئ او خپل اسلامي غیرت څرګند کړئ!»

سلطان خپل ډال پورته کړ، توره یې راویسته، له آس یې ټوپ وکړ او د دښمن پر لور ورمخ شو. پوځیان هم ورپسې شول، جګړه یې وکړه، او دښمن یې مات کړ. دا جګړه د څاښت له وخته پیل شوه او د مازیګر تر مهال روانه وه، عثمانیانو د بوغدان پوځ مات کړ، استیفان په تېښته بریالی شو، او مسلمانانو ډېر مالِ غنیمت تر لاسه کړ.

۳:- پوهه او هوښیاري
د سلطان محمد فاتح د پوهې او هوښیارۍ څرګند مثال هغه پلان و چې د قسطنطنیې د کلابندۍ پر مهال یې جوړ کړ. ده خپلې کښتۍ له بشکطاش څخه تر زرین ښکر پورې د وچې لارې تېرې کړې. دا یوه سخته لاره وه چې لوړ غرونه او ژورې کندې یې لرلې، خو سلطان پرېکړه وکړه او کار یې پیل کړ.

لارې ته لرګي وغځول شول، پرې تېل او غوړي توی کړل، څو کښتۍ پرې وښویېږي. په ډېر لږ وخت کې دا لویه کارنامه بشپړه شوه. دا کار د هغه د ژور فکر، تېز عقل او قوي تدبیر څرګندونه کوي.

۴:- اراده او همت
سلطان محمد فاتح د قسطنطنیې پاچا قسطنطین ته لیک ورواستاوه او ترې یې وغوښتل چې ښار بې‌وجې د وینې تویېدو څخه وړاندې وسپاري.
ده ولیکل: «که ته ښار موږ ته وسپارې، نو څوک به له هېڅ ډول ستونزې سره مخ نه شي. څوک چې غواړي پاتې شي، ازاد دی، او څوک چې وغواړي ولاړ شي، مخه به یې نه نیول کېږي.»

خو قسطنطین د ښار له سپارلو انکار وکړ. سلطان په پوره عزم وویل: «سمه ده! نېږدې ده چې یا به مې په قسطنطنیه کې تخت وي، یا به مې په هغې کې قبر!»

کله چې د لرګیو څخه جوړه شوې خوځنده کلا د بیزنطنیانو لخوا وسوځول شوه، سلطان مېړانه له لاسه ورنه کړه، ویې ویل: «سبا به د دې په څېر څلور نورې کلاوې جوړوو!»
دا خبره د هغه د قوي ارادې، همت او د هدف په لور د نه ستړې کېدونکي عزم څرګندونه کوي.

Exit mobile version