داعش ته د تاجک اتباعو د تلوسې د ډېرښت لاملونه!

فرهاد فروتن

#image_title

څه وخت وړاندې د ا.ا.ا ویاند په یوه بیانيه کې، د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې، د داعش ترهګرې ډلې د هغو مهمو غړو د نیولو اعلان وکړ، چې د سنبلې په دوولسمه يې د تعقيب او نظارت عمومي ریاست پر کارمندانو د برید پلان چمتو او تطبيق کړې و.

په خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې د تاجکستان یو تبعه، چې د داعش له خوا په ځانمرګي برید کې د کار اخیستو په موخه ساتل شوی و؛ د دغه برید د طراح له پټنځای څخه له چاودېدونکو توکو او پوځي مهماتو سره یو ځای ژوندی نیول شوی دی.

په زړه پورې خبره دا ده، چې نیویارک ټایمز د کارپوهانو په حواله ادعا کړې، چې د خراسان داعش له نیمایې څخه زیات سرتیري تاجک اتباع دي.

د دغه راپور له مخې، له ۲۰۱۴ مېلادي کال څخه تر ۲۰۱۹ مېلادي کال پورې شاوخوا دوه زره تاجکان په سوریه او عراق کې له داعش سره یوځای شوي دي؛ خو د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د بریدونو له امله، په عراق او سوریه کې د داعش له ماتې وروسته؛ د تاجکستان سلګونه جنګیالي د داعش خراسان څانګې ته ورغلي دي.

اوس دلته دا اساسي پوښتنه راپورته کیږي، چې ولې تاجک اتباع په خراسان کې له داعش سره یوځای کیدو ته لیواله دي؟ د کومو عواملو په اساس له دې تکفیري_تروریستي ډلې سره یوځای کیږي؟

کارپوهان وايې، په خراسان کې له داعش سره د ځینو تاجکانو د یوځای کېدو اصلي عوامل؛ په تاجکستان کې بې‌وزلي، استبداد او مذهبي محدودیتونه دي.

د بې‌وزلۍ په اړه باید زیاته شي، چې تاجکستان د لس میلیونه نفوس په درلودلو سره د منځنۍ اسیا یو له بې‌وزلو هېوادونو څخه شميرل کيږي، چې سلګونه زره وګړي یې د ژوندانه د تېرولو لپاره بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې ته کډه شوي دي.

د شمېرو له مخې له دوه میلیونو ډېر نارینه کارګران له تاجکستانه بهر ژوند کوي.

په همدې حال کې، روسیه د تاجک کارګرانو لومړنی ځای دی؛ چې پراخ تبعیض، کم معاش، انزوا او ځینو نورو شیانو د افراطي اسلامپالو د جذب لپاره زمینه پکې برابره کړې ده، له همدې امله؛ تاجک اتباع په خراسان کې له داعش سره یو ځای کیږي، ترڅو لا ښه معاش ترلاسه کړي.

د داعش له ډلې سره د تاجکستان د اتباعو د یو ځای کیدو د تمایل دوهم عمده عامل دیکتاتوري ګڼل کیږي؛ په دې برخه کې باید وویل شي، چې تاجکستان له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۷ مېلادي کلونو پورې، د اسلامي ازادۍ غورځنګ ګوند سره په کورنۍ جګړه کې ښکیل و.

که څه هم دا جګړه د دې ګوند له لورې پای ته ورسېده؛ خو ياده ډله د یوه افراطي سازمان په توګه وپېژندل شوه او په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې غیر قانوني اعلان شوه او مشران یې ووژل شول، بندیان شول او یا جلاوطن شول.

د تاجکستان اوسنی ولسمشر امام علي رحمان له ۱۹۹۴ مېلادي کال راهیسې په واک کې دی، په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې، هغه د ټولپوښتنې په لاره اچولو سره، اساسي قانون تعدیل کړ او ځان یې د تل لپاره ولسمشر کړ.

د راپورونو له مخې تاجکستان لږ تر لږه ۱۰۰۰ سیاسي بندیان لري او روسیې په تاجکستان کې د لږ تر لږه ۷۰۰۰ پوځیانو په شتون سره د رحمان واکمني تقویه کړې ده.

خو دیني محدودیت بل عامل دی، چې د دې هیواد ځوانان یې د الهي او اسلامي احکامو او قوانينو له سمې زده کړې څخه بې‌ برخې کړي دي؛ تاجکستان له اسلامپالو سره د مقابلې لپاره عملي او سمبولیک ګامونه پورته کړل، د اسلامپالو له نیولو او ځپلو يې نیولې؛ بیا په عام محضر کې د ښځو د حجابونو له څيرې کولو او د ځوانانو د ږیرو تر خرېيلو پورې.

د دیني چارو د تنظیم، د عباداتو، جشنونو، مذهبي مراسمو د ترسره کولو، د جوماتونو د جوړولو او د دیني کتابونو د چاپ د څارنې په برخه کې یې یوه ځواکمنه کمېټه فعاله کړې ده.

په تاجکستان کې له اتلس کلونو کم عمره هلکان او نجونې په جوماتونو کې له لمانځه څخه منع کېږي او په کور کې ډله‌ییزې مذهبي زده کړې هم منع دي.

دې ټولو عواملو د داعش له تکفیري_ترهګرې ډلې سره د تاجکستان د وګړو د لېوالتیا په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی.

عاصم جلال
Exit mobile version