داعش خوارج؛ د تېر او اوس ترمنځ!

ابو اسامه خراساني

#image_title

داعش خوارج د خپل جعلي خلافت د پیل په شېبو کې وتوانېد چې د پراخو تبليغاتو او ناپوهه مسلمانو ځوانانو له احساساتو په ناوړه ګټه اخيستلو سره، ګڼ شمېر کسان ځان ته را جلب کړي.

په هغه وخت کې ډېر کسان چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د مسلمانانو د بدبختۍ حالت ليدلی و او د دې وضعيت څخه د وتلو لپاره د یوې لارې په لټه کې و؛ د داعش خلافت اعلان یې د امت د حالت د ښه کېدو لپاره يو فرصت ګڼلی و، له همدې امله، د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د دوی سره يوځای کېدو ته چمتو شول او ډېرې ډلې د داعش د جعلي خلافت جبهې ته ملحقې شوې.

خو د وخت په تېرېدو سره، د خوارجو له څېرو څخه د نقاب په غورځېدو او د دوی اصلي ماهیت څرګندېدو سره، نور ډېر لږ خلک شته چې د داعش خوارجو سره يوځای شي او د هغوی په صف کې ودرېږي.

خو بیا هم، اوس یو کم شمېر کسان شته چې د خوارجو جامې یې اغوستې او په غوښتلي یا نا غوښتلي توګه د کفري نړۍ د ګټو لپاره خپل ځانونه قربانوي، دا کوچنۍ ډله، چې ډېری یې د دین په اړه جاهل او د تورو او ناوړه سابقو لرونکي دي؛ له یوې ګمراهۍ څخه بلې ته قدم اخلي.

په تېر وخت کې ډېرې داسې پېښې شوې دي چې د داعش د غړو د ناوړه تاريخ کيسې کوي؛ د بېلګې په توګه، د داعش خراسان اوسنی مشر، ثناءالله غفاري یادولی شو؛ په داسې حال کې چې ځان د داعش خراسان مشر بولي، په تېر کې د امرالله صالح ځانګړی محافظ وو.

په روسیه کې هم کله چې په یو زندان کې د يرغمل کولو عملیات وشول او په پای کې یې عاملین ووژل شول، داعش خوارجو د دې برید مسؤلیت ومانه، د څېړنو وروسته معلومه شوه چې هغوی مخکې د مخدره توکو د توزيع او قاچاق په جرم نیول شوي وو.

څو ورځې مخکې د امریکا عدلیې وزارت اعلان وکړ، چې یو ۲۷ کلن افغان د ولسمشرۍ د ټاکنو د ورځې د برید په تړاو نیول شوی دی، ان بي سي نیوز د دوو امریکايي چارواکو په وینا لیکلي؛ چې نصير احمد توحیدي تېره دوشنبه په اکلاهوما ایالت کې د اف بي آی لخوا وروسته له هغه ونیول شو، چې د ټاکنو د ورځې د برید لپاره یې دوه میله کلاشینکوفونه او مرمۍ له ځان سره اخیستې وې.

اصلي قضیه دا ده؛ چې دا کس هم د نورو غولول شويو خوارجو سرتېرو په څېر، د امریکایي رسنيو د ادعا له مخې، مخکې له دې چې امریکا ته ولاړ شي؛ په افغانستان کې د سي آی اې سره دنده ترسره کوله او په ۲۰۲۱ مېلادي کال، د سپټمبر په میاشت کې، د امریکا استخباراتو هغه له خپلو زرګونو جاسوسانو او جنګیالیانو سره يو ځای له افغانستان څخه پورته کړ.

دا پېښه او نورې هغه خبرې چې ذکر شوې؛ د داعش د غړو اصلیت په ډاګه کوي او ویلی شو چې نړیوالې استخباراتې شبکې د داعش په رأس، جوړښت او فعالیتونو کې په پراخه کچه شتون لري.

دا یوه داسې ډله ده، چې کړنې یې خلګ؛ د دوی د مسیر له منلو مخکې پوهوي، چې د اسلامي أمت لپاره یو لوی خطر دی او باید له دې ګمراه ډلې څخه ځانونه وساتل شي.

عاصم جلال
Exit mobile version