د تیارو لښکر؛ د داعش پېژندنه! دریمه برخه

زاهد جمال

د داعش مالي سرچینې او اقتصادي سیسټم

داعش، د یوویشتمې پیړۍ یو له خورا پیچلو او ویجاړونکو افراطي سازمانونو په توګه، یوازې په وسلو نه، بلکې په یوه ویجاړونکي اقتصادي سیسټم سره هم خپل حیات ته دوام ورکړ، دې ډلې د دودیزو او عصري میتودونو په ترکیب سره، وکولی شول چې نړۍ کې په یوه بډایه افراطي ډلو بدله شي.

د داعشي خوارجو ستر عایدات د تیلو پلورلو، د بانکونو لوټلو، اخاذیو، انسان‌تښتولو او د لرغونو آثارو قاچاق څخه ترلاسه کیدل؛ خو دا شتمني د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره نه، بلکې د تاوتریخوالي او وېرې د پراختیا لپاره کارول کېده، داعشي خوارجو په عراق او سوریه کې د تیلو د ساحو په کنټرول سره، هره ورځ میلیونونه ډالر عاید درلود، خو دا شتمني د پرمختګ پر ځای، د وسلو پیرلو او هغو بهرنیو جنګیالیو ته د معاشونو ورکولو لپاره کارول کېده چې په پوچو وعدو سره د دې ډلې په دام کې راغلي وو او له قتل، لوټ او ویجاړۍ یې پرته بله لاره نه درلوده.

د عصر د خوارجو د اقتصادي سیسټم یوه له ځانګړو ځانګړتیاوو څخه، د دې ډلې دوه ګونی مالي جوړښت و؛ له یوې خوا، دې ډلې د یو دولت په څېر عمل کوه او له اشغال شویو سیمو څخه یې له خلکو مالیات او تعرفې اخیستلې او له بلې خوا، د یوې مافیایي شبکې په څېر د تیلو قاچاق، د ښځو او ماشومانو پلورلو او حتی د وژل شویو کسانو د جسدونو په معامله کې هم ښکیل وه.

افراطي داعشیانو د یو غیر رسمي مالي سیسټم په رامینځته کولو سره، لوټ شوي پیسې د تور بازارونو او غیر قانوني بانکي شبکو له لارې پاکولې او نړیوالو حسابونو ته یې لیږدولې، دې ډلې حتی د پیسو او جعلي پاسپورټونو چاپول هم پیل کړل ترڅو د خپل «دولتوالي» ادعا پیاوړې کړي، خو په حقیقت کې، دا کړنې یوازې یوه بې بنسټه او وهمي ننداره وه چې د قدرت احساس څخه راپورته شوې وه؛ هغه قدرت چې له څو ورځو پرته ډیر دوام ونه کړ.

باید ونه ویل شي چې د افراطي داعش د اقتصاد یوه له خورا کرکجنو اړخونو څخه چې د اسلامي خلافت وهم یې په سر کې درلود، د انسانانو تجارت و.

دې بدمرغه ډلې په زرګونو ښځې او ماشومان له مذهبي اقلیتونو څخه، په ځانګړې توګه ایزدیان، غلامان کړل او دوی یې د غلامۍ په بازارونو کې په لوړه بیه وپلورل، حتی د قربانیانو د بدن غړي هم د یوه ګټور توکي په توګه معامله کیدل. دا سازمان شوي جنایتونه نه یوازې د داعش وحشت څرګندوي، بلکې دا هم ثابتوي چې دا ترهګره ډله، حتی د انسان له لومړنیو اصولو څخه هم بې خبره ده.

دا ناوړه اعمال او کړنې له هغو کسانو څخه چې د اسلامي خلافت او عدالت د ټینګښت ادعا کوي، په بشپړ ډول لرې دي، خو د دې عصر د خوارجو چلند او کړنې په ښه توګه ثابتوي چې دا خلک د اسلامي خلافت او عدالت د ټینګښت په لټه کې نه دي، بلکې د اسلام له نقاب او پوښښ څخه د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي او ګران اسلام په نړۍ والو سترګو کې وحشي، ویجاړونکی، قاتل او غارتګر ښيي.

د داعش خوارجو د «اسلامي اقتصاد» د رامینځته کولو له ادعاوو سره سره، دا ډله په حقیقت کې یوه غارتګر ماشین و چې هیڅ ډول تولید یا خدمات یې نه وړاندې کول، د داعش تر کنټرول لاندې سیمو زیربنا په چټکۍ سره له منځه لاړه او خلک د اوبو، بریښنا او درملو له کمښت سره مخ شول.

بالاخره ویلی شو، د داعش اقتصادي سیسټم هم د هغې د ایډیالوژۍ په څېر، د وېرې او ویجاړۍ په اساس ولاړ و چې په سقوط محکوم وو، نن که څه هم داعش خپله ډیره برخه خاوره له لاسه ورکړې، خو د هغې پاتې شوي اقتصادي زخمونه لا تر اوسه نه دي روغ شوي.

Exit mobile version