داعش؛ کوم شریعت وړاندې کوي؟ دویمه برخه

اسامه حقاني

د امت یووالی تر ټولو ستر لومړیتوب دی؛ الله تعالی جل‌جلاله په قرآن عظیم‌الشان کې پرې ټینګار کړی او له وېش او تفرقې څخه یې کلک منع کړې ده: «وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا»
ټول د الله متعال جل‌جلاله رسۍ کلکه ونيسئ او تفرقه مه اچوئ. (آل‌عمران: ۱۰۳)

رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم هم په مدینه منوره کې د خپلو صحابه‌وو ترمنځ د ورورولۍ اړیکه ټینګه کړه، مهاجرین او انصار یې سره وروڼه وګرځول؛ لکه څنګه چې یې فرمایلي دي: «المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضًا»
مؤمن د بل مؤمن لپاره د داسې ودانۍ په څېر دی چې برخې یې یو بل ټینګوي. (بخاري او مسلم)

رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ښه درک کړې وه چې تر هغه وخته چې د مسلمانانو ترمنځ یووالی ټینګ نه وي، نه بریا ترلاسه کېدای شي او نه د فتوحاتو دروازې پرانیستل کېږي.
مګر خوارجو تل د مسلمانانو دا یووالی مات کړی او د هغه څه پر وړاندې یې د مخالفت لاره غوره کړې چې د رسول‌ الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په شریعت کې پرې ټینګار شوی دی. ایا داسې ډله کولای شي د امت استازیتوب وکړي او د داسې خلافت دعوه وکړي چې باید د بشریت لپاره د سولې او آرامۍ سرچینه وي؟ هېڅکله نه.

اسلام داسې خلک لري چې وینا او کړنه یې یو شان وي. کله چې صلیبیانو پر اسلامي خاورو یرغل وکړ، اسلامي امارت هڅه وکړه چې د امت یووالی وساتي او مسلمانان یو د بل پر وړاندې ونه درېږي، بلکې صفونه سره یو کړي او دښمن ته ماتې ورکړي. هغه څه چې یې ادعا کړې وه، په عمل کې یې ثابت کړه او صلیبي ځواکونه یې د افغانستان له خاورې وایستل. برخلاف، د خوارجو په څېر داعش ډلې دا یووالی له منځه یووړ او مسلمانان یې خپلمنځي جګړو ته اړ ايستل.

تر ټولو لوی ګوزار چې داعش د اسلامي امت پر وجود وارد کړ، دا و چې د بیعت په اعلان او د خلافت په دعوې سره یې د مسلمانانو صفونه ووېشل، په داسې حال کې چې اسلامي امارت د امت چارې په سمه توګه سمبالولې. په اسلامي شریعت کې، د یو امیر په شتون کې د بل چا لپاره د امارت دعوه کول جایز نه دي؛ لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي دي: «إذا بويع لخليفتين فاقتلوا الآخر منهما»
که چېرې دوو خلیفه‌ګانو ته بیعت وشي، نو دویم یو څنګ ته کړئ. (روایت مسلم)

ایا داعش د ملا عمر مجاهد رحمه‌الله د نظام له لوري کوم داسې د اسلام خلاف عمل لیدلی و چې هغه یې تکفیر کړ؟ هېڅکله نه. هغه داسې شخصیت و چې نه یوازې مسلمانان پرې ویاړي، بلکې د نړۍ شنونکي او استخباراتي بنسټونه هم د هغه جګړې د اسلامي عقیدې له سرچینې راولاړې بللې دي.

بریتانوي خبریاله او پخوانۍ اسیره، ایوان ریډلي، وایي:
سره له دې چې لوېدیځ هغه یو ظالم کس باله، خو د هغه په نظام کې له بندیانو سره چلند د قرآن عظیم‌الشان د لارښوونو پر بنسټ و. کله چې زه د هغه له سادګۍ او عدالت څخه خبره شوم، زما لیدلوری په بشپړ ډول بدل شو.

اوس هم د هغه په اړه ګڼ تحلیلونه او لیکنې د نړۍ په کچه خپرې شوې دي. څنګه کېدای شي چې یو دښمن د یوه کس پر عدالت اعتراف وکړي، خو یو مسلمان د هغه پر وړاندې بې‌ادبي وکړي او د هغه نظام تکفیر کړي؟ ایا دا نه ښيي چې داعش خپله د اسلام له اصولو او سرې کرښو اوښتی ده؟
داعش د خلافت تر اعلان وروسته هم آرام پاتې نه شو او تر هغه یې فتنې ته دوام ورکړ، څو چې د اسلام د دښمنانو موخې پوره کړې. په داسې حال کې چې مجاهدین کلونه د افغانستان د آزادۍ او د مسلمانانو د عزت د دفاع لپاره د امریکا پر وړاندې په جهاد بوخت وو، داعش د اسلامي امارت پر ضد نوې جبهه پرانېسته او مسلمان ځواکونه یې خپلمنځي جګړې ته راکاږل.

دغه کار د مجاهدینو کلونه ځواک او تمرکز ضایع کړ او په پایله کې هغه جګړه چې کېدای شوه لنډه وی، اوږده شوه. شل کاله تېر شول؛ هغه غشي چې باید د اسلام د دښمنانو پر لور ویشتل شوي وای، د مسلمانانو پر لور ګوزار شول. د اسلام پخوانیو دښمنانو کلونه د مسلمانانو د اختلاف هیله لرله او داعش دغه هیله پوره کړه.

په پای کې ویلای شو، هر هغه څه چې په محمدي شریعت کې پرې ټینګار شوی، داعش د هغه پر خلاف عمل کړی دی. هغه شریعت چې داعش یې ادعا کوي، له هغه شریعت سره چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم بشریت ته راوړی، څرګند او ژور توپیر لري.

Exit mobile version