د يهودانو د ناوړو صفاتو په لړۍ کې، په دې برخه کې به د هغوی يو بل مهم او خطرناک صفت بيان کړو.
۱۱- د فاسدو اعمالو پر وړاندې چوپتيا او د امر بالمعروف نهی عن المنکر پرېښودل:
د هغو ناوړو کړنو له جملې څخه چې يهودو په ځانګړي ډول د هغوی د علماوو تر منځ رواج درلود، دا وه چې هغوی به د منکراتو او فاسدو اعمالو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ستره فريضه به يې پرېښې وه.
د دې صفت د وضاحت لپاره د قرآن کريم آيتونو او احاديثو ته نظر کوو: الله جل جلاله په قرآن کريم کې فرمايي:
﴿لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ … كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ﴾ (المائدة: 78-79) ژباړه: د بني اسرائيلو هغه کسان چې کافران شوي وو، لعنت پرې شوی و، ځکه هغوی به يو بل له بدو کارونو څخه نه منع کول.
د دغه آيت تر تفسير لاندې علامه قرطبي رحمه الله داسې فرمايي:
قوله تعالى: كانوا لا يتناهون أي: لا ينهى بعضهم بعضا، لبئس ما كانوا يفعلون، ذمٌّ لتركهم النهي.
ژباړه: د الله تعالی دا وينا (كانوا لا يتناهون) يعنې هغوی يو بل له منکراتو څخه نه منع کول، او (لبئس ما كانوا يفعلون) يعنې ډېر بد کار و چې هغوی به کاوه؛ نو دوی ځکه وغندل شول چې د نهی عن المنکر فريضه يې پرېښې وه.
حضرت امام ابو داود رحمه الله په خپل کتاب کې د دې مسئلې اړوند يو حديث نقل کړی دی:
عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: إن أول ما دخل النقص على بني إسرائيل كان الرجل أول ما يلقى الرجل فيقول يا هذا اتق الله ودع ما تصنع فإنه لا يحل لك، ثم يلقاه من الغد فلا يمنعه ذلك أن يكون أكيله وشريبه وقعيده، فلما فعلوا ذلك ضرب الله قلوب بعضهم ببعض.
ژباړه: د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: په بني اسرائيلو کې د فساد او کمزورۍ پيل داسې وشو، چې يو سړي به بل ته ويل: ای فلانه! له الله ووېرېږه او دا کار پرېږده، ځکه دا درته روا نه دی؛ خو بيا به سبا ورسره مخ کېده او دا به يې نه منع کاوه چې له هغه سره کښېني، يو ځای خوراک وکړي او ملګرتيا ورسره وساتي. کله چې هغوی همداسې وکړل، نو الله تعالی د هغوی زړونه يو پر بل واړول (يعنې اختلاف او بې اتفاقي يې پيدا کړه).
د يهودانو دغه صفت يوازې په تيرو اقوامو کې نه و، بلکې په همدې زمانه کې هم دا ځانګړنه په هغوی کې ليدل کېږي. له همدې امله، دوی په خپل منځ کې ريښتينی اتفاق نه لري. که څه هم ځينې خلک داسې ګومان کوي چې هغوی متحد دي، خو دا خبره سمه نه ده. الله تعالی فرمايي: تحسبهم جميعا وقلوبهم شتى، يعنې تاسې ګومان کوئ چې هغوی يو دي، خو د هغوی زړونه سره بېل دي.
خو د يهودو پر خلاف، الله تعالی د مؤمنانو صفت داسې بيان کړی چې هغوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فريضه ترسره کوي:
﴿وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ … يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ﴾ (التوبة: 71)
ژباړه: مؤمن نارينه او ښځې يو د بل ملاتړي دي، نېکۍ ته بلنه ورکوي او له بدۍ څخه منع کوي.
