د پاکستان پوځي رژیم حقیقت، د تاریخ په اوږدو کې! شپږمه برخه

ډاکټر همام خان

په دویمې نړیوالې جګړې کې د پاکستاني پوځ رول

دویمه نړیواله جګړه په اصل کې د لومړۍ نړیوالې جګړې دوام و، خو دا ځل عثماني خلافت د نړۍ پر نقشه شتون نه درلود. په دې جګړه کې د متحدینو اساسي موخه دا وه چې د اډولف هټلر تر مشرۍ لاندې د جرمني فتوحات ودرول شي، ځکه هغه په منظم ډول هڅه کوله چې د لومړۍ نړیوالې جګړې ماتې غچ واخلي. د هټلر ځواکونو په ډېر لنډ وخت کې پر پولنډ، چکوسلواکیا، هالینډ، ډنمارک، اتریش او هنګري له کوم خاص مقاومت پرته خپله ولکه ټینګه کړه.

په دې حساس وضعیت کې، چې نږدې ټوله اروپا د جرمني تر ولکې لاندې د تللو له ګواښ سره مخ وه، برتانیا یو ځل بیا پرېکړه وکړه چې د شاهي هندي پوځ له خدمتونو ګټه واخلي. هندي سرتېرو هم د “فریضې” دې بلنې ته لبیک ووایه، او تر ۱۹۴۵م کال پورې یوازې له لوېدیځ هند څخه د دې جګړې لپاره اته لکه (۸۰۰٬۰۰۰) نوي سرتېري جذب شول.
سربېره پر دې، له ټول هند څخه په دې جګړه کې د ګډون کوونکو پوځي او ملکي کسانو له ډلې څخه نږدې درېیمه برخه د “پنجاب پوځي قومندانۍ” له لوري برابره شوې وه.
په لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه کې د شاهي هندي پوځ همدې بې سارې “قربانۍ” آن د برتانوي پوځ رهبري هم حیرانه کړه، او دا خبره د هغوی په نزد یو منل شوی حقیقت وګرځېدله چې تر دې زیات باوري پوځ موندل ناشونې ده.

له همدې امله، د پاکستاني پوځ د تاریخ نامتو لیکوال او تاریخپوه سټیفن پي کوهن لیکي:
«د سویلي اسیا د امنیتي چارو سره تړلي نږدې ټول برتانوي پوځي جنرالان د د هند وېش له تصور څخه ناخوښ وو، د هغوی په اند، پخوانی هندي پوځ چې نږدې دوه سوه کاله یې شتون درلود، په دوو لویو جګړو او ګڼو کوچنیو نښتو کې خپله وړتیا ثابته کړې وه (نو له دې څخه لاس اخیستل په بشپړ ډول تاواني معامله ده).»
(سید احمد شهید اور ان کی تحریک مجاہدین، مخ: ۳۶۲)

هندي سرتېرو د څه لپاره جګړې کولې؟

ښکاره خبره ده چې په لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه کې هندي سرتېري نه د کوم دیني غیرت او نه هم د ملي مینې له مخې ګډون کړی و، او نه یې د جهاد د جذبې یا د شهادت د شوق له امله د جګړې ډګر ته ځانونه رسولي وو.
د هغوی پر وړاندې اصلي انګېزه هماغه وه چې په ۱۸۵۷م کال کې یې د مسلمانانو پر ضد جګړې ته هڅولي وو؛ او د دې خبرې یادونه یو انګریز لیکوال په دې ټکو کړې ده:
«یوازې د څو پیسو په بدل کې دا دا کرايي سرتېري زموږ سره کلک ولاړ وو! »

د ۱۸۵۷م کال د جهاد تر ځپلو وروسته، انګرېزانو هغو کسانو ته چې له جهاد څخه بې‌پروا او د انګرېزي حکومت وفاداران وو، پراخې ځمکې ووېشلې. له هغه وروسته د انګرېزانو دا یو دوامداره تګلاره وه چې هر کال به یې یو شمېر ټاکل شوو پوځي افسرانو ته د هغوی د “غورہ کړنو” په بدل کې پنځه ـ پنځه سوه ایکړ (یو ایکړ تقریبا دوه جریب) ځمکه ورکوله.
له دې وروسته، د یو څه مودې په تېرېدو سره، انګرېزي حکومت د چناب، جهلم، لوئر باري دوآب او نیلم بار په زرغونو سیمو کې څلور سترې نهرې (اوبو لګولو) استوګنځي جوړې کړې، چې ځمکې به یې کلونه کلونه د برتانوي حکومت وفادارو پوځي او ملکي قشرونو تر منځ وېشل کېدې.

د یو محتاط اټکل له مخې، د دې پروګرام تر چتر لاندې ټولټال شاوخوا پنځه لکه (۵۰۰٬۰۰۰) اکړه ځمکه وېشل شوې وه. دا ځمکې به عموماً د ۹۹ کلونو لپاره په اجاره (لېز) ورکول کېدې. هغه پوځي چې ځمکه به یې ترلاسه کوله، اړ و چې له حکومت سره داسې تړون وکړي چې:
«پر ما لازمه ده چې همدا اوس او له دې وروسته تل د وفادارۍ چلند وښایم، او د هر ډول مصیبت او ګډوډۍ په مهال له حکومت او د هغه له چارواکو سره عملي مرسته وکړم، که چېرې سیمه‌ییز حکومت په هر وخت کې دا احساس وکړي چې زه دې شرط ته پابند نه یم، نو هغه دا واک لري چې دا تړون لغوه کړي او ځمکه بېرته واخلي.»

د وفاداريو په بیه اخیستل دغه دود ته په دوام ورکولو سره، د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د پنجاب ملکي ادارې داسې تګلاره خپله کړه چې دغه امتیازات د هغو افسرانو ترمنځ ووېشي چې په جګړه کې یې د پام وړ کړنې ترسره کړې وې. سربېره پر دې، په جګړه کې د ګډون کوونکي هر سرتېري مور او پلار ته د نغدو پیسو او نورو امتیازاتو په بڼه انعامونه ورکول کېدل، د سرتېرو کونډو ته د عادي حالاتو په پرتله ډېر لوړ تقاعد ټاکل کېده، او هر هغه څوک چې پوځ ته به جذبېده، د جذبېدو پر مهال به ورته پنځوس (۵۰) روپۍ بونس (جایزه/ تشویقي پیسې) ورکول کېدې. همدارنګه، هر هغه کس چې څومره ډېر خپلوان پوځ ته داخلول، همغومره به یې په مالیاتو کې زیات تخفیف ترلاسه کاوه.

همدارنګه، هر هغه خان، ملک یا نواب چې قوم یې د جګړې پر مهال زیاتې وفادارۍ ښودلې، نو هماغومره ستر جایداد/ ځمکه او القاب به ورته ورکول کېده. سره له دې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د وژل شویو او معیوبو هندي سرتېرو شمېر لکونو ته رسېدلی وو او هغوی له خورا سختو حالاتو سره مخ شوي وو، خو بیا هم د دویمې نړیوالې جګړې پر وخت د همدې ناچیزو دنیوي شتمنیو په خاطر د هند لکونه سرتېري یو ځل بیا د برتانیې د دفاع لپاره د جګړې ډګر ته راودانګل.

نو ځکه، تنخوا، ترفیع، ځمکه او تقاعد هغه بنسټیز محرکونه وو چې د همدې تمې او لالچ له امله هندي پوځ شاوخوا یو نیم تر دوه سوه کاله د خپلو برتانوي بادارانو خدمت ته دوام ورکړ. همدارنګه، په همدې پوځ کې تر ټولو څرګند او مهم رول د «پنجاب قوماندې» ادا کړ، چې د خپلې بې‌سارې وفادارۍ له امله ورته د «برتانوي راج ښی لاس» یا «د برتانوي راج د تورې مټ» (Sword Arm of the British Raj) لقب ورکړل شو.

Exit mobile version