اوسني خوارج؛ که د موساد اُجرتي قاتلين! دوهمه برخه

ابومنصور الماتريدي

#image_title

په تېره برخه کې موږ دا ثابته کړه، چې د اوسني خوارجو (داعشیانو) بنسټ ګران هم يهوديان دي او د دوی په اشارو او د پلان مطابق خپل ورځني کارونه پر مخ بيايي.

د دې خبرې چې ” داعشیان د اسراییلو استخباراتي ادارو اجرتي قاتلين دي” د ثبوت يو عمده دليل دا هم دی، چې که موږ د دوی تاريخ وګورو؛ نو دوی همیشه په هغو خلکو بريدونه او عمليات تر سره کوي، چې هغه د اسلامی خلافت د بيرته را ژوندي کولو لپاره هلې ځلي کوي.

په عراق، شام او په ځانګړې توګه په افغانستان کې، دوی همیشه هغه منل شوي اسلامی او جهادي شخصیتونه هدف ګرځولي؛ چې کفري نړۍ ترې په لړزان وه او کفارو له دوی څخه دا ويره محسوسوله، چې دا خلک به بیرته اسلامي امت تېر برم ته ګرځوي.

کفارو د داسې شخصیتونو د له منځه وړلو لپاره؛ همدا تش په نوم د خلافت مدعیان چې په حقیقت کې د یهودیانو اجرتي قاتلان دي؛ استعمال کړل، د دوی پر مټ یې اسلامي امت د اسلامي خلافت څخه د محرومولو مکروه او خبيثې هڅې وکړې؛ چې تر يوه حده پکې بريالي هم شول.

درنو لوستونکو!
اوس تاسو قضاوت وکړئ، چې آیا داسې څوک چې هغه په عملي بڼه د اسلامي خلافت لپاره لوی خنډ واقع کيږي، تل هڅه کوي چې هغه نامتو شخصيتونه په شهادت ورسوي، چې هغوی د اسلامي خلافت د احیاء لوی داعیان او متحرکین شمیرل کيږي او بلې خوا ته د خپلو مکروه څېرو د پټولو لپاره صرف په خوله د خلافت، خلافت چغې وهي؛ آیا داسې کسان د خلافت د احیاء بنسټ ګران شمیرل کيږي او که د خلافت د له منځه وړلو قائدین دي؟

لازمه خبره ده، چې کوچني ماشوم هم دا درک کولي شي؛ چې داسې خلک چې عمل یې تل د قول خلاف دی، هېڅ کله هم په هغه څه کې رښتيني نه دي، چې دوی یې تش په خوله وايي.

هغه اسلامي تنظیمونه چې د احیاء خلافت لپاره یې خپل مال، ځان، اولاد او هر څه قربان کړل/کوي، په هغوی باندې تل د یهودي اجرتي قاتلانو له خوا بې ایمانه او بزدلانه بريدونه تر سره شوي دي.

عاصم جلال
Exit mobile version