په اسلام کې د جهاد فلسفه

پنځلسمه برخه
طاهر احرار

لسم اعتراض:
يوه ډله غازيان له غزا راوګرځېدل، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وويل: “قَدِمْتُم خَيرَ مَقْدَمٍ، و قَدِمْتُم مِن الجِهادِ الأصْغَرِ إلى الجهادِ الأكْبَرِ” تاسې له واړه جهاد پخير راوګرځېدی لوى جهاد ته، هغوى عرض وکړ: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم لوى جهاد څه دى؟
هغه مُبارک صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: “مجاهدة العبد هواه” جهاد د بنده له خپلو خواهشاتو سره.
دلته نبى کريم صلی الله علیه وسلم قتال ته جهاد اصغر او اصلاح النفس ته جهاد اکبر ويلى، نو معلومه شوه چې له قتال نه د نفس اصلاح بهتر ده.

۱: جواب
تر ټولو اول به د دې حديث متعلق د محدثينو نظر وڅېړو.
صاحب مختصر علامه محمد طاهر پټني رحمه الله فرمايي: هٰذٰا ضَعِيْفٌ دا روايت ضعيف دى.
(تذکرةالموضوعاة).

علامه شمس الدين الذهبي رحمه الله فرمايي: دا حديث نه دى، بلکې دا د ابراهيم ابن ابي عبلة قول دى. (إعلام النبلاﺀ) ج 6.

علامه محمود آلوسي رحمه الله فرمايي: د دې حديث کوم اصل نشته. (روح المعاني) ج 3

علامه ابن تيمه رحمه الله فرمايي: د دې حديث کوم اصل نشته.

۲: جواب
که چېرته دا حديث ومنل شي نو د قران کريم سره يې تعارض راځي.
(فضل الله المجاهدين بأموالهم وأنفسهم على القاعدين درجة)
( ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَٰهَدُواْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ ٱللَّهِ ۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَآئِزُونَ)

علامه محمد بن لطفي الضباع فرمايي: دغه پورتنى حديث اصل نه لري، ځکه په دې سره توهين د سنام الاسلام کيږي. (الاسرارالمرفوعة)

۳: جواب
د نبي عليه السلام په شتون کې د صحابه کرامو نفس اصلاح شوى وو.
حضرت عباده بن بشير رضي الله عنه د شپې پيره کوله، يو غشى پرې ولګېد له هغه وينه روانه وه، خو لمونځ يې قطع نکړ، بلکې په آرام يې تمام کړ. دا نو مجاهده د نفس نه وه؟

د حضرت معاذ رضي الله عنه په غزوه بدر کې لاس پرې شو، ترې زوړند وو او د جهاد په کولو کې مانع وو، له پښې يې لاندې کړ او پرې يې کړ. آیا دا نو مجاهده نفس نه وه؟
غزوه خندق کې ګڼ شمېر صحابه کرامو د نبى عليه السلام سره يو ځاى له لوږې په خيټو پسې تیږې تړلې وې آیا دا مجاهده د نفس نه وه؟

درې صحابه کرامو په خوله کې مرګ وو، تږي وو، خو بيا يې هم اوبه نورو ملګرو ته ورکړې، ترڅو په شهادت ورسېدل، آيا دا مجاهده د نفس نه وه؟

الله تعالىٰ د موږ ته په دين د صحيح عمل کولو توفيق نصيب کړي. آمین

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version