په اصل کې د افغانستان د اسلامي امارت له ویاړلي نظام سره د نورو فکري او مبارزاتي ډلو پرتله کول د منلو وړ نه دي؛ ځکه دا نظام په ديني او اسلامي لیدلوري سره منځ ته راغلی او په منظم پلان سره یې د سالمې حکومتدارۍ او نظامدارۍ په برخه کې ثابت ګامونه پورته کړي او لا یې هم اخلي.
د افغانستان د يو وګړي په توګه باید ومنو چې د اسلامي امارت نظام په دومره کچه ښېګڼې او وړتیاوې لري، چې هر حرکت او بله ډله باید دغه ویاړلی اسلامي نظام د خپلو پلانونو او هېواد د سمون لپاره يوه نمونه وګڼي.
په اصل کې د افغانستان اسلامي امارت د هغو تعاملاتو له کبله چې له خپلو دښمنانو او بدخواهانو سره یې لري، نړیوالو ته د پام وړ ګرځېدلي دي، هغه تعامل چې له تسلیم شویو او په پوره توګه سمبال مسلح دښمنانو سره یې نیولی، ټولې نړۍ یې په حیرت کړې ده.
بلې خوا ته که د داعش دغه ناوړه ظهور ته کتنه وکړو، په ښه توګه به پوه شو چې دا پدیده پرته له تباهۍ او بربادۍ بل څه نه لري، دوی د بشريت او انسانيت په اړه یو منفي نظر لري، خو د ا.ا.ا لیدلوری بيا د جوړونې او آبادۍ لیدلوری دی، د بل لوري د انسانانو عزت کوي او د هغوی لپاره چې د دوی تر سیوري لاندې ژوند کوي، د ښاریتوب حق پېژني او درناوی یې کوي.
هغه کسانو ته چې د دې هېواد تابعيت ولري، د ښاریتوب حق یې په رسمیت پېژني او په معتدل ليدلوري سره ټولو ته د اجتماعي هوساينې او ژوند زمينه برابروي.
په دې اړه چې داعش او هغوی چې په دې حرکت کې شامل شوي، باید دا مسايل په ښه توګه درک کړي او د افغانستان اسلامي امارت نظام د نظامدارۍ لپاره د ځان لپاره د يوې نمونې په توګه وګڼي.
لومړی ځانګړی صفت چې د افغانستان اسلامي امارت یې د نورو اسلامي او جهادي حرکتونو په پرتله زیات لري، په لوړه کچه زغم او تېرېدنه ده.
۱- زغم
زغم (تسامح) له سَمَحَ او سماحت څخه اخيستل شوی دی، نو له دې امله، زغم کېدای شي د آسانه نيولو او تېریدنې يا سخاوت او بښنې په معنی وي، په ټولنه کې زغم (تحمل) يعنې په پوهاوي او واک سره، او په پراخ زړه سره چلند کول.
د افغانستان اسلامي امارت په هغه تعامل سره چې غوره کړی یې دی، وکولای شول چې د افغانستان پر خاوره او د دې سياسي واحد د خلکو پر زړونو خپل واک ټینګ کړي.
له ځينو موضوعاتو څخه تېرېدنه او زغم د حکومتدارۍ یوه اړینه ځانګړنه ده چې په حقیقت کې دا اړينه ځانګړنه د اسلام په لومړيو وختونو کې هم موجوده وه او په تاريخي شواهدو کې ثبت او درج ده.
د ټولنیزو تېروتنو پر وړاندې سالم نظر او بښنه کله کله د دې لامل ګرځي چې د خلکو او واکمنانو ترمنځ دوه اړخيزه تعامل رامنځته شي، هغه تعامل چې په ټولنه کې د سولهييزې ګډې هستوګنې زمینه برابروي او د ټولنې د پرمختګ چټکتیا او د ټولنې تمدن جوړېدنې بهیر ګړندی کوي.
د اسلامي امارت دا ښکلی دریځ بايد د ټولو هغو ډلو لپاره یوه نمونه وګرځي چې په ډګر کې شتون لري.