مولوي عصمت الله عزام
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم امابعد:
په تأسف سره مو خبر تر لاسه کړ چې د فرانسې سپکې مجلې پرځای د دې چې د الله پاک له لوري د شريف، سعيد او ورسره ملگري غازيانو په لاس د ورکول شوي عذاب څخه عبرت اخيستی وای، خو دوی برعکس په ډېري بې حيايۍ او بې شرمۍ سره يوځل بيا د انسانيت د سترخيرخواه جناب محمد رسول ا لله صلی الله عليه وسلم په ستر شان کې گستاخي وکړه.
په دې کار سره په حقيقت کې دوی ځانونه سپک کړل، د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم په ستر شان کې د دغسې سپکو، ذليلو، نجسو او د انسان په شکل کې تر ټولو بدترين مخلوق د گستاخۍ له امله فرق نه راځي.
دوی په خپل دې سپک کار سره غواړي د اسلام د مبارک دين مخه ډب کړي، کوم چې په غرب کې په تېزۍ سره په خپرېدودی خو برعکس تاريخ ثابته کړې ده چې دغسي کارونو نه يوازې دا چې د اسلام مخه نه شي ډب کولای، بلکې لا زيات د نامسلمانوکسانو د اسلام په لور پام اوړي او تر داسې ناوړو حرکاتو وروسته لا ډېر په اسلام کې داخلېږي.
لکه څنگه چې الله پاک په خپل عظيم الشان کتاب کې دد ې خبري يادونه کړې ده:
يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ(الصف:۸)
الله جل جلاله خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم دمخلوق لپاره رحمت گرزولی اورالېږلی دی او دا د الله پاک په ټولو نعمتونو کې تر ټولو ستر نعمت دی.
د الله پاک د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سره بايدمسلمان تر بل هر چا زياته مينه ولري ځکه دا محبت د ايمان يوه برخه او د دې محبت زياتوالی اوکمی د ايمان په قوت اوضعف پورې اړه لري. که د چا ايمان قوي وي، نو د ده محبت به هم د نبي عليه السلام سره زيات وي او که يې ايمان کمزوری وي نو دا محبت به يې هم کمزوری وي. لکه څنگه چې په حديث شريف کې راغلي دي:
عن انس عن النبي صلی الله عليه وسلم قال:ثلاث من کُن فيه وجدَبهن حلاوة الايمان:ان يکون الله ورسوله احب اليه مماسواهما،وَاَن يُحب المرءَلايُحبه الالله،واَن يَکره اَن يرجع الی الکفربَعدَاذاَنقَذَهُ الله مِنهُ کَمَايَکرَهُ اَن يُقذَفَ فِي النَارِ ِ(رواه البخاري ص:۸ج۱ومسلم واللفظ له ص:۴۹ج۱)
ژباړه: له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: درې صفتونه دي چې په چا کې موجود وي، د هغوی له کبله به د ايمان خوند پيداکړي: چې الله(جل جلاله) او د هغه رسول(صلی الله عليه وسلم)ورته تر نورو ټولو ډېر محبوب او گران وي، چې د يوه سړي سره مينه يوازې دالله لپاره کوي، د بل څه له امله نه وي او چې کفر ته بېرته گرزېدل وروسته له دې چې الله پاک ترې خلاص کړ داسي بدگڼي لکه څنگه چې اورته غورزېدل بدگڼي (بخاري، مسلم)
نو د الله پاک او د هغه د رسول سره تر بل مینه مو تر هر چا بايد ډېره وي او د دې له امله انسان دايمان په خوند پوه کېږي. کله چې دا درجه چاته حاصله شي نو بيا له دې وروسته دغه د ايمان ونه مختلفې مېوې او گڼي فايدې په هروخت کې ورکوي. همدا راز د نبي عليه السلام سره په محبت کې ډېرې زياتي فایدې نغښتې دي چې ځينې يې د دُنيا سره او ځيني يې هم د دين سره تعلق لري. همد اراز د نبي عليه السلام محبت دبل چا سره د محبت په څېرنه دی، چې که د چاخوښه وي محبت دي ورسره ولري اوکه يې نه وي خوښه، هيڅ فرق نه لري . د نبي عليه السلام سره محبت لازمي دی، له دې پرته څوک دايمان خاوند نه شي جوړېدی.
عن أنس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من والده وولده والناس أجمعين ” . رواه البخاري ص:۷ج۱ ومسلم ص:۴۹ج۱ ) .
ژباړه: له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په تاسو کې يو تن پوره مؤمن نه شې کېدای تر څو چې زه ورته د ده ترپلار، د ده تر اولاد او ټولو خلگ زيات محبوب نه شم.
په عمومي توگه محبت اومينه يا دمشرانو سره کېږي، يا د کشرانو سره او يا د همزولو سره . په دې حديث کې دغو درو درجو ته اشاره شوې ځکه والد اشاره مشرانو ته ده، په ولده سره اشاره کشرانو ته او په والناس اجمعين کې اشاره همزولو ته ده. يعنې د هرمسلمان لپاره ضروري ده چې د ده په زړه کې بايد د نبي عليه السلام مينه ترخپل ځان، خپلوکشرانو، خپلو مشرانو او خپلو همزولو او ملگرو زياته وي د نبي عليه السلام د محبت لپاره ځينې اسباب شته چې په هغوسره کېدای شي چې دانسان محبت ورسره زيات شي هغه ځيني دادي:
۱: الله جل جلاله خپل پيغبرصلی الله عليه وسلم په ټول مخلوق کې خوښ کړی دی څو د ده دين خلکو ته ورسوي. همدا راز الله پاک له ده څخه راضي دی او د الله پاک د ده سره محبت دی. نو پر موږ باندې لازمه ده چې د هغه چا سره محبت او مينه ولرو د چا سره چې د الله پاک محبت وي. ځکه موږ د الله پاک بندگان يو، د بندگۍ يو مهم رُکن هم دا دی چې د الله پاک دوست به مو دوست وي او د الله پاک دُښمن به مو دُښمن وي.
عن ابي الاحوص قال سمعت عبدالله بن مسعوديحدث عن النبي صلی الله عليه وسلم انه قال:لوکنت متخذاخليلالاتخذت ابابکرخليلاولکنه اخي وصاحبي وقداتخذالله صاحبکم خليلا(رواه مسلم ص:۲۷۳ج۲)
ژباړه: له حضرت ابوالاحوص څخه روايت دی چې ما له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه واورېدل چې له نبي عليه السلام څخه يې بيان کاوه چې هغه وفرمايل: که زه د خليل نيوونکی وی نو ما به ابوبکر(رضی الله عنه )خليل نيولی وی، ليکن دی زما ورور او ملگری دی او يقينا ستاسو ملگری (نبي عليه السلام)الله جل جلاله په دوستۍ سره نېولی دی.
خليل خاص او رښتوني دوست ته ويل کېږي دا په دوستۍ کې يوه اعلی درجه ده چې الله جل جلاله زموږ پيغمبرصلی الله عليه وسلم ته ورکړې لکه څنگه چې يې ابراهيم عليه السلام ته هم دغه درجه ورکړې وه. نو چې نبي عليه السلام د الله پاک خاص دوست اوخليل دی نوموږ بايد له هغه سره ډېرمحبت ولرو ځکه د الله پاک ورسره محبت دی.
۲:د نبي عليه السلام دا مرتبه ده چې تر ټولو انسانانو غوره دی.
عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” أنا سيد ولد آدم يوم القيامة وأول من ينشق عنه القبر وأول شافع وأول مشفع ” . رواه مسلم ص:۲۴۵ج۲).
ژباړه: له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زه د آدم (عليه السلام) د اولاد سردار يم او اولنی هغه څوک يم چې قبر به ترې څېري شي (يعني تر ټولو ړومبی به زه د قيامت په ورځ له قبرڅخه پورته کېږم) او اولنی شفاعت کوونکی يم او اول هغه څوک يم چې شفاعت يې قبلېږي.
۳:د نبي عليه السلام سره بايد موږ له دې امله هم ډېرمحبت ولرو چې هغه د دې لپاره څو موږ ته دين را ورسوي په دې لار کې ډېرتکليفونه گاللي اوزغملي دي او د هغو په ترڅ کې دا دی نن موږ مسلمانان يو. نو تر الله پاک وروسته تر بل هر چا د نبي عليه السلام پرموږ باندې ډېرحق دی او ډېرلوی احسان يې راسره کړی دی چې خپله يې هرڅه برداشت کړل خو دا دی موږ ته يې دين راورساوه. په دې لار کې نبي عليه السلام هرڅه وزغمل، ښکنځل ورته وشولې، ووهل شو، زخمي شو، بد ورپسي وويل شول، د ليوني، جادوگر او شاعر ورباندي وويل شول. دُرواغجن ورته وويل شول، د جنگ او فساد جوړوونکی ورته وويل شو. ده ته نږدې خلکوله ده څخه برائت او وېزاري وکړه. په دې لارکې ورسره جنگونه وشول، له خپل گران وطن مکې مکرمې څخه وايستل شو او د مقابلې لپاره يې لښکرونه ورته تيارشول. دا هرڅه يې وزغمل او دين يې ترموږ پوري په کامله توگه راورساوه. دا په داسي حال کې چې د دين تر بيان مخکې يې هر چا قدر او احترام کاوه، رښتونی او امين ورته ويل کېده، خو دی تر دې هرڅه تېر شو او د الله پاک د دين د بيان لپاره يې دا هرڅه قربان کړل.
۴: د صحابووداقتداء او تابعدارۍ هم دا تقاضا ده چې بايدموږ د نبي عليه السلام سره تربل هر چازيات محبت و لرو. ځکه هغوی د نبي عليه السلام سره تر بل هر چا زيات محبت درلود، ترځان، اولاد اومال هرڅه ورته نبي عليه السلام محبوب و چې له امله يې داسې درجې ته ورسېدل چې وروسته امت ته د دوی د اقتداء امر وشو.
۵: د محبت نښه داده چې موږ بايد د نبي عليه السلام طريقې پلې کړو او د هغه مبارک سنت بايد د ځان لپاره تگلاره وگرځوو. د نبي عليه السلام د خبرې اوطريقې په مقابل کې بايد د بل چاخبرې او طريقې ته پاملرنه ونه کړو او د ده خبرې ته بايد د بل چا ترخبري لومړيتوب ورکړو.
۶: د نبي عليه السلام د مبارکو ملگرو سره هم بايد مينه اومحبت ولرو او بايد د دوی له لاري هم بېله تگلاره ونه لرو او بايد د دوی او همدا راز د تابعينو، تبع تابعينو، امامانو او نورو علماوو له عقېدې او نظرڅخه بېله عقيده او نظر خپل نه کړو.
۷: د محبت چې څومره عوامل دي، چې له امله يې د چا سره محبت کېږي هغه ټول په نبي عليه السلام کې موجود دي. که ښايست دی،که کمال دی،که نسب دی،که نورو ته فایده رسول دي اوکه نور دغوره والي صفات. نو بايدچې مسلمان د نبي عليه السلام سره محبت اومينه ولري څو د دُنيا او اخرت نېکمرغي مو په برخه شي. الله جل جلاله دي زموږ زړونه له خپل او د خپل د پيغمبر له محبته ډک کړي.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين