د داعش دښمني له رښتینو مسلمانانو او علماء کرامو سره په لوړه او پراخه کچه روانه ده، ځکه چې رښتیني مسلمانان او دیني عالمان د دوی د افراطي نظریاتو او غلطو اعمالو پر وړاندې کلک ولاړ دي او د دوی د درواغو د رسوا کولو هڅه کوي.
داعش په مستقیم ډول هغو دیني عالمانو او رښتینو مسلمانانو ته ګواښ کوي او حتی وژني یې کوم چې د دوی د افراطي نظریاتو او کړنو په وړاندې مخالفت ښکاره کوي، د داعش په نظر هر هغه څوک چې د دوی د کړنو او نظریاتو پر ضد خبرې کوي هغه “دښمن” او حتی “مرتد” یا “کافر” ګڼل کیږي.
دوی هغه فتواګانې او نظریات چې د دیني علماؤ لخوا د اعتدال او سولې پر اساس صادرې شوي دي، ردوي او خلکو ته یې په غلطه توګه وړاندې کوي، دوی په قصدي ډول د دیني علماؤ خبرې تحریفوي او خپلې افراطي نظریې د اصلي اسلامي مفاهیمو پر ځای خلکو ته وړاندې کوي، چې په دې توګه خلک له حقیقي دیني لارښوونو څخه ليرې کوي.
دوی هغه ښوونیز مرکزونه او دیني مدرسې چې د اسلام د حقیقي ارزښتونو تدریس کوي، په نښه کوي او د مستشرقینو په نامه پکې چاودنې تر سره کوي، د داعش هدف دا دی چې هغه ځایونه له منځه یوسي چې خلک په حقیقت پوهوي او د افراطیت پر وړاندې یې په معقول استدلال آګاه ساتي.
داعش تل هغه عالمان او مذهبي مشران د خپلو تبلیغاتو او بریدونو هدف ګرځوي کوم چې د سولې، اعتدال او اسلامي ورورولۍ پیغام خپروي، د اسلام اصلي شکل خلکو ته وړاندې کوي او د جهل په وړاندې مبارزه کوي، دوی دغه عالمان د خپلو افراطي تبلیغاتو پر ضد خنډ ګڼي او پر وړاندې یې دروغجنې ادعاوې کوي.
داعش له رښتینو مسلمانانو او عالمانو سره د دښمنۍ له امله د مسلمانانو پر مقدساتو او مسجدونو بریدونه کوي او بې ګناه مسلمانان پکې په شهادت رسوي، چې ښکاره بېلګې یې په کابل، مزار شریف، ننګرهار، هرات، کندهار، پېښور او کوېټه کې د هغو مساجد او مدارسو په منځ کې چاودنې دي کوم چې امامان او مدرسین یې د داعش داعیه د اسلام سره په ټکر کې ګڼي.
دا بریدونه نه یوازې له مسلمانانو سره دښمني ښيي، بلکې دا هم څرګندوي چې داعش هېڅ ډول اسلامي ارزښتونو ته درناوی نه لري.
دغه راز له دیني علماؤ سره د داعش دښمني یواځې د فقهي او عقیدوي اختلاف له وجې نه ده، بلکې د سیاست، قدرت او د مسلمانانو په منځ کې د اعتبار لپاره هم ده، دیني علماء د عمومي خلکو تر منځ د اعتماد ځای لري او ډېری خلک یې د ديني لارښوونې لپاره تعقیبوي او داعش دا حیثیت او نفوذ ځان ته خنډ ګڼي.