قدس د تاریخ په اوږدو کې:
د فلسطین د خاورې اصلي او لومړني اوسېدونکي یبوسیان وه، چې سلګونه کاله وړاندې یې له جزیرة العرب څخه دې خوا ته هجرت کړی و، وروسته حضرت ابراهیم علیه السلام شاوخوا ۱۸۰۰ کاله تر میلاد مخکې له بابل ځمکې څخه هجرت وکړ او د فلسطین خاورې ته ورسېد، د سیمې خلکو هغه په تود هر کلي ونازاوه او د یبوسیانو پاچا (ملکي صادق) د حضرت ابراهیم علیه السلام سره د دوستۍ تړون وکړ.
له دې دورې وروسته، بني اسرائيلو د حضرت موسی علیه السلام وروسته شاوخوا ۱۳۳۰ کاله مخکې له میلاده د یوشع په مشرتابه په فلسطین مسلط شول، خو قدس او د یبوس کلا یې تر واک لاندې نه وه راوستې. شاوخوا ۱۰۰۰ کاله مخکې تر میلاد حضرت داود علیه السلام قدس ونیوه، هغه په ۹۶۱ کال کې له میلاد مخکې وفات شو، او زوی یې حضرت سلیمان علیه السلام د هغه ځای ناستی شو.
حضرت سلیمان علیه السلام قدس په غوره توګه بیا ورغاوه، بېلابېل قیمتي او ارزښتناک توکي یې په کې وکارول، حتی له پېریانو څخه یې کار واخیست، د حضرت سلیمان علیه السلام پاچاهي تر ۱۹۲۲ پورې دوام وکړ خو یبوسیان بیا هم همالته مېشت وو.
۶۰۵ کاله له میلاد مخکې بخت النصر بابلي پر قدس برید وکړ او په ۵۹۷ کال یې پاچا، د هغه کورنۍ، له ۸ تر ۱۰ زرو خلک، د بیت الرب او د قدس ښار خزانې او له ۳۰ تر ۴۰ زره صنعتګر يې بابل ته ولېږدول، په ۵۸۶ کال کې بخت النصر یو ځل بیا خپل پوځ قدس ته ولېږه، پاچا یې اسیر او اورشلیم یې ویجاړ کړ، چې په خاورو او تیږو بدل شو، د یهودو واکمني په عملي توګه پای ته ورسېده.
په ۵۳۹ کال مخکې له میلاده، ایراني پاچا کوروش د یهودو په همکارۍ بابل او شام ونیول او قدس تر ۳۳۲ کال مخکې له میلاده د ایراني واکمنو تر کنټرول لاندې پاتې شو، په ۳۳۲ کال مخکې له میلاده اسکندر قدس او فلسطین بې له جګړې ونیول.
په ۶۳ کال مخکې له میلاده رومي بومپي قدس درې میاشتې محاصره کړ او تر نیولو وروسته یې د ښار ډېری اوسېدونکي ووژل، په ۳۷ کال مخکې له میلاده هیردوس د قدس پاچا شو او په ۲۷ کال مخکې له میلاده بیلاطس د ښار واک ترلاسه کړ، د همدې پاچا په زمانه کې د حضرت عیسی علیه السلام پېښې رامنځته شوې. حضرت عيسى د عمران له لور حضرت مريمې څخه له نه مياشتو حمل وروسته د سه شنبې په ورځ د ډسمبر په څلور وېشتمه بيت اللحم کې وزيږېد.
عیسوي دوره:
حضرت عیسی علیه السلام د یهودو له سختو ظلمونو سره مخ شو. بالاخره یهودو د هغه د وژلو پرېکړه وکړه. د هغه یوه شاګرد (یهوذا اسخر یوطی) د ۳۰ درهمو په بدل کې د هغه د پټنځای راز افشا کړ، خو الله متعال جل جلاله د حضرت عیسی علیه السلام بڼه په هغه (یهوذا) واچوله، یهودو هغه (یهوذا) وواژه او حضرت عیسی علیه السلام ژوندی آسمان ته پورته کړل شو.
الله تعالی فرمايي: [وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتَّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا]
یهودو ویل: چې موږ د مریم زوی، عیسی، د الله پیغمبر وژلی دی، په داسې حال کې چې نه یې هغه وژلی او نه یې په دار کړی دی، بلکې کار پرې مشتبه شو او هغه کسان چې د هغه په اړه یې اختلاف وکړ، په شک کې دي؛ هغوی په دې اړه هېڅ علم نه لري، یوازې د ګومان پیروي کوي او په یقین سره یې هغه نه دی وژلی؛ بلکې الله جل جلاله هغه خپل لوري ته پورته کړی او الله عزتمن او حکیم دی.
په عیسوي دور کې دواړو ملتونو بیتالمقدس د خپل قبلې په توګه منلی و، خو د یو بل په خلاف کې یې دښمنۍ دوام درلود، قرآن د دوی اختلافات داسې انځوروي:
“وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصَارَى عَلَى شَيْءٍ وَقَالَتِ النَّصَارَى لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَى شَيْءٍ…”
یهودو ویل: چې نصارا پر حق نه دي، او نصاراوو به ویل چې یهود پر حق نه دي، حال دا چې دواړو کتاب لوسته.
په ۷۰ مېلادي کال کې رومي طیطوس قدس محاصره کړ او ښار یې چور کړ. هغه يې وسوځاوه او خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله، سلګونه یهودان یې اسیران کړل او په رومي بازارونو کې یې پلورل، په ۱۳۵ میلادي کال کې امپراطور هدیریان یهود وځپل او اورشلیم یې ویجاړ کړ، یهودو ته یې د ښار پرېښودو امر وکړ؛ یهودیان مصر، غرونو او درو ته وتښتېدل.
یونانیان د ښار واکمن شول، له دې وروسته ښار د “ایلیاء” په نوم یادېده. د ۱۳۵ کال څخه تر ۶۱۴ میلادي پورې، شام د ایرانيانو تر ولکې لاندې و او قدس نسبي امن درلود، خو ډېر ژر، یهودو د فارس (ايراني) پوځ په مرسته د مسیحیانو د وژلو او کلیساوو د ویجاړولو لپاره لاس په کار شول، هغوی له ۶۰ زرو ډېر مسیحیان ووژل، چې ۵ زره یې په یوه ډلهییز قبر(ما ملاً) کې ښخ کړل.
د يهودو په هڅو يې د قيامت کليسا له خاورو سره خاورې کړل او هغه صليب يې چې مسيحيانو مقدس ګاڼه، مات کړ. ۶۱۰ میلادي کال د اګست په شپږمه، د الله تعالی جل جلاله رڼا؛ خاتمالنبیین حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې د نبوت لپاره مبعوث شو.
په ۶۲۷ میلادي کال کې رومي پاچا هرقل ایرانيان له قدس څخه وایستل او ښار یې د پارسیانو او یهودو له وجوده پاک کړ. قرآن د دې بریا په اړه وايي: “غُلِبَتِ الرُّومُ فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُمْ مِنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ”.