لیکنه: قاري عبدالستار سعید
شهید مولانا مجیب الرحمن انصاري د خواجه محمد رفیق انصاري زوی او د ستر عالم او صوفي خواجه محمد صدیق انصاري لمسی په ۱۳۶۲ لمریز کال کې د هرات ولایت د اتمې ناحیې اړوند د ګازرګاه په سیمه کې په یوه پیژندویه علمي او روحاني کورنۍ کې زیږیدلی و. د نوموړي د نسب سلسله د پنځمه هجري پیړۍ ستر عالم او صوفي پیر هرات خواجه عبدالله انصاري صاحب ته رسیږي. څوک چې په خپل وخت کې د علم او عرفان ستر لاروی او وتلی شخصیت و. شهید مجیب الرحمن انصاري صاحب په همدې متدینه او علمدوسته کورنۍ کې وزیږېد. د دوی کورنۍ چې د ګازرګاه په سیمه کې دخواجه عبدالله انصاري د زیات او جامع مسجد په ګاونډ کې اوسي، نه یوازې د علمیت او روحانیت له اړخه مشهوره کورنۍ ده، بلکې اجتماعي نفوذ یې هم د پام وړ دی.
ماشومتوب او ابتدائي زده کړې
انصاري صاحب په یوه روحاني او علمي خاندان کې زیږیدلی و. له دې علاوه د دوی کورنۍ په مالي لحاظ هم خودکفا وه. والد صاحب او ترونه یې په تجارتي کاروبار مصروف وو. نو ځکه نوموړی تر ډیره د دنیا له مادي ستړیاوو بې غمه او علم ته فارغ و. نوموړی د خپل عالم او صوفي نیکه په غیږ کې د ذکر، تلاوت، تعلم او تعلیم په فضا کې را لوی شو. له کوچنیوالي یې د سهار او ماښام اذکار او تلاوت عادت و. په ۷ کلنۍ کې د خپل نیکه لخوا د عمر فاروق رضی الله عنه دار الحفاظ ته داخل او له مشهور استاد مرحوم حافظ مولوي آقاګل خان څخه یې د یو نیم کال په موده کې قران کریم حفظ کړ. ورپسې یې د اویس قرنی جامع مسجد له امام او خطیب مولانا عبدالبصیر څخه نظري او عملي علم التجوید زده کړ. ورپسې یې دیني زده کړو ته ملا وتړله او د هرات په غیاثیه مدرسه کې یې ابتدائي کتابونه ولوستل.
له مدرسې تر منبره
شهید انصاري چې د ژور ذکاوت او پوهې خاوند و، له خپل عالم نیکه څخه علاوه یې د هرات له مشهورو علماء کرامو څخه د علم زده کړې ته دوام ورکړ. نوموړی چې له کوچنیوالي الله تعالی د د بیان او خطابت ښه قوه ورکړې وه، په ډیر خواږه غږ به یې قرائت وایه او په ډیر فصیح او بلیغ اندازه به یې تقریر کاوه. په ۱۳۸۰ لمریز کال کې چې عمر یې یوازې اتلس کاله و، په ګازرګاه کې د خواجه عبدالله انصاري صاحب د جامع مسجد د خطابت درنه وظیفه ورته وسپارل شوه. نوموړي په ډیر کم وخت کې د هرات په سطحه د مخکښ او جذاب خطیب په حیث نوم ویوست. تر دې چې په زرګونو کسان به یې د تقریر اوریدو ته هره جمعه را یوځای کیدل. په وروستیو کې د نوموړي د تقریر جذابیت دومره پراخ شوی و چې حتی له ولسوالیو څخه به خلک د نوموړي تقریر ته راتلل او د جمعې د ورځې د سهار له اتو یا نهو بجو به خلکو مسجد ته ځان را رساوه تر څو د شهید انصاري جذاب تقریر واوري.
نوموړی په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د حج په مبارک سفر لاړ او له راګرځیدو وروسته یې د هرات ښار له مشهورو استادانو لکه مولانا محمد غوث هروي، مولانا ګل احمد بادمرغاني او نورو څخه دیني زده کړې ترسره کړې. تر دې چې په ۱۳۸۹ لمریز کال کې یې له مولانا نجیب احمد خراساني څخه د احادیثو دوره ترسره او له دیني علومو څخه د فراغت دستار یې په سر کړ.
له فراغت وروسته نوموړي دوه کاله نور هم د ګازر ګاه مسجد د خطابت او تدریس سپیڅلې دنده ترسره کړه، تر دې چې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د علم په طلب پسې مدینې منورې ته لاړ او هلته یې به جامعه اسلامیه کې ۶ کاله د دیني علومو تحصیل ته دوام ورکړ او په ممتازه درجه له فراغت وروسته بیرته خپل ښار او مدرسې ته راستون شو.
د شهید مولانا انصاري اصلاحي کارنامې او ویاړمن مواقف
مولانا انصاري یوازې د مسجد امام او مدرس نه و، بلکې یو فعال داعي، ټولنیز مصلح او د جامعې خیر غوښتونکی لارښود و. نوموړي په خپله سیمه کې له پراخ نفوذ او محبوبیت څخه د دینی شعائرو د احیاء، اسلامي فرهنګ د ودې، امر بالمعروف و نهی عن المنکر او ټولنیزې اصلاح لپاره استفاده کوله.
ګازرګاه سیمه د هرات ښار په شمالشرق د غرو او تپو په لمنو کې پرته یوه سیاحتي سیمه ده چې ډیر زیارتونه لري. د اشغال په کلونو کې چې په ښارونو کې د فساد، خلطیت او بي حجابۍ ترویج لپاره منظم کار کیده، اثرات یې دې سیمې ته هم راورسیدل. یو شمیر ځوانان او ښځې به دې سیمې ته د سیاحت په نیت راتلې، چې ځینې ښځې له پردو خلکو سره هم لیدل کیدلې. دغه راز به ځینو ځوانانو د شرابو په شمول نشه یي توکي هم استعمالول. دا چې حاکم رژیم د همدې فساد د ترویج لپاره کار کاوه نو ځکه یې د مخنیوي تمه ترې نه شوای کیدلای. تر دې چې مولانا انصاري یوه ورځ د جمعې په خطابت کې اعلان وکړ، چې له دې وروسته که په دې ټوله سیمه کې کومه ښځه له محرم پرته او یا کوم ځوان په نشه یي توکو یا کومه بله بداخلاقي و لیدل، موږ یي نیسو، خپلې دار الافتاء ته یې وړاندې کوو او شرعي سزا ورکوو. له دې سره یو ځای یې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ګروپونه په ځانګړي لباس کې مؤظف کړل چې په سیمه کې د ټولو منکراتو مخنیوی وکړي. دغه راز یې د ګازرګاه سیمه او د ښار په نورو برخو کې بیلبورډونه ولګول چې په هغه کې ښځې حجاب او عفت ساتلو ته رابلل شوې وې. دې مسئلې هغه وخت لویه غوغا جوړه کړه، رسنیو ورباندې ډیرې تبصرې وکړې خو دا چې مولانا انصاري په پوره جرأت دې کارته ولاړ و او ولسي ملاتړ یې هم درلود، حاکم رژیم یې په وړاندې هیڅ عمل ونه کړای شو.
مولانا انصاري د خپلې سیمې ځوانان ټول په دیني فکر روزلي و، همیشه یې د اسلامي امت د قضایاوو په اړه احتجاجي غونډې جوړولې اوغږ یې پورته کاوه. یو وخت چې په اروپا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم توهین شوی و، نوموړي خلکو ته اعلان وکړ چې سبا په دې اړه غونډه لرو، د نوموړي په اعلان زرګونه کسان راټول شول او ده ورته جذاب تقریر او ورپسې د ( مؤمنین بپا خیزید) مشهور حماسي شعر په زړه وړونکي ترنم واوراوه. د نوموړي تقریر دومره جذاب و چې له هرې جملې سره به یې خلکو د الله اکبر نعرې پورته کولې او ایماني جذبې یې په غورځنګ راوستې.
په تعلیمي او دعوتي برخه کې خدمتونه
مولانا انصاري په خپل کلي کې د خواجه عبدالله انصاري د زیارت له څنګ سره د دار العلوم عالي انصار په نوم لویه مدرسه تأسیس کړه، چې همدا اوس د ۴۰۰ لیلیه طالبانو تر څنګ شاوخوا دوه زره کسان په کې زده کړې کوي. له دې علاوه یې د دار الایتام انصار، مدرسه دیني انصار( چې نارینه او ښځینه برخې لري) دار الحفاظ انصار، دار التألیف او دار الافتاء په نوم مهم دیني مراکز جوړ کړي دي. دغه راز یې د صدای انصار په نوم ایف ایم راډیو هم فعاله کړې چې دعوتي او اصلاحي خپرونې نشروي.
د امریکایي اشغال مخالفت
مولانا انصاري د راسخ ایمان، محکمې عقیدې او آزادۍ غوښتنې د فکر درلودونکی و. نوموړی د امریکایي اشغال سر سخت مخالف او همیشه یې په ځغرده د اشغال او د هغوی د لاسپوڅي حکومت مخالفت کاوه. نوموړي په خپلو تقریرونو کې بیا بیا دا خبره کوله چې د مزدور رژیم سره دنده اجراء کول ناروا او معاش اخیستل یې حرام دي.
د ګوډاګۍ ادارې چارواکو ډیرې هڅې وکړې چې نوموړی د زور، پیسو او تزویر په واسطه له دې خبرو منع کړي خو ونه توانیدل. نوموړي ته یې ډیر امتیازات وړاندې کړل، خو ده ورته هیڅ توجه ونه کړه او په پوره متانت یې خپله ایماني وظیفه تعقیبوله. یو وخت چې د امریکایانو وروستی ګوډاګی اشرف غني هرات ته راغلی و، د هرات د والی په توسط یې مولانا انصاري ته حال ولیږه چې د اشرف غني ملاقات ته راشي. مولانا انصاري ورته وویل په هیڅ صورت نه غواړم د دې شخص مخ ووینم. وروسته اشرف غني حال ورولیږه چې اشرف غني به د ده سیمې ګازرګاه ته ورشي، خو مولانا انصاري وویل چې که اشرف غنی راشي هم زه ورسره نه ګورم.
یو وخت چې د ناټو ځواکونو قومندان هرات ته راغلی و. د هرات د هغه وخت والي عبدالقیوم رحیمي ته یې ویلي و، چې مولانا انصاري باید ضرور له خبرو منع کړي. خو والي ورته وویل چې دا زموږ په توان کې نه ده، ځکه انصاري یوازې نه دی، هغه زرګونه خلک په همدې فکر روزلي او که حکومت د نوموړي په ضد اقدام کوي په هرات کې به لوی ښورښ جوړ شي، چې پایلې به یې ډیرې بدې وي. له دې معلومیږي چې ګوډاګۍ اداره له نوموړي ډیر په تنګ و خو د نوموړي د پراخ ولسي نفوذ له امله یې پرې لاس نه شوای اوچتولای.
مولانا انصاري جراتمن او زړور عالم و، د خپلو اصولو او ارزښتونو په وړاندې سخت حساس او د هیچا لحاظ یې نه کاوه. یو وخت چې خبر شو د هرات د اهل تشیع په ځینو مکاتبو کې د صحابه کرامو سپکاوی شوی، په ډير جرأت یې غږ پورته کړ او اخطار یې ورکړ چې که بیا دا عمل تکرار شي، په وړاندې به یې سخت عملي اقدام ترسره کړي. د نوموړي له هماغه اخطار وروسته بیا هغه عمل تکرار نه شو.
مولانا انصاري د اشغال پر وړاندې د مسلح جهاد او د اسلامي امارت د داعیې کلک ملاتړی و. کله چې په وروستیو کې اسمعیل خان د مجاهدینو په وړاندې اقدام وکړ، مولانا انصاري یې سخت ترین مخالفت وکړ، هغه ته یې پلاوی واستاوه او ورته ویي ویل چې د اسلامي نظام د راتلو په وړاندې خنډ جوړ نه کړي.
د اسلامي نظام په حمایت کې په میړانه دریدل
شهید مولانا انصاري لکه څنګه چې د اشغال او مفسد رژیم په مقابل کې په میړانه ولاړ او د (کلمة الحق عند سلطان جائر) لوی جهاد یې ترسره کاوه. دغه راز کله چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم او اسلامي نظام پیاده شو. نوموړی په ډیر متانت، اخلاص او میړانه د اسلامي نظام په دفاع کې ودریده. په خپلو تقریرونو کې یې د اسلامي نظام کلک حمایت وکړ. خلک یې د اسلامي حکومت ملاتړ ته راوبلل. دغه راز یې د د علماء کرامو په ستره غونډه کې د اسلامي امارت دفاع او حمایت دیني وجیبه وبلله او مخالفین یې باغیان وګڼل. د نوموړي دې باجرأته موقف یو ځل بیا د اسلام او اسلامي نظام په دښمنانو غوغا ګډه کړه او څو ورځې یې په اړه رسنیو تبصرې کولې.
کله چې د اسلامي امارت زعیم امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب هرات ته سفر کړی و له نوموړي سره یې ولیدل. د امارت لخوا د رسمي وظائفو غوښتنه یې قبوله نه کړه او ویي ویل زه له خپل منبر او درسګاه څخه د اسلامي نظام خدمت کوم.
شهادت
د ۱۴۰۱ هـ ش کال د سنبلې په ۱۱ مه نیټه چې د ۱۴۴۴ قمري د صفر المظفر له ۶ مې سره سمون خوري د جمعې مبارکه ورځ و. نوموړي د ورځې لومړیو کې په هرات ښار کې د اسلامي امارت د مرستیا ل ملا برادر آخند په ګډون په یوه اقتصادي کانفرانس کې ګډون او وینا وکړه، وروسته یې له غونډې رخصت واخیست تر څو د جمعې لمانځه ته ځان ورسوي. کور ته له رسیدو سره یې د جمعې مسنون غسل وکړ، سپین کالي او دستار یې په تن کړل، عطر یې وویل او په ډیر وقار د جمعې د لمانځه لپاره د مسجد په خوا روان شو. خو د مسجد له څنګ سره د ورځې په دوولس نیمي بجې د یوه ځان وژونکي لخوا ورباندې حمله وشوه او له اتلس کسانو سره چې ډیر یې محافظین و یو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسید. په نوموړي د حملې مسؤلیت داعشي خوارجو په غاړه واخیست.
د مولانا انصاري جنازه سبا د شنبې په ورځ د هرات ګازرګاه سیمې په عیدګاه کې ترسره شوه، د عیني شاهدانو له قوله هرات ښار تر اوسه دومره ستره جنازه نه وه لیدلې. په لسګونو زره کسانو د نوموړي جنازه په اوښکو او دعاګانو بدرګه کړه. د جنازې لمونځ یې کشر ورور اوجید عالم مولانا فضل الرحمن انصاري اداء کړ چې وروسته نوموړی د هرات ښار د علماء کرامو لخوا د شهید انصاري ځای ناستی او د خواجه عبدالله انصاري د مسجد امام او خطیب هم وټاکل شو.
تقبله الله و اسکن روحه في اعلي علیین