له صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه وروسته عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په عدالت، صله رحمي، شفقت، اخلاقو او د الله تعالی د سپېڅلي او بشپړ دین په اقامه کې تر هر چا وړاندې شمېرل کیږي.
د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په عدالت او خلافت په زرګونو کتابونه لیکل شوي دي، هيچا او هېڅ ځای هم د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله پر واکمنۍ نقد نه دی تر سره شوی، د اسلام په لار کې د خلفاء راشدینو او معاویه رضی الله عنه پرته بې بېلګې خلیفه تېر شوی دی.
د نوموړي د خلافت پر مهال هم د خوارجو د هغې ډلې کسان موجود و، کوم چې د حضرت عثمان رضي الله عنه او حضرت علي رضي الله عنه له وختونو څخه پاتې شوي و او په اسلامي تاریخ کې یې په بېلابېلو وختونو کې د اسلامي خلافت پر ضد بغاوتونه کړي و.
په لومړیو کې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د دوی په وړاندې د نرمۍ او ښو اخلاقو سیاست غوره کړی و او کوښښ یې کاوه چې دوی د اسلامي لارښوونو پر اساس اصلاح کړي.
د دې دعوت او صله رحمۍ په پایله کې، عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د خپل عدالت، تقوا او نرم چلند له امله ډېری خوارج دې ته وهڅول، چې د تاوتریخوالي پر ځای اسلامي اصولو ته ور وګرځي او له خپلو افراطي کړنو څخه لاس واخلي، لیکن زیات شمېر خوارجو او د هغه دور افراطي ډلو بیا هم له عمر بن عبدالعزیز سره عقده او دښمني وپالل.
دوی چې کله د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله عدل، شفقت او صله رحمي ولیده، پر ځای ددې چې سمي لارې ته راشي، په ډېره سپين سترګۍ سره یې د خپل باطل فکر وده ورکولو ته لاس په کار شول، په مختلفو سیمو کې یې د خپل نفوذ، قدرت لرلو او واک لپاره د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله اصلاحات ګواښ ګڼل.
کله چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله هڅه کوله چې خلکو ته د یووالي او عدل په فضا کې حکومت وکړي، خوارجو دا د خپل نفوذ د کمیدو په توګه وګڼلو، تر دې چې د آزاربایجان په ځینو سیمو کې یې بغاوتونه پیل کړل او هر هغه کس به یې کافر ګڼلو چې د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله سره یې بیعت کړی و، د بغاوتونو په دې سازش کې یې د خپلو ظلمونو په اساس د ډېرو مسلمانانو وینې توی کړلې.
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله بیا هم څو ځله د اسلام لارې ته دعوت کړل، لیکن خوارج بیا هم له خپل افراطي دریځ په شا نه شول، بلاخره امیرالمؤمنین د دوی د له منځه وړلو په تړاو حکم صادر کړ او د پوځ مشر ابن حاتم ته یې امر وکړ چې یو هم ژوندی پرې نه ږدي.
ابن حاتم د امیرالمؤمنین امر پر ځای کړ او د خپل اسلامي پوځ په توسط یې داسې ورک کړل چې تر ننه پورې بیا هلته خوارج را پیدا نه شول.
که څه هم عمر بن عبدالعزیز د عدل، اصلاحاتو او د خلکو د هوساینې لپاره ډېر کار وکړ، خو بیا هم د خوارجو د سخت دریځو عقایدو او د اموي خلافت سره د پخوانیو اختلافاتو له امله هغوی د عمر بن عبدالعزیز په وړاندې بغاوت ته را وتلي وو.