د دوو جهادونو سپاهي، شهید، سعید، تراب خان مدثر تقبله الله زړور او غښتلی مبارز، د محمد عزیز زوی د میدان وردګو ولایت د بندچک ولسوالۍ د خوات درې د اله خېلو د کلي اوسېدونکی، په ١٣٤٥ ه.ش کال، په یوه دینداره او مجاهده کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.
لومړنۍ زده کړې یې د خپل کلي په مسجد کې له ملا امام څخه پیل او تر دولسم ټولګي پورې یې منځنۍ زده کړې وکړې، د کورني ستونزو له امله، ترې درسونه نیمګړي پاتې شول او اېران هېواد ته مسافر شو، خو وروسته یې بیا په خپل هېواد کې د مېوه جاتو تجارت ته مخه کړه.
په همدې کشمکش کې په ګران هېواد د روس ناوړه اشغال توره لمن خوره کړه، د هېواد ځوان قشر د یوه نوي ازمون غېږې ته ولوېد، خو لله الحمد په هغه وخت کې هم زموږ ځوانان د ایمان په ګاڼه سمبال و او د جهاد ډګر يې ښه په نره وپاله.
په همدې وخت کې، شهید مدثر تقبله الله د ځوانۍ په درشل تازه قدمونه اېښي وو او د روسانو په مقابل کې یې ټوپک اوږې ته کړ، عملاً یې جهادي مبارزه پیل کړه او د شوروي اتحاد تر رانسکورولو پورې يې نه ستړي کېدونکي خدمتونه وکړل، تر جهادي بریا يې د جهاد ډګر خالي نه کړ.
وروسته یې په عامه توګه خپل کورنی ژوند پیل کړ او یو ځل بیا یې تجارت ته مخه کړه، چې د یو عام وګړي په توګه یې ژوند کاوه.
هېواد د اسلامي امارت په لاس د امن کوربه شو، خو دغه امن ډېر وخت و نه نیوه؛ هېواد یو ځل بیا د غربي، وحشي اشر (ناټو) تر کرغېړن اشغال لاندې راغی، د روښانتیا ورځې د تورتم په تورو تيارو بدلې شوې، د غرب ځناورو د اسلامي مقدساتو توهین کاوه، مسجدونه یې نړول، قرآنکریم یې په اورونو کې وسوځاوه، عام مسلمان یې په کورونو کې بمبار کړل، ښځې او ماشومان يې بې درېغه وژل، لنډه دا چې د کفارو ظلمونه له حد څخه واوښتل.
په همدې وخت کې شهید مدثر تقبله الله یو ځل بیا خپله مبارکه جهادي مبارزه پیل کړه.
په لومړیو وختونو کې د امریکایانو داسې عادت و؛ چې کله به یې چاپه ووهله، نو د څو ورځو لپاره به هلته پاتې کېدل، شاوخوا سيمه او ځایونه به یې کتل او بیا له پوره ډاډ وروسته له هغه ځایه تلل.
یو ځلې، د شهید مدثر تقبله الله په سیمه چاپه ووهل شوه، ولسوالۍ ته مخامخ د سني خېلو په پوستو کې یې څلور طیارې کښېنولې، یوه شپه یې تېره کړه، سهار شاوخوا ١٠ بجې مجاهدین پورته د سېوکې له خوا څخه راغلل، د مدثر د جهاد لومړني وختونه وو، چې هغه وخت یې مستعار نوم عادل غازي و؛ ده به ثقیل( پیکا) اسلحه ګرځوله.
شهید له پورته مجاهدینو سره داسې پلان برابر کړی و، چې تاسې لومړی د جنګ شروع پرې وکړئ! وروسته به موږ کار پرې وکړو، امریکایان سهار د سني خېلو د شهیدانو پوښتې (تپې) ته ختلي و، ١١ بجې د بند له خوا مجاهدینو د انګريزي ټوپک پیرونه پرې شروع کړل.
په هغه وخت کې عادت داسې و، چې په امریکایانو به چا جنګ کاوه؛ نژدې به نه ورتلل، له لرې څخه به یې پیرونه پرې کول، خو عادل غازي د سني خېلو کلي ته ځان رسولی و، چېري چې امریکایانو دا خیال هم نه کاوه، چې څوک مخالف به دلته شتون ولري؛ که وي هم دومره نژدې نه راځي.
کله چې جنګ پیل شو، امریکان د پوښتې دغه بلې خواته را واوښتل، چې د رشیدانو ( هلته یوه سیمه ده) طرف ته شول، نو عادل د ثقیل برید پرې وکړ، یو بل ملګری هم ورسره و، چې په یاد برید کې ٧ یا ٨ امریکایانو ته مرګ ژوبله واوښتله، وروسته جیټ طیارې او امريکايي څرخکې راغلې؛ تر مازدیګر پورې یې بمبار وکړ، خو الحمدالله هېڅوک خوږ نه شول.
په کور یې څو ځله امریکایانو چاپې ووهلې، یو ځل یې چاپه پرې ووهله کور ته یې اور ور واچوه، چرګان یې څاه ته واچول، په کور کې چې یې هر شی ليدلي و؛ مات کړی به یې وو او څاه ته یې اچولي وو، شهید دوی هم له هغه ځایه مجبور شول، کډه یې وکړه؛ د همدې ولسوالۍ مجت ساحې ټپور کلي ته ولاړ.
شهید مدثر د جهاد په ډګر کې زیات شمېر اشغالګر او داخلي غلامان ووژل، خو بلاخره د یو لړ مشکلاتو له امله، هجرت ته اړ شو؛ چې څه موده یې د هجرت په دیار کې تېره کړه.
وروسته د هېواد په ځینو سیمو کې خوارجو ظهور وکړ، د یادې فتنې او ډلې د محوه او خنثی کولو لپاره اسلامي امارت منظمې قطعې جوړې کړې، تشکیلونه ورته شروع شول.
نوموړي غازي به په قطعه کې د تګ زیات ټنیګار کولو، خو دا چې یاد مجاهد د ولسوالۍ د استخباراتو مدیر و؛ مسؤلیت یې زیات او ډلګۍ مشر (شهید عاشر آخندزاده) یې اجازه نه ورکوله، آخر داعشیانو د ننګرهار په ولایت کې زیات پرمختګونه او تحرکات وکړل، نو د ولایت له لوري دا فیصله وشوه، چې د هرې ډلګۍ څخه دوه، دوه نامتو او زړور مجاهدین انتخاب شي او ننګرهار ته دې تشکیل وکړي.
د شهید عاشر آخندزاده تقبله الله د ډلګۍ څخه شهید مدثر او بل ملګری یې؛ مجاهد شاهین انتخاب شول، شهید مدثر په دغه وخت کې الیشې( يوه سیمه ده ) ته په یوه کار پسې تللی و، کله چې د ولایت له خوا ورته وویل شول؛ چې ته انتخاب شوی یې، فقط دومره رابطه یې وکړه، چې یو ملګری او یو جوړ ( چې خراب نه وي) موټرسایکل انتخاب کړئ! ترڅو زه در ورسېږم چې حرکت وکړو.
کله چې را ورسېد؛ مازدیګر مهال و، په دروازه کې یې وړوکې لورکۍ ته ته دری٣ دانې پنځه ګون ورکړل، چې جمله ١٥ افغانۍ کېږي، دا په هغه وخت معمولاً د یو سرښیندونکي مجاهد د جیب سرمایه وه او خپلې د زړه ټوټې وړوکې لورکۍ ته یې وویل: چې ما خو جرابې درته رانه وړلې؛ بیا یې ته پخپله واخله، په مخ يې ښکل کړه او د ننګرهار د تورو غرونو په لور ور څخه روان شو.
ملګری یې داسې کیسه کوي؛ حرکت وشو، د مَجَّت د قادرخېلو جومات ته ورسېدل، نورو مجاهدینو ډوډۍ خوړلې وه او موږ د دوی څخه پاتې شوي وو، موږ هم ډوډۍ وخوړله، لمونځ مو وکړ او بیا ویده شولو.
سهار وختي مو تېل او نور د ضرورت شیان واخيستل او د جغتو ولسوالۍ په لور مو حرکت وکړ، وروسته د غزني ولایت ته او بیا پکتیا ولایت ته ناوخته ورسېدو، هلته مو ښه میله وکړله، ٢٨ شاوخوا ملګري راسره وو، کله مو چې شیان اخستلو، بوټ څادر او نور د ضرورت وړ توکي؛ مدثر جان د ځان لپاره فقط یو جوړ بوټ واخیستل او حال دا چې د ټولې قطعې د مصارفو پیسې له ده سره وې.
سهار وختي مو بیا حرکت وکړ، شپه مو یو بل ځای ته ورسوله، بل مازدیګر د ننګرهار زاوې سیمې ته ورسېدلو، چې هلته زموږ د قطعې ملګري له مخکې نه موجود وه؛ پنځه شپې مو دمه وکړه، بیا مو د خط په لور حرکت وکړ، چې تر تورې بوړې ازار تنګي پورې ساحې فتحه او د خوارجو مړي پکې پراته وو، د تورې بوړې نه ور ها خواته یو تنګی و، چې هلته مو مرکز جوړ کړ او دېره شوو.
د خوراک لپاره هېڅ شی نه وو، شهید مدثر یو څه اندازه غنم پیدا او لکه خپل بچيان یې چې وږي وي؛ په پخوانۍ ژرنده پسې ګرځېدو، غنم یې اوړه کړل او ډوډۍ مو ترې پخه کړه، بله ورځ په خط خوارجو تعروض را وکړ، زموږ یو ملګری چې مصور نومېده؛ د شپې په ١٠ بجو زخمي شو، تر مرکز پورې مو راوړلو، سهار ٨ بجې شوې، ټوله لاره، تيږې او کاڼي یې په وینو سره شول.
زخمي له یوې خوا دروند و او بل سخت پېچلی غر و، ملګري هم ستړي وو، موږ دلته درمل او د درد پیچکارۍ نه درلودې، له پیرآغا څخه مو کچره (آس ډوله حیوان) وغوښتله او مصور مو پرې بار کړ.
کله یې چې حرکت کاوه؛ د شهید مصویر آخرینۍ خبره دا شوه « اه مدثره ته خو مې خپل یې! زړه مې اور واخیست، اوبه راکړه او مه مې وړئ» کله چې یې حرکت وکړ؛ درې ملګري ورسره روان شول، ٢٥ دقیقې وروسته یو خوږ بوی خپور شو، چې ومو کتل؛ مصور تقبله الله شهید شوی و، ټولو ملګرو ژړل، د شهید مدثر سترګې هم سرې او له اوښکو را ډکې شوې، خو ملګرو ته یې وویل: اې بېغیرتانو! سبا به زه هم شهید کېږم، تاسې به همداسې ژاړئ! د څه لپاره راغلي یوو؟ که هدف مو شهادت وي، بیا نو ژاړی ولې؟!
مصور شهید ته مو سره میاشت را وغوښتله او ورته تسلیم مو کړ، تر څو جنازه یې خپل کور ته وروړي، تشکیلونه روان وو؛ تر دې چې خوارجو بشپړه ماتې وخوړله او د الله تعالی په نصرت سره یاده فتنه محوه شوه.
بیرته مو پلان د زاوې خواته ( زموږ لومړي مرکز ته ) د روانېدو و، چې شهید مدثر ویل: نن به شپه همدلته وکړو، یو پسه یې حلال کړ، ټول ملګري خوشحاله وو، یو خو د خوارجو له فتنې خلاص شوو؛ ټولې ساحې فتحه شوې او بل سبا د کور په طرف روانېدو، آخر سبا شو، روان شوو او شپه مو تورې بوړې ته ورسوله.
هلته ځینې خلګ خپلو کورونو ته راغلي وو، هر ځای خوشحالۍ، دعاګانې او خیراتونه کېدل، حتی تر دې پورې، چې یو کور ته موږ ورغلو؛ هلته هوا سړه وه، د هغه کور مالک موږ ته د خپل کور چت (بام) را ړنګ کړ او لرګي یې بخارۍ ته واچول، نور د خوارجو په ورکېدلو، د اولس د خوشحالۍ اندازه تاسې له دغه اخلاص څخه مالومولی شئ! دریمه شپه مو اولني مرکز ته را ورسوله.
خو دلته یوې صحنې خورا زیات وژړولو، د شهید مصور موټر سایکل، کيلۍ او د جیب شیان په مرکز کې پراته وو، خو مصور نه و، د دې صحنې د لیدلو توان مو هېڅ نه درلود، دوهمه ورځ د وردګو ولایت په لور را روان شولو، درې ورځې وروسته د مَجَّت میتر کلي ته د شپې په نهه بجو را ورسېدو.
له دې وروسته شهید مدثر دښمن زیات تعقیبوه، مدثر به ټلیفون بېخي نه ګرځاوه، دښمن ډېر پسې ستړی و، آخر د ۱۳۹۸ ه ق کال، د جدي په ٩ نېټه، د شپې١٢ بجې شاوخوا وخت به و؛ چې طیارې را پیدا شوې، درې دانې ډبنې یې د اله خېلو په غره کې کښېنولې، عسکر نیم په غره او نیم د باغو په لاره پیاده شول.
اله خیل، علي همت او بلا اخره تر مدیارخېلو پورې ټولې لارې، جوماتونه او د کلي اضافه کوټې (مهمانخانې) یې کتلې وې، په مدیارخېلو کې مدثر، روزالدین او مبارز له جومات څخه راوتلي وو او د لارې په څنګ کې په یوه ویاله کې یې کمین نیولی و او قسیم خالد چې امريکايي پیکا ورسره وه؛ په جومات کې دننه کمین نیولی و، خو امریکایانو د څنګ له خوا په سر ویشتلی و، بیا جومات ته داخل شوي وو، د جومات امام یې شهید کړی و، بیا لارې ته ښکته شوي و.
د یادو غازیانو له خوا پیر پرې شروع شو، ٣ کسان لګیدلي و، د جنګ په جریان کې، مبارز او روزالدین (وروڼه) یې مخامخ ویشتلي وو او مدثر له یو څه مخامخ مقاومت وروسته؛ د ډرون په ګذار د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، ټوټه ټوټه شوی و، نحسبه کذالک والله حسیبه.
یادونه: د شهید مدثر تقبله الله مسؤلیتونه: دوه کاله د چک ولسوالۍ نظامي مسؤلیت، یو کال ملکي ولسوال او تر شهادته پورې د چک ولسوالۍ د استخباراتو مدیرت.د شهید تراب خان (مدثر) تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه:
د أمت نومیالي

یادونه: د شهید مدثر تقبله الله مسؤلیتونه: دوه کاله د چک ولسوالۍ نظامي مسؤلیت، یو کال ملکي ولسوال او تر شهادته پورې د چک ولسوالۍ د استخباراتو مدیرت.