د شهيد نورالرحمن (عبدالله) ژوند او جهادي کارنامو ته لنډه کتنه:

#image_title

د ننګ، مېړانې، اخلاص او تقوا ځلانده ستوری شهید سعید نوالرحمن (عبدالله) تقبله الله د مرحوم حاجي تازه ګل زوی په (١٩٩٨/٤)م کال د پکتیا ولایت زرمت والسوالۍ، د سهاکو سیمه کې په یو جهاد پاله کورنۍ کې دې پاني نړۍ ته سترګې وغړولې.

شهید نوالرحمن عبدالله دیني زده کړې د جومات له ملا امام څخه پیل او په څنګ کې یې ورسره د سهاکو عالي لېسه کې هم عصري زده کړې پیل کړې.

 

شهید عبدالله له ماشومتوب څخه د جهاد له سپيڅلې فريضې سره بې کچې مينه درلوده، د یرغلګرو ظلمونو او د ملګرو شهادتونو ترې د درس خوند وړی و، په ډېره بې صبري يې دیني زده کړې تر اولې درجې او عصري زده کړې یې تر (٥) ټولګي پورې ترسره کړې.

ورپسې یې د امریکا او د هغوی د غلامانو پر وړاندې جهادي مبارزې ته ملا وتړله، چې د جهادي مبارزې لپاره له خپلې ساحې څخه نورو ولایتونو ته لاړ، هلته يې هم له غیرت او مېړانې ډکې کارنامې په میراث پرېښودې.

له څه وخت وروسته شهید نوالرحمن عبدالله بېرته خپلې ساحې ته راستون شو او په خپله ساحه زرمت کې يې د (ملا لیاقت عمر) تر مشري لاندې، بیا خپل جهاد ته دوام ورکړ.

شهید عبدالله په ډېره مېړانه او شجاعت سره د دُښمن په مقابل کې هر ډول قرباني ته اوږه ورکړه.

د جنګ ډګر کې يې ځانګړی نوم درلود، د غرب ډېر غلامان یې هلاک کړل.

په ملګرو کې هم په تقوا، غیرت، اخلاقو او خاکساري مشهور ځوان و، چې ملګري به زیات وخت په ده راټول وو او دده له مجلس سره يې ځانګړې مينه درلوده.

وخت تېرېده؛ چې د اسلام په جامه کې، د اسلام سرسخته دُښمنانو، خوارجو داعشیانو په خلاف یو بله مبارزه شروع شوه، که څه هم مجاهدین په دريو جګړو کې قرار درلود، یو د یرغلګرو بل د هغه د غلامانو په خلاف او درېيمه يې د خوارجو خلاف، خو د دواعشو خلاف نوې جګړه وه، چې له ولايتونو څخه ورته قطعې تیارېدلې، چې نوموړي مجاهد هم په دې جګړه کې په ډېره بې صبري او خوشحالۍ برخه پکې واخیسته.

دې اتل مجاهد د خوارجو په خلاف يو غاښ ماتوونکې مبارزه وکړه، ډېر خوارج يې تر تېغ تېر کړل، خوارجو د دې اتل له بريدونو څخه هېڅ کرار نه درلود، خوب يې ورباندې حرام کړی و. نوموړي مجاهد که څومره له جهاد سره مینه وه همدومره یې له شهادت او د الله عزوجل له لِقا سره مینه وه، چې هر تعرض او کمین کې یې په وار-وار له ملګرو څخه د شهادت دعاګانې غوښتې.

بالاخره ځواني مرګ شهید نوالرحمن عبدالله( ١٤٤٠) ه. ق کال درمضان المبارک میاشتې په اتمه ورځ، د خوارجو سره په مخامخ جګړه کې، د ننګرهار ولایت، جلال آباد ښار په مربوطاتو کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، چې رب جل جلاله يې له ډېرو تکلیفونو وروسته دا آرمان پوره کړ او خپلې لِقآ او دیدار ته يې په وینو رنګ ور وغوښت.

اسلامپال ( یو تن مجاهد ) یې د شهادت کیسه داسې بیانوي:

کله چې په خوارجو له څو برياليو تعروضونو وروسته، يو بل تعرض برابر شو، چې ډېر بريالی تعرض و، نوموړي مجاهد څو خوارج په همدې تعرض کې، د جهنم کندې ته ټېل وهل او بالاخره شهيد عبدالله په داسې حال کې شهيد‌ کېږي، چې د دُښمن مرمۍ یې مخامخ په ټټر وخوړلې، معمول داسې دی، چې کله څوک د دُښمن مرمۍ مخامخ په سینه خوري، بايد سړی شاته ړنګ شي، خو شهيد عبدالله په دې حال کې مخامخ په ځمکه رب جل جلاله ته په سجده پرېوزي، د څو تنه مجاهدينو په حضور کې شهيد عبدالله دا کرامت ښکاره کوي، اسلامپال وایي: چې کله دی د سجدې په حالت کې و، ما غږ پرې وکړ، عبدالله پورته شه د دُښمن د ويشتلو خورا ښه موقع ده، خو ده غږ نه وکړ، کله مې چې ور وکتل له عبدالله څخه وينې روانې وې او شهيد شوی و، بیا د هغه شهید جسد تر ډېره وخته هلته د مبارزې په میدان کې شهید پروت و او د کوچني اختر په (٢٥ ) ورځ خپل پلرني ټاټوبي زرمت ته راوړل شو او خاورو ته يې وسپاره.

روح یې ښاد او یاد یې تل تر تله.

 

نحسبهه کذالک والله حسیبهم.

اناالله واناالیه راجعون

هرماس الافغاني
Exit mobile version