د اسلام د لښکر حوض ته د ځینو قریشو راتګ، او د هغوی وژنه:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم جوړ کړل شوي حوض ته د کفر د لښکر ځینې لارویان راغلل؛ ترڅو اوبه ترې وڅښي، خو هغوی ټول ووژل شول، یوازې حکیم بن حزام ترې روغ ووت، هغه وروسته اسلام راووړ.
د اسلام په دور کې چې به یې کله قسم کاوه، نو ویل به یې: زما دي په هغه ذات قسم وي، چې په بدر کې یې نجات راکړ.
د ابو جهل په وړاندي د یو مخالفت راپورته کېدل:
قریشو عمیر ابن وهب الجحمي ته دنده ورکړه، چې ته د اسلام د لښکر سروې وکړه، هغه په لښکر راتاو شو، او بیرته راغی ویې ویل، لښکر د درې سوه تنو په شاوخوا کې دی، خو اجازه راکړئ، وګورم چې کوم کمین یا نور کومک خو به نه لري، بیا لاړ او په وادي کې یې تر ډېره آس وځغلول، خو څه یې ونه لیدل، بیرته راغی، او ویې ویل، نه بل کمین، نه نور کومک لري، خو اې قریشو! داسې بلاوې مې ولیدلې چې د مرګ پیغام یې درلود، د مدینې اوښانو خالص مرګ راوړی دی، زه قسم خورم چې له هغوی نه هیڅوک تر هغو نه مري تر څو یې تاسو نه یاست وژلي، هغوی د تېښتې ملجأ توره ده، او د هغو راز په تورو کې دی، نو اې قریشو! ښه فکر وکړئ.
دلته د ابو جهل په وړاندې یوبل مخالفت راولاړ شو، عتبه د حکیم ابن حزام په تحریک او وړاندیز باندې پاڅید، او قریشو ته یې د بیرته ستنېدو توصیه کوله، هغه وویل: تاسو له محمد او ملګرو سره یې له جګړې څه نشئ لاسته راوړلای، نه کومه کارنامه کولای شئ، که تاسو هغه ووژنئ هم نو داسې مخونه به ووینئ، چې خوشال به نه شئ، هر چا به پلار، ورور، د کا کا زوی، یا بل خپلوان وژلی وي، نو بیرته ستانه شئ، محمد او نور عرب سره پرېږدئ.
عتبه حکیم ابن حزام ته وویل: ته ورشه ابو جهل ته ووایه چې د ابن حضرمي حلیف زه یم، او زه د هغه د ټول مال ضامن یم _ابو جهل د قریشو د راپارولو لپاره او د جنګ د رامنځته کېدلو لپاره تل د ابن حضرمي د وژلو خبره تکراروله، حکیم چې ابو جهل ته راغی، نو د ابو جهل ټنډه تروه شوه، ویې ویل: عتبه وېرېدلی، تر هغو به ستانه نشو تر څو الله زموږ او محمد تر منځ وروستۍ فیصله نه وي کړې، او بله داچې د هغه زوی (أبو حذیفه) له هغوی سره دی، ځکه تاسو وېروي.
دا خبرې چې عتبه ته ورسېدې، ښې پرې ونه لګېدې، ویې ویل: ابو جهل ویرې اخیستی، دا په کوناټیو عطر وهونکی به پوه شي چې د چا سینه له وېرې ډکه ده.
ابو جهل له دې امله چې مخالفت زور ونه نیسي، د وژل شوی ابن حضرمي ورور (عامر ابن الحضرمي) ته یې حال ولېږه، چې وګوره، ستا حلیف (عتبه) غواړي لښکر بیرته ستون کړي، په داسې حال کې چې دغه د انتقام زرینه موقع هم ده.
په دې سره عامر خپل کوناټی لوڅ کړ، او په لښکر کې یې چیغی کړې: واعمرا واعمرا! او په دې سره لښکر په جوش کې راغی، د عتبه د عقلمندۍ خبرې هیرې شوې، جوش پر هوش غالب شو.
په دې جریان کې یو تن مشرک (أسد بن عبد الأسد المخزومي) د لښکر له لیکو راووت، او قسم یې وکړ، چې یابه له حوضه اوبه څښم او ړنګوم به یې، یابه وژل کېږم، په وړاندي یې د الله او د هغه د رسول زمری (حمزه) ودرید، او په یوه ګذار یې په شا را ړنګ کړ، هغه بیا هم هڅه کوله چې حوض ته ځان ورسوي، خو د حمزه دوهم ګذار د ځمکې د تل کړ.
تن په تن مبارزه:
عتبه ته د ابو جهل د پېغور پایله داشوه چې هغه خپل ورور (شیبه) او زوی (ولید) له ځان سره کړلو، او له لښکره راووتلو، چیغې یې کړې: “هل من مبارز؟ ” څوک مبارز شته؟
د اسلام د لښکر له لیکو درې تنه انصار (عوف، معوذ او عبد الله بن رواحه) میدان ته راووتل، مشرکانو ورته وویل: تاسو څوک یئ؟ دوی ورته وویل: موږ انصار یو، مشرکانو وویل: تاسو ته اړتیا نلرو، بیا یې غږ وکړ، محمده! موږ ته زموږ له خپل قوم نه سیالان راولېږه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم غږ وکړ: حمزه، علي او عبیده بن الحارث راووزئ، دوی راووتل، دا چې دوی نقابونه وهلي و، نو مشرکینو ورته وویل تاسو څوک یاست؟ دوی ځانونه ورته معرفي کړل، مشرکینو وویل: تاسو قدرمن سیالان یاست، عبیده په درې واړو کې مشر و، هغه د عتبه، حمزه د شیبه، او علي د ولید په وړاندي ودرېدل، جګړه پیل شوه.
علي او حمزه په ډېر کم وخت کې خپل حریفان ووژل، د عبیده او عتبه ترمنځ سیالۍ روانه وه، دواړه ټپیان شول، د عبیده پښه غوڅه شوه، په عتبه باندي حمزه او علي ورتاو شول او ویې وژل، عبیده د جنګ په څلورمه یا پنځمه ورځ مدینې ته پر لار، په صفراء سیمه کې شهید شو، د دوی په اړه متعال رب دغه ایت نازل کړ:
“هَذَانِ خَصْمَانِ اخْتَصَمُوا فِي رَبِّهِمْ فَالَّذِينَ كَفَرُوا قُطِّعَتْ لَهُم ثِيَابٌ مِنْ نَارٍ يُصَبُّ مِنْ فَوْقِ رُءُوسِهِمُ الْحَمِيمُ
ژباړه: دا دوې ډلي (مؤمنان او کافران) چې په منځ کې يې د خپل رب په باب جګړه ده؛ نو له دوی څخه د هغو خلکو لپاره چي کافران شوي دي، د اور جامې جوړي شوي دي، د هغو د سرونو د پاسه به خوټېدلي اوبه واړولای شي.
عبیده د زخمونو په حالت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوستل شو، او ورته ویې ویل: ایا زه شهید یم، هغه صلی الله علیه وسلم ورته وویل: “أشهد أنک شهید” زه شاهدي ورکوم چې ته شهید یې.
د شهادت نه مخکي دې پاک شهادت دغه اشعار وویل:
فإن یقطعوا رجلي فإنی مسلم
أرجی به عیشا من الله سالما
و ألبسني الرحمن من فضل منه
لباسا من الإسلام غطی المساویا
ژباړه: که دوی زما پښه غوڅه کړه خیر ده، زه مسلمان یم، په عوض کې یې له الله نه د سالم ژوند هیله لرم، ماته متعال رب پخپل فضل سره د اسلام داسې جامې راغوستې، چې زما تول عيبونه یې پټ کړل.