د داعش په اړه خلک څه وايي؟

طاهر احرار

 

دوهمه برخه

له کابل ور وړاندې د پنجشېر ښکلې درې ته ورورسېدم، ددې ځاى اکثر اوسېدونکي تاجک دي او نن سبا داعش هم د تاجکستان د لاس اله ګرځېدلې، خو د دوى فکر بدل وو، دوى له داعشيزم داسې وېرېدل او بد يې ګڼل، لکه سړى چې ژوندى اورته اچوي.

د عنابې ولسوالۍ د باﺯار په يو هوټل کې مې له يو سپينږیري وپوښتل، هغه وويل: چې الحمد لله د پنجشېر اوسېدونکي د امام ابوحنيفه( رحمه الله) د مذهب پيروان دي.

د دې درې له يو سر تر بله هيڅ سلفي یا غیر مقلد نه دی پکې پېژندل شوى.

دلته د روس خلاف د جهاد په وخت ډېر عرب اوسېدل، چې غیر مقلدین وو، خو هيڅ يو پنجشېرى يې هم غیر مقلد نکړ.

د پنجشير خلک غواړي په عزت ژوند وکړي، هيڅ د پنجشير اوسېدونکى نه غواړي چې پخپله داعش شي او يا له داعش ملاتړ وکړي، موږ له هغوى ﺯياته کرکه لرو.

يو شى چې موږ پرې خجالت يو هغه دا دى؛ چې موږ د امريکا د ماتېدو لپاره د افغانستان د اسلامي امارت ملاتړ ونکړ، کوم چې په تاريخ کې ﺯموږ لپاره شرمونکی دى.

نو په هيڅ صورت به هم ﺯما قوم داسې څه ونکړي چې د اسلامى امارت د کمزورتيا سبب شي.

هو! خبر يو، داعش افغانستان ته د تاجکستان له لارې راځي، کوم چې ﺯموږ قوم لپاره بد خبر دی، خو الله تعالی ګواه دی چې موږ به په دې کار کې له قوميت کار وانخلو او که ضرورت شو له خپل قوم سره هم د تعلقاتو پرېکون ته تيار يو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version