په تېرو دوو برخو کې مو په سوریه کې د سلیم په مستعار نوم د یو داعشي د مرکې ځینې ټکي لیکلي وو؛ د یورګن تودنهوفر او سلیم تر منځ اړیکه پرې کېږي او د ابوقتاده په نوم یو الماني وګړی، چې په سوریه کې د داعش ډلې غړی و، په همدې ۲۰۱۴ مېلادي کال کې ورسره پر لیکه کېږي.
د ابو قتاده اصلي نوم کریستان اِمده دی او پخوا پروتستان مسیحي و، له تودنهوفر سره یې اړیکه وصلیږي او د داعش ډلې په مطبوعاتو کې د یوې برخې د مسؤل په توګه ور معرفي کېږي.
ابو قتاده له رسنیو سره اشنا داعشي دی، د داعش د مشرانو په اړه هیڅ راز نه څرګندوي، په مرکه کې یې هڅه دا ده چې د دغه ډلې په اړه واقعیتونه پټ کړي، په اکثره مسایلو کې چوپ پاتیږي، د ځینو په اړه له محافظه کارۍ ډک ځواب وايي، هغه پوهېده چې زما د مرکې ټکي به خپریږي، خو چې بیا هم داعشي دی، نو د خپلي ایډیالوژۍ په اړه غږیږي.
د داعش ایډیالوژي او معمول دا دی، چې د دوی له فکر سره لږ توپیر لرونکي مسلمانان او جهادي ډلې تکفیروي، له اسلامه یې باسي او خپل لومړۍ درجه دښمنان یې بولي.
له ابوقتاده څخه د حماس غورځنګ په اړه پوښتنه وشوه، چې په اړه یې څه وايې؟ ابوقتاده وویل:
حماس او حزب الله یو ډول دي، حماس د اسلام په جامه کې دیموکراتان دي؛ د دې لپاره چې فکر دې راحته کړم، په غزه کې زموږ ملګرو راته ویلي، چې حماس زموږ لپاره تر اسرائیل خطرناک دښمن دی.
له ابوقتاده څخه په منځني ختیځ کې د داعشي فتنه ګرو د ارقامو په اړه پوښتنه وشوه، نوموړي په ځواب کې وویل:
“دقیق ارقام نه دي راته معلوم، خو ویلای شم چې هره ورځ د پنځوس تنه روسي ژبه ویونکي زموږ سره یو ځای کېږي؛ ویل کېږي چې په یوه میاشت کې له شپږ زره زیات جنګیالي زموږ سره یو ځای شوي، د موصل له نیولو وروسته زموږ د ملېشو شمېر په عراق کې لس برابره شو.”
په منځني ختیځ کې له داعش ډلې سره د روسي زبانو هېوادونو(چې پخوا د شوروي اتحاد برخه وه) اتباع یو ځای کېدل د پام وړ موضوع ده، له داعش ډلې سره له یوې لسیزې را په دېخوا د دغه هېوادونو، په ځانګړې توګه د تاجکستان هېواد اتباع یو ځای کېږي.
د تاجکستان او په عموم کې د شمالي او منځنۍ اسیا هېوادونو اتباع د منځني ختیځ تر څنګ په افغانستان کې هم د تېرو دریو کلونو پر مهال د ځان وژونکو بریدونو لپاره استفاده شوي دي.
په شمالي او منځنۍ اسیا کې د اسلام د ډیری احکامو پر تطبیق پراخ او کلک بندیزونه لګیدلي دي، د مسلمانانو مذهبي ازادۍ ډیرې محدودې دي او نشي کولای په ورځني ډول آن په فردي توګه لا په شریعت عمل وکړي.
بندیزونه په دې نوم لګول کېږي چې ګواکي په اسیا کې ترهګري زېږوي، خو برعکس بندیزونه د دې لامل شوي چې مسلمانان په تنګ شي او د داعش په څېر افراطي او تکفیري ډلې ته په اسانه ور جذب شي او پناه ور وړي.