د شوروي اتحاد د یرغل سره سم کله چې افغانستان کې جهاد شروع او جهادي تنظیمونه ګرمو معرکو ته ښکته شول نو د ټولې نړۍ مسلمانانو به په ډير افتخار سره دا مجاهدین یادول او له مختلفو سیمو څخه دلته د مرستې لپاره زیات شمیر مسلمانان راغلل او دوی امید لاره چې له دې ځایه به شروع کوي او یو ځل بیا به داسې حاکمیت منځته راوړي چې د ځوریدلي اُمت د پرهرونو ملهم شي.
په دې سلسله کې عرب مجاهدین هم دلته چې د جهاد لپاره راغلي وو د خدمت تر څنګ یې د پیښور په سیمه کې د القاعده په نوم د یو داسې تنظیم د بنسټ ډيره کیښوده چې اساسي دنده یې نور د یهودو حاکمیت په خلاف په ټوله نړۍ کې د اسلامي نظام تاسیس وو.
لنډ وخت کې دې تنظیم خورا زیات پرمختګ وکړ او غرب خپل د زوال وخت حس کړ خو د عادت سره سم چې نظامي مبارزه یې له وسه وتلې خبره وه نو د اسلامي ګروپونو په جامه کې یې داسې یو بل تنظیم رامخته کړ چې د ټولو اسلامي ډلو د پرمختګ مخه په ونیسي او د دې ترڅنګ د اُمت د پاشل کیدو تر څنګ د اسلام د بې باوري باعث شي.
دا تنظیم داعش (دولت اسلامي عراق شام) وو. دې ډلې سخت ظلمونه وکړل، له اولې ورځې یې په مختلفو سیمو کې ډیر ښه ښه مجاهدین شهیدان کړل او ټول فعالیتونه یې د اسلام د رنګ بدي او له اسلام څخه د خلکو د نقرت د پیدا کیدو لپاره دي.
منځني ختیځ کې دوی ناروا قتلونه، مذهبي اختلافات او زیات شمیر اقتصادي ځایونه ونړول او د غربي استعمار لپاره یې هر وخت زمینه مساعدوله.
عراق او سوریه کې یې په پراخه توګه مذهبي اختلاف رامنځته او د ځای مجاهدینو په لار کې یې ډير زیات خنډونه پیدا کړل، هماغه ده چې په اړونده سیمه کې یې صهیونیستي استعمار ته زمینه مساعده کړه او په سیمه کې یې د اسلامي نظام د منځته راتګ په نوم اسلام ډير کمزوری کړ.
افغانستان کې په ۲۰۱۴ م کال کې راپیدا شول، دا هغه وخت وو چې د اسلامي نظام او تاسیس ته د اسلامي امارت مجاهدین ډير نږدي شوي وو خو دوی د کابل د ادارې په ځای د مجاهدینو سره د جنک میدان ته ښکته شول، هماغه وو چې زیات وخت مجاهدین د دوی سره په جنګ مصروف شول او یو ځل بیا د کابل ادارې له دې موقع په استفادي ځان قوي کړ.
نو د دوی له لنډ تاریخ دا ښکاري چې هره کړنه یې د اسلام د زوال او بدنامي لپاره ده او هر وخت په هره سیمه کې د اسلامي نظام مخنیوی غرب د دوی په توسط کړی.