د اسلامي نظام مزایاوې/ځانګړتیاوې لومړۍ برخه

أبو جاوید

#image_title

اسلامي نظام د بشر یو له بنسټیزو او سترو اړتیاو څخه دی، هغه چې په نشتون کې یې د جهل، تعصب او ظلم ټغرونه هوار وي، د بشر له پیدایښته تر دې دمه همدغه اسلامي نظامونه دي چې د بشر چارې تنظیموي، عقیده یې سمبالوي او ټولنیز عدالت پلي کوي.

 

هغه مهال چې نړۍ د جهل په تیارو کې ډوبه وه، ټولنیز عدالت پایمال و او أشرافو د ټیټ ذاتو غوښې خوړې، د دې ټولو ناخوالو لامل د اسلامي نظام نشتون و، کله چې مدینې منورې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت نه وروسته هلته د اسلامي نظام ستنې محکمې شوې، د حکومتولۍ مسوده جوړه شوه، دا هر څه له منځه لاړل، مدینې منورې یوه داسې فضاء خپله کړه چې د نړۍ په کُره کې یې سیال نه و.

 

همدا لامل و، چې د دې نظام لمنه ورو ورو پراخېده، چې په پایله کې د روم او فارس ښکرورې امپراتورۍ هم ونړېدې، د مصر، شام او فلسطین سیمې د یاد سپېڅلي نظام برخې شوې.

 

د حجاز له خاورې را ټوکېدلی کاروان (اسلامي نظام) په دومره چټکۍ سره په سیمه کې خپور شو چې اټکل یې نه کېده، ځکه ټولو ټبرونو د اتحاد او یووالي دا سمبول د مزایاوو زېرمه ګڼله او دایې عملا محسوسوله چې د یاد نظام محوطه څومره ارامه، او له ټولنیز عدالته برخمنه وي.

 

دلته غواړم د اسلامي نظام مزایاوې راتولې کړم، که څه هم په بشپړه توګه به دا مزایاوې راټولول د قلم له توانه لوړ کار وي، خو زه خپله هڅه نه درېغوم.

 

د اسلامي نظام مزایاوې/ځانکړتیاوې:

 

۱:- د الهي احکامو تطبیق او پلي کول؛

د مخلوق پیدایښت د دې لپاره دی، چې ور په غاړه شوي مکلفیتونه ترسره کړي، د متعال رب جلاله ټول احکام او عبادات ترسره کړي: لکه الله جل شانه فرمایي: «وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا».  [هود/7]

ژباړه: متعال رب هغه ذات دی، چې ځمکه او اسمانونه یې په داسې حال کې په شپږو ورځو کې پیدا کړي دي، چې عرش يې د اوبو په سر و، تر څو تاسو وازمویي چې څوک ښه عمل کوي.

 

همدارنګه فرمایي: «و ما خلقت الجن والإنس إلا لیعبدون» سورة الذاریات(۵۶)

ژباړه: ما انس او جن پیدا کړي نه دي مګر چې زما عبادت وکړي.

 

د اسلامي نظام ټوله هڅه دا وي چې مسلمانان عباداتو او نور احکامو په سمه توګه اداء کولو ته وهڅوي، چې ددې برخې لپاره په خپل معاصر جوړښت کې یوه مستقله اداره (أمر بالمعروف، نهي عن المنکر) هم لري، ددغې ادارې کاري استقامت و مسلمانانو ته د عباداتو، اسلامي احکامو او نيکو اخلاقو تلقین ورکول دي.

 

موږ په فردي ډول هر یو تن مکلف یو، چې د آخرت د حساب لپاره په دې دنیا کې چې په حدیث شریف کې مزرعة الآخرة (د آخرت لپاره کښت) ورته ویل شوی، تیاری ونیسو؛ هغه څه وکړو چې اخروي سعادت مو نصیب کړی او دې موخې ته مو اسلامي نظام رسوي؛ د اسلامي نظام په محوطه کې مېشت افراد مکلف دي چې د یاد نظام اصول کوم چې له قران کریم او احادیثو مأخوذ دي، عملي کړي.

 

۲:- ژبنی، ټبرنی او سمتي تعصب له منځه وړل؛

اسلامي نظام د نورو نظامونو په څېر ګوندونه، احزاب او فرقې نه مني، خپل رعیت په پښتون تاجک، ازبک یا نورو قومونو نه ویشي، د عرب او عجم په نومونو د وېش انګېزه نه مني.

 

دغه حقیقت هغه وخت ښه جوتیږي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنلاره وڅېړو، هغه چې کله مدینې منورې ته راغی د داسې دښمنانو ترمنځ یې ورورولي قائمه کړه، چې له پېړیو د یو بل دښمنان ول، أوس او خزرج په خپلو نسبونو او قبېلو د تفاخر په شعارونو او د همدې ساختګي ارزښتونو لپاره په جګړو بوخت ول، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس جوړ شوي نظام یې دا واټنونه له منځه یووړل، ټول یې یوې کلمې ته راوبلل.

 

هم هغه و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ليس منا من دعا إلى عصبية وليس منا من قاتل على عصبية وليس منا من مات على عصبية». رواه أبو داود

ژباړه: هغوی زموږ (مسلمانانو) له ډلې څخه نه دي چې خلګ عصبیت ته رابولي، یا په عصبیت باندي جنګیږي او یا په عصبیت باندي مري.

 

نو اسلامي نظام ټول رعیت ته یو دول حقوق ورکوي، هیڅ قوم ته په بل باندي امتیاز نه ورکوي، دغه ځانګړنه د اسلامي نظام د ارتقاء او ارضي وسعة یو عمده لامل هم دی.

Exit mobile version