د اسلام‌هراسۍ پدیده او د داعش رول! دویمه برخه

جنید زاهد

#image_title

د اروپا په ټولنه کې د اسلام لور ته د دعوتګرانو شتون د دې لامل شوی و چې د اسلام ښکلې څېره اروپایانو ته ور وښودل شي، له بلې خوا هغه جهادي خوځښتونه چې په سمه او حقه لاره روان وو، نړۍ ته یې دا څرګنده کړې وه چې جهاد او اسلام د انسان نېکمرغي او د هم‌نوعه انسان له ظلم څخه د خلاصون پرته بل هیڅ هم نه غواړي.

هغه جهادي خوځښتونه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دین او انسانیت د دښمنانو پر وړاندې په مبارزه بوخت وو، په ښکلا سره یې د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړی و.

خو لوېدیځ چې په ځانګړي ډول یې په اروپا کې د اسلام له خپرېدو وېره لرله، هڅه وکړه چې د دې خوځښتونو د مخنیوي لپاره د اسلام په نوم داسې یوه ډله رامنځته کړي چې په ټولنو کې تاوتریخوالی وکړي، ویره خپره کړي او خپل ټول وحشتونه د اسلام او اسلامي ارزښتونو په نوم وتړي.

په حقیقت کې داعش د لوېدیځ لپاره د دې ناوړه موخې لپاره تر ټولو غوره وسیله وه، نو ځکه یې د دې ډلې د جوړولو او پراختیا لپاره کار وکړ او د هغو تعالیمو او سرچینو په مرسته چې په واک کې یې درلودې، داسې وحشیانه عملیات ترسره کړل چې د نړۍ د خلکو زړونه یې ټپي کړل او ټول بشریت یې حیران کړ.

هغه رسنۍ چې د دوی په واک کې وې، هره ورځ یې هڅه کوله چې د دې ډلې هالیوډي کړنې وښيي او ډول وغږوي چې دا ټول ظلمونه او وحشتونه د اسلام له ارزښتونو څخه سرچینه اخلي، هغوی کوښښ کاوه نړۍ ته دا وښيي چې هر څوک چې غواړي اسلام ومني، هغه به د داعش په څېر یوه څېره ولري او اسلام له دې پرته بل څه نه دی.

د اسلام د پراخېدو له وېرې سره، هغوی د اسلام پر وړاندې د جګړې لار غوره کړه، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمه اسلامي هېوادونو ته ننوتل، شتمنۍ یې لوټ کړې او ولسونه یې له منځه یووړل.

داعش په لوېدیځ کې د اسلام‌هراسۍ د رامنځته کولو لپاره یو له اغېزناکو او معاصرو خوځښتونو څخه ګڼل کېږي، د خپلو کړنو له لارې یې دې تنور ته دومره پوکی ورکړ چې اور یې ډېر کلونه مړ نه شي.

لوېدیځ، چې د اسلام له پراختیا وېرېده هیڅکله یې نه شول کولی چې دا مقدس دین له زړونو وباسي، ځکه چې حقیقت خپله لار پیدا کوي، خو د داعش د پلان له پلي کولو سره هغوی وتوانېدل چې د خلکو مخونه له حقیقت څخه واړوي او د خپلو دروغو پر لور یې متوجه کړي.

خو باید په دې پوه شئ چې الله تعالی د دې دین ساتنه او نصرت په خپله غاړه اخیستی او موږ د الله تعالی په وعده ډاډه یو چې هغه ډلې چې د الهي دین د نصرت لپاره جهاد او مبارزه کوي، د عدالت پر مسند کېني او داعش او د هغوی ملګري به د خپلو کړنو سزا وویني.

الله تعالی په خپل قرآن عظیم الشان کې د دوی د مکر پرده پورته کړې ده او فرمایي: دا هغه کسان دي چې غواړي د الله تعالی نور مړ کړي، خو دوی باید پوه شي چې الله تعالی د خپل نور او دین بشپړونکی او ختمونکی دی، که څه هم کافران او د هغوی ملاتړي یې و نه‌غواړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version