داعشي خوارج؛ د اسلام پر وړاندې د لویدیځ نوې وسله! لومړۍ برخه

احسان عرب

#image_title

د جهادي ډلو د جوړېدو او شکل نیولو فلسفه، د مظلومانو او ستم‌ځپلو دفاع بلل کېدای شي؛ دا هغه سپېڅلی مسؤولیت دی چې د دې امت رښتوني سړي یې پر اوږو وړي، کله نا کله دا ډلې د اسلامي نظام د قیام او د الهي شریعت د پیاوړتیا لپاره هم میدان ته راوتلې او د خپلې زړورتیا او مېړانې له برکته یې د اسلام احکام عملي کړي دي.

له هغه وخته چې د اسلام ستر پیغمبر صلی‌الله علیه وسلم مبعوث شو تر نن ورځې پورې، په هر پړاو کې بې‌شمېره ډلې او کتائب، د بېلابېلو نومونو او بیرغونو لاندې د نړۍ په هر کونج کې راښکاره شوي او د حی علی الجهاد شعار یې پورته کړی دی.

په دې منځ کې، ځینې یې پر حق وې او د جهاد اصلي بیرغ‌داران و، خو ځینې نورو بیا د جهاد له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستې او د اسلام او جهاد په نامه د اسلامي شریعت د ماتولو لپاره راوتلې دي.

دا هغه ډلې دي چې ظاهراً اسلامي بڼه لري، خو په حقیقت کې د کفري نړۍ اجیران دي او د دوی د ګټو د تأمین او د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره د اسلامي ټولنو له منځه راپورته شوي دي، په دې مقالو کې د الله متعال په مرسته هڅه کوو چې د داعش خوارجو اصلي څېره بربنډه کړو؛ دا چې دوی د اسلام په نوم د اسلام پر ضد جګړه کوي او نورو شرارتي کړنو څخه یې پرده پورته کړو.

په دې لړۍ کې به د داعش د خوارجو پر فعالیتونو لنډه کتنه وکړو، چې څنګه یې د اسلام سرسخت دښمنان خوشاله کړي دي، خوارج، سره له دې چې د جهاد او خیالي خلافت دروغجن شعارونه پورته کوي، د کفر نړۍ ته یې بې‌ساري خدمتونه کړي او په دې لار کې یې هیڅ ډول هڅې نه دي سپمولې.

د مسلمانانو تر منځ د نفاق اچولو، د جهادي ډلو پر ضد مبارزه، د اسلام بدنامول، د امت د علماوو او مفکرینو له منځه وړل او نور ګڼ زیان‌رسوونکي فعالیتونه د داعش خوارجو د شرارت یوه برخه ده چې موږ به یې په دې لړۍ کې روښانه کړو.

 

دوام لري…

هرماس الافغاني
Exit mobile version