د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت!

حارث عبیده

#image_title

د عثماني خلافت سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او علمي تاريخ د اسلامي نړۍ لپاره یو ښه دستاویز دی او کولای شي چې د تېرو تجربو څخه په ګټې اخيستنې له نزولي حالت څخه عروجي حالت ته ځان ورسوي، تاريخ د ماضي بیان دی خو هر څوک نشي کولای چې ښه تاریخ وليکي، په تاريخ ليکنه کې د تاریخی میتود سره اشنایي او د نویو خبرنیزو اصولو باندې پوهاوی اړین دی.

د پېښو پیدا کېدل، د هرې پديدې تاريخي سير او په اوس کې یې د تطبيقي مواردو لټول مهم دي، تاريخ د تیرو تجربو بيان دی او په حال کې له ماضي څخه گټه اخیستل او د راتلونکي لپاره فکر کول دي.

په دې سلسله کې دا څرگندیږي، چې يو وخت اسلامي مشران څوک و، د مشرۍ کړنې یې څنگه سرته رسولې، د مشرتابه معیار ټاکنه یې څنگه وه او مشر باید کومې ځانگړنې درلودای؛ د عثماني خلافت مشرانو عدالت ته ارزښت ورکاوه، انساني همدردي یې درلوده، له رعیت سره یې د مرستې روحیه پیاوړې وه او د انساني افکارو د پیاوړتیا لپاره یې هڅې کولې.

يوه ټولنه چې عدالت و نه لري، هلته انساني او ټولنيزې ستونزې ډېرې وي، په اسلامي نړۍ کې د انسانانو تر مینځ اړيکې په عدالت او احسان ولاړې دي، عدالت د دې لامل کیږي، چې د انسانانو تر مینځ مينه پيدا کېږي، اړيکې يې قايميږي او د انسان دوستۍ روحیه پکې پالل کیږي، په قرآن کريم كي راغلي دي: إن الله يأمرُ بِالعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ ) (نحل ۹۰۰)

په پورته آیات کې له عدالت سره احسان هم راغلی دی، له انسان سره په احسان او مرستې کولو د انسانانو تر مینځ مینه پیدا کیږي او انسان دوستي ته لار پیدا کوي، کله چې د يوې ټولنې په انسانانو کې عدالت پيدا شي نو ټولنيزې فتنې او ستونزې له مينځه ځي، ټولنيزې اړيکې کلکېږي او انساني بقاء پایښت پیدا کوي.

که چیرې عدالت د توازن او برابرۍ په مانا وکاروو او احسان د مرستې او انسان دوستۍ په مانا؛ نو د يوې ټولنې د پرمختگ لپاره دا دواړه اړین دي او د انسان دوستۍ د پیدا کېدلو په برخه کې دواړو برخو ته ارتیا ده، چې په عثماني خلافت کې يې بېلگې ډېرې دي، انساني همدردي او ورورولي هغه وخت یوې ټولنې کې قایمېدای شي چې چاپېریال انساني وي.

دلته د عثماني خلافت په جوړښت، امیرانو، لاسته راوړنو او ستونزو بحث کوو.

۱:- د ترکانو اصل نسب او اصلي هېواد

ماوراء النهر هغه سیمه چې نن موږ د (ترکستان) نوم ورکوو، په مشرق کې تر منگولیا او د شمالي چین د غرونو پورې، په لوېديځ کې تر کاسپین (خزر) سمندره، په شمال کې تر ميداني سيمو او د جنوب په لور د بر صغیر او فارس پورې غځېدلې ده؛ دا د غز کورنیو ټاټوبی دی، په دې سيمې کې د دې کورنۍ لویو لویو قبیلو ژوند کاوه چې د ترک یا اتراک په نامه پېژندل کېدې.

د شپږمې ميلادي پېړۍ په وروستیو کې دوی خپل اصلي ټاټوبی پرېښود او ډله – ډله د کوچنۍ آسیا په لور وکوچیدل، تاریخ پوهان دا مهاجرتونه په یو شمېر لاملونو پورې تړي، ځينې پوهان د دوی د مهاجرت لامل اقتصادي ستونزې گڼي، سختې لوړې او د آبادیو ډیروالی دوی د خپل ټاټوبي پرېښودلو ته اړ کړل او په داسې سیمو کې مېشت شول چېرته چې پراخه څړځایونه او د ژوند تېرېدو پراخې لارې وې.

ځينې تاريخ ليکونکي په دې اند دي چې د دې هجرت لامل سياسي اړخ دی، ترکانو له ځينو داسې پیاوړو قبيلو سره شخړې کړې وې چې د هغوی قوتونه او شمېر خوار ډېر و، لکه منگولیا چې له دې دښمنۍ څخه د ژغورلو لپاره دوی ترکستان پرېښود او داسې سیمو ته لاړل چې هلته امن وي او په سوله کې ژوند وکړي دا نظر د داکتر عبداللطيف عبدالله بن دهیش دی.

د منگولیانو له دښمنۍ څخه د ژغورنې لپاره یې د لوېديځ لار خپله کړه او د جیحون سیند ته په نېږدې سيمو کې دېره شول له هغه ځايه بيا جورجان او تبرستان ته راغلل او هلته یې خپل ژوند ته دوام وركر، په همدې ډول تركان له هغو اسلامي سيمو سره نېږدې شول چې مسلمانانو په (۲۱ هجري ٦٢١ ميلادي) کې د جگړې په بنیاد او فارس کې د ساساني دولت له پرځېدو وروسته فتحه کړې وې.

هرماس الافغاني
Exit mobile version