د پاکستان پوځي رژیم تل خپلې ستونزې په افغانستان ور تپي، پوښتنه دا ده، چې ولې او د څه لپاره دا کار کوي؟
په دې لنډه لیکنه کې به موږ کوښښ وکوو، چې پدې اړه یو داسې جامع، تحلیلي، استخباراتي او اکاډمیک راپور محترمو لوستونکو ته ور وړاندې کړو، چې د استخباراتي موادو، تاریخي مقدماتو، ستراتیژیکو اشاراتو او تحلیلي جوړښت له مخې ترتیب شوی وي.
اول به د پاکستاني رژیم داخلي بحرانونه وڅیړو او بیا به دې پوښتنې ته، چې ولې پاکستانی رژیم خپلې ستونزې په افغانستان ور تپي؟ معقول او منل شوی ځواب پیدا کړو.
۱: اجرایوي لنډیز
پاکستان د خپلې ناکامې دولتسازۍ له پیله تر ننه پورې د یو شمېر مزمنو، جوړښتي او امنیتي ستونزو سره مخ دی، د دې ستونزو د مدیریت پرځای، د پاکستان پوځ/استخبارات د هغوی لپاره صادراتي مدیریت (Externalization Strategy) غوره کړی، چې اصلي هدف یې د کورنیو بحرانونو بار پر افغانستان اچول، د سیمې ستراتیژیک توازن ګډوډول او د نړیوالو ملاتړ ځان ته جلبول دي.
د پاکستان پوځي رژیم په منظم ډول هڅه کړې او اخته دی، چې د خپلو ناکامیو لپاره افغانستان یو ډول سیاسي او امنیتي سپر وګرځوي او پدې وسیله د خپلې ماتې د پټولو کمزورې هڅه وکوي.
۲: د پاکستان تاریخي جوړښت او د سیاست میکانیزم
پاکستان له پیل نه د تشکیل له ازلي بحران سره مواجه دی او همدا لامل دی، چې د ۱۹۴۷میلادي کال/ د پاکستان د پیدایښت راهیسې دغه هیواد د لاندې ستونزو سره مخ دی:
• د ملتسازۍ ناکامي.
• د قومي هویتونو ټکر. (پښتون، بلوچ، بنګالي، سندهي)
• په ملکي او دولتي ادارتو د پوځ ظالمانه تسلط.
• د اقتصادي ځان بسیاینې نشتوالی.
د دغه تباه کونکو بحرانونو په نتیجه کې، چې هر وخت د دغه هیواد پوځي رژیمونو، یو په بل پسې تعقیبي پالیسیو نتیجه ده، افغانستان د پاکستان د امنیتي ذهنیت یو دایمي اړخ ګرځېدلی.
۳: د “Strategic Depth” فلسفه:
د پاکستان پوځ او استخبارات دا ستراتیژي له ۱۹۷۰ لسیزې څخه را پدېخوا پر بېلابېلو شکلونو عملي کوي، چې د دغه ستراتيژۍ عمده بندونه په لاندې توګه دي:
• افغانستان باید هېڅکله خپلواك، قوي او متحد نه وي.
• کابل باید تل د اسلاماباد د نفوذ د ساحې برخه پاتې شي.
• هر حکومت چې د پاکستان د پوځي اجنډا پر ضد وي، باید بې ثباته شي.
دا ستراتیژي یوازې د افغانستان لپاره نده؛ بلکې د هند پر وړاندې د دفاعي عمق په نوم هم توجیه کېږي.
۴: د بحرانونو د صادراتي میکانیزم تحلیل
لکه وړاندې چې مو وویل، چې پاکستان د خپلې ناکامې دولتسازۍ له پیله تر ننه پورې د یو شمېر مزمنو، جوړښتي او امنیتي ستونزو سره مخ دی. د دې ستونزو د سم مدیریت پرځای، د پاکستان پوځ/استخبارات د هغوی صادراتي مدیریت غوره کړی، چې اصلي هدف یې د کورنیو بحرانونو بار پر افغانستان اچول، د سیمې ستراتیژیک توازن ګډوډول او د نړیوالو یو ډول ملاتړ جلبول دي، پوښتنه دا ده، چې په څه ډول خپلې ستونزې او په کومو ټکو افغانستان ته منتقلوي؟ په لاندې ټکو خپلې ستونزې افغانستان ته انتقالوي:
۱: د داخلي امنیتي فشارونو د (Deflection) کولو هڅه:
د پاکستان پوځي رژیم تل هڅه کوي، چې خپلې ستونزې افغانستان ته انتقال کړي؛ خو مګر کله چې په پاکستان کې:
• تحریک طالبان پاکستان قوت مومي،
• فرقېیزې جګړې زیاتېږي،
• د پوځ کمزوري ښکاره کیږي،
• سیاسي نظام له کړکېچ سره مخ وي،
نو پاکستانی پوځي رژیم او استخباراتي اداره ژر د Cross-Border Blame Doctrine فعالوي، یعنې ټول ګواښونه د افغانستان خوا ته منسوبوي.
۲: د نړیوالو ځواکونو د سپرلۍ تاکتیک
پاکستانی رژیم چې تل د داخلي امنیتي فشارونو د (Deflection) کولو په هڅه کې دی؛ نو ورسره په څنګ کې په ډیره چالاکۍ د نړیوالو ځواکونو د سپرلۍ تاکتیک هم کاروي او پدې سره له نړیوالو نه د امتیاز اخیستلو لپاره یې هر وخت د افغانستان نوم هم کارولی، د بیلګې په توګه څو موارد یادوو:
• امریکا سره (ترهګري له افغانستان څخه راځي).
• چین سره: (د CPEC امنیت ګواښل کېږي).
• د نړیوال IMF/World Bank سره: (که مرستې ونکړئ، د افغانستان بحران سیمې ته خپرېږي).
په لنډه توګه به ووایو، چې دا کارونه د پاکستاني رژیم لخوا په منظم او پلان شوي ډول ترسره کیږي او دا د جیوپولیټیکل بلیک میل کولو یو کلاسیک مثال دی.
۳: د اقتصادي ناکامیو پټول
وړاندې مو وویل، چې پاکستانی رژیم چې تل د داخلي امنیتي فشارونو د (Deflection) کولو په هڅه کې دی او ورسره په څنګ کې په ډیره چالاکۍ د نړیوالو ځواکونو د سپرلۍ تاکتیک کارولی او پدې کار یې له نړیوالو څخه د امتیاز اخیستو لپاره هر وخت د افغانستان نوم کارولی او بیلګې مو هم یادې کړي. دا د پاکستاني پوځي رژیم پالیسي ده، چې له وجهې یې په دوامداره توګه پاکستان د اقتصادي سقوط په حالت کې پاتې شوی دی؛ لکه:
• پورونه: ۱۲۶ میلیارده ډالر
• د پاکستانۍ روپۍ/ کرنسۍ سقوط
• بې وزلي او سخت زیاتیدونکی فقر
• هره ورځ صنعتي رکود
• ورځ تر بلې سیاسي ګډوډي
نو د دې ناکمیو د پټولو لپاره دا ټول بحرانونه د External Blame Architecture له لارې افغانستان ته منسوبوي.
۴: د کډوالو مسئله د استخباراتي فشار وسیله
هر وخت، چې پاکستانی رژیم، سیاسي یا اقتصادي فشار احساس کړي؛ نو:
• د افغان کډوالو د شړلو اعلان کوي
• د کډوالو زورونه زیاتوي
• سیاسیاتي کمپاینونه جوړوي
چې هدف یې د افغانستان په داخلی لحاظ تر فشار لاندې راوستل او نړیوالو ته ځان مظلوم ښودل دي.
۵: د سرحدي شخړو دوامداره مدیریت
ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني رژیم لپاره یوه ستراتیژیکه وسیله ده او هر وخت، چې یاد رژیم باندې خپل داخلي فشار زیات شي؛ نو په فرضي کرښه باندې هدفمندې سرحدي نښتې زیاتېږي، چې ورسره لاندې موخې نغښتې وي:
• د پوځي کړیو د نظامي بودیجې د زیاتولو لپاره د افغانستان د ګواښ تبلیغول.
• د پښتنو د قومي یووالي مخنیوی کول.
او دا کار د “Controlled Chaos Doctrine” یوه سنجول شوې بڼه ده.
۶: د پاکستان د استخباراتي سیستم رول
موږ وړاندې په ډیرو اړخونو، تاکتیکونو، چلونو، اهدافو او ستراتیژیو خبرې وکړې، دلته به د ISI یا د پاکستاني رژیم د اسختباراتو په چلند او د هغوی په عمده موخو لنډ نظر واچوو، د پاکستان د استخباراتو مباني (Operating Principles) رول دی او ISI په افغانستان کې درې اساسي اهداف لري:
۱: د هند سره مقابله
۲: په افغانستان کې تابع حکومت ټینګول
۳: په سیمه کې د اسلامي تنظیمونو د نفوذ مدیریت
او همدا شان پاکستاني استخبارات هڅه کوي، چې د کېس سټوډي ترتیب هم وکاروي، لکه:
• د مجاهدینو د دورې مهندسي
• له نړیوالو سره د دوهګوني لوبې پاليسي
• د TTP د متغیر استعمال او مدیریت هڅه
دا د پاکستاني استخباراتو عمده چلونه او اهداف دي؛ خو نن ورځ خبره بل ډول ده او که پاکستانی رژیم او استخبارات، په خپلو پالیسیو او اهدافو کې تغیر را نه ولي؛ نو په سیمه کې د پاکستان نه موجودیت موضوع له اټکل څخه لرې نده.
۷: د پراکسي ډلو سیستم
پاکستانی رژیم په دې هڅه کې دی، چې د خپلو ستونزو د صادرولو لپاره په افغانستان کې د یو ډول نمایشي/ پراکسي ډلو څخه کار واخلي او په دې توګه:
• په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي
• نړیوال وغولوي
• د پوځ داخلي سیاست توجیه کړي.
۸: د افغانستان له کمزورتیا څخه د پاکستان ګټه اخیستنه
پاکستانی رژیم هر وخت د افغانستان درې ډوله کمزورتیاوې د فشار د وسیلو په توګه کاروي:
۱: اقتصادي کمزورتیا: (تجارتي فشار، ترانزیټي محدودیتونه)
۲: سیاسي کمزورتیا: (د نړیوالو په رسميت پېژندنه کې خنډونه)
۳: امنیتي کمزورتیا: (د ګواښونو منسوبول)
د داخلي امنیتي فشارونو (Deflection) کولو هڅه، د نړیوالو ځواکونو د سپرلۍ تاکتیک کارول، د افغانستان له کمزورتیا څخه د پاکستان ګټه اخیستنه، د پراکسي ډلو سیستم، د پاکستان د استخباراتي سیستم رول، د سرحدي شخړو دوامداره مدیریت، د کډوالو مسئله د استخباراتي فشار وسیله، د اقتصادي ناکامیو پټول، د بحرانونو صادراتي میکانیزم، د “Strategic Depth” فلسفه او د پاکستان تاریخي جوړښت او د مزمن سیاست میکانیزم. دا ټول هغه موارد دي، چې د پاکستان د اوږدمهاله ستراتیژیک پلان برخه دي.
عمومي پایله:
په لنډه توګه ویلی شو، چې پاکستانی رژیم د خپلې ناکامې دولتسازۍ، تباه برباد اقتصادي جوړښت، ویشل شوي قومي جوړښت او ناوړه امنیتي ذهنیت له مخې یو مزمن بحران لرونکی هېواد دی. د دې بحران د مدیریت لپاره هغوی د Externalization Doctrine کاروي چې اصلي قرباني یې افغانستان ورته ټاکلی دی او د خپلو ستونزو د انتقال لپاره هلته درې ځانګړې لارې لري:
۱: د افغانستان د سیاسي ثبات تخریب
۲: د نړیوالو په وړاندې ځان د قرباني په بڼه وړاندې کول
۳: د بحران د سرچینې حیثیت له ځان لېرې کول
له همدې امله نن د یوې تاریخي، استخباراتي او ژورې پالیسۍ له مخې خپلې ستونزې افغانستان ته منتقلوي؛ خو مګر دا چې نن ورځ د افغانستان استخباراتي تګلاره، دفاعي ستراتیژیک پلان، د ملي امنیت دفاعي میکانیزم، د سرحدي مدیریت پلان، دیپلوماټیک ضد- سیاسي فشار ستراتیژي او د رسنیزې جګړې ځانګړی تیوریک چوکاټ په منظم او خپلواك ډول جوړ شوی؛ نو پاکستانی رژیم باید نور له خپلو ناسنجول شویو پالیسیو څخه تیر شي او موقع له لاسه ورنکړي؛ که نه لرې نده، چې افغانستان ته په کیندلي کوهي د پاکستان پخپله لار شي.
