د «غضب للحق» فلم!

خالد احرار

څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې خپل‌سري هوایي بمبارونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د وسله‌والو مخالفینو اوه مرکزونه یې ړنګ او اتیا تنه وسله‌وال یې وژلي دي؛ په داسې حال کې چې دا یوه کاذبه او بې‌بنسټه ادعا وه. حقیقت دا و چې ملکي وګړي او عامه تاسیسات یې په نښه کړي وو.

کله چې اسلامي امارت د خپل هېواد او ولس په دفاع کې د خپل مشروع حق له مخې، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي رژیم پر پوستو، چوڼیو او مرکزونو انتقامي بریدونه پیل کړل او د خپل ولس غچ یې ترې واخیست، نو دا ځل د کرایه شوي پوځ جنرالانو د «غضب للحق» په نامه عملیات اعلان کړل.

تېره ورځ د اسلامي امارت د ویاند دفتر او د ملي دفاع وزارت په ګډ کنفرانس کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت وویل: نن شپږمه ورځ ده چې پاکستاني پوځ په کابل، لغمان، ننګرهار، کنړ، خوست، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې د عامو خلکو کورونه، جوماتونه، مدرسې، عامه تاسیسات او د راستنېدونکو مهاجرو ۳ موقتي مېشتغالي یا کمپونه (په کندهار کې انځرګي کمپ، په تورخم کې عمري کمپ او په کنړ کې کمپونه) هدف وګرځول. د یادو هوایي بریدونو او د هاوانونو فایرونو له امله په ننګرهار، کنړ، پکتیکا، خوست، پکتیا او کندهار ولایتونو کې تر دې مهاله زموږ ۱۱۰ تنه ملکي هېوادوال شهیدان شوي، چې تر ۶۵ زیات یې ښځې او ماشومان دي؛ دغه راز ۱۲۳ تنه نور ټپیان شوي چې د دې هم غوڅ اکثریت ښځې او ماشومان دي.

په دې بریدونو کې عامو ولسي خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم ور اوښتي؛ ۳۷ بابه کورونه بشپړ او ۳۱۶ کورونه نیمه تخریب شوي، ۱۲ دوکانونه او ۱۹ بابه جوماتونه نیمه تخریب او شهید شوي، یو کلینیک او یوه مدرسه پکې تخریب شوي دي. د پاکستان د وحشیانه بمبارونو او هاوانونو له کبله نږدې ۸۴۰۰ کورنۍ هم بې‌ځایه شوې دي.

پوښتنه دا ده: دا څه ډول د ترهګرو ضد عملیات دي چې ترهګر پکې لکه د فلمي هیرو ژوندي پاتې کېږي، خو لسګونه ملکي وګړي پکې قرباني کېږي؟ ایا تر اوسه پکې د TTP کوم قومندان یا وسله‌وال ووژل شو؟ که غاصب پوځ یې د وژلو لاپې وهي، نو انځور یا نوم دې یې رسنیز کړي. ښکاره ده چې هېڅ یو وسله‌وال یې نه دی وژلی او نه هغوی افغانستان کي اوسيږي.

نور ولي محسود ژوندی او روغ رمټ دی، هغه لا هم له قبایلي سیمو بیانونه ورکوي او ویډیوګانې خپروي او وايي: پر پاکستان بریدونه به نور هم زیات شي. همداسې د داعش ډلې وسله‌وال هم در واخله چې دواړه د پاکستان په داخل کې شتون لري؛ خو پروژه لرونکي سرتمبه جنرالان همدا یوه ببولاله غږوي، چې داعش او TTP په افغانستان کې دي او له دغه ځایه پلان‌ګذاري کوي.

که د TTP یا داعش مشران په افغانستان کې دي، نو ولې یې په روانو عملیاتو کې نه وینئ؟ که یې نه وینئ، نو بیا ولې په سرحدي ولایتونو کې ملکي سیمې بمباروئ؟ دا خو داسې شوه لکه چې وایئ: مار مې ونه موند، نو د ګاونډي کور به وسوځوم چې مار را ووځي.

او که مو وژلي وي (لکه ادعا چې یې کوئ) نو بیا د TTP بریدونه ولې نه کمېږي؟ بلکې ورځ تر بلې خونړي او زیاتېږي. ښکاره خبره ده چې دا «غضب للحق» عملیات د TTP یا بلې ډلې د ځپلو لپاره نه وو، بلکې د افغان خاورې او حاکمیت د نښه کولو لپاره دي؛ څو په افغانستان کې یو پیاوړی نوې‌زیږېدلی اسلامي حکومت ريښې ټینګې نه کړي او په سیمه کې د نورو ازادي غوښتونکو لپاره بېلګه (الګو) نشي. هماغه خبره دلته ډېره ښه صدق کوي چې: مړ هم زۀ او پړ هم زۀ..

Exit mobile version