که څه هم جګړه په خپل ذات کې ورانونکې او ناسمه پدیده ده، خو کله چې یو ملت او یو نظام په کې ښکېل شي؛ بیا اړتیا ده چې ځینو اصولو ته ژمنتیا رامنځته شي او د اصولو له مخې مخته یوړل شي. عام متل دا دی چې «په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي» دا ښايي هغو جګړه مارو د خپلو کړنو د توجیه لپاره کړې وي چې په جګړه کې دغه اصولو ته پابندي نه لري.
د جګړې د اصولو له مخې د ملکي وګړو، چې ښځې، بوډاګان او ماشومان په کې شامل دي، ژوند باید په هر صورت کې خوندي وي، د هغوی د اوسېدو ځایونو او ملکیتونو ته دې درناوی وشي او له دې پرته هغه اړخونه چې په جګړه کې ښکېل نه وي، ژوند او خونديتوب ته یې پاملرنه یو انساني اصل دی. خبره مو پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم او اسلامي امارت د «رد الظلم» انتقامي عملیاتو بهیر کې د جګړې اصولو ته د ژمنتیا په اړه وه.
پاکستانی پوځي رژيم چې ځان د نړۍ له مډرنو او اصولو ته د ژمنو پوځونو څخه بولي، خو تور تاریخ یې ثابته کړې چې نه اصول پېژني او نه یې هم کله په ملکي وګړو رحم کړی دی، پوځي رژیم په خپله خاوره کې په بیا بیا ملکي وګړي، اعتراضونه او ځایونه په نښه کړي او د مطلوب، ترهګر او شر اچونکي په نومونو یې وژلي، تري تم کړي او کورونه یې ور نړولي دي، پر افغان خاوره د خپلو وحشیانه بریدونو پیل او تر دې مخکې هم د خپلو وحشتونو ناوړه تاریخ لري.
د فرضي کرښې شاوخوا یې په خپلو ړندو بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي او سلګونه افغانان یې د خپلو بریدونو هدف ګرځولي او شهیدان کړي دي، د روژې مبارکې میاشتې په بهیر کې یې هم د نوو بریدونو پر مهال لسګونه ماشومان، ښځې او بوډاګان شهیدان کړل، چې اسناد او راپورونه یې په سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو کې لا هم د وحشت د بېلګو په توګه کارول کېږي.
بل اړخ ته بیا د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو په خپلو کمو امکاناتو هم د جګړې اصول په بشپړ رعایت کړي دي او تر څو چې کره استخباراتي او ستراتیژیک معلومات ونه لري، هغه ځای نه په نښه کوي، تر دې دمه یې یوازې پاکستاني پوځیان، د هغوی پوستې او مېشت ځایونه په نښه کړي دي، په دواړو خواوو کې استخباراتي معلومات هېڅ د پرتلې وړ نه دي، د پنجابي رژیم د پوځي استخباراتو سترګې ړندې دي، یوازې د وسلې د استعمال وړتیاوې ارزوي، خو افغان استخباراتي سرچینې د خاورې او ولس ساتنې د روحیې له مخې دقیق معلومات ټولوي او یوازې وسله وال دښمن په نښه کوي، د ملکي وګړو د خوندیتوب په خاطر د پوځي سرعت مخنیوي کوي او انتظار پاتې کېږي.
د اسلامي امارت د دفاعي ځواکونو دغه اصل ټولو اوسنیو او پخوانیو پوځي کارپوهانو او چارواکو هم تایید کړی دی او په دې برخه کې په یوه نظر دي چې د اسلامي امارت دقیق استخباراتي معلوماتو او د هدفونو مشخصول ددې سبب شوي دي چې یوازې د پوځي رژيم هغه جګړه مار او کرايي قاتلان په نښه کړي چې تل یې د ملکي وګړو او موخو د په نښه کولو له لارې وحشت ته لمن وهلې ده.
د پوځي رژيم په اصولو کې د وژل شویو ملکي وګړو او د دوی د مقابلو جنګیالیو د جسدونو د سپکاوي ګڼې پېښې هم موجودې دي، دوی حتی د ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکو جسدونو ته هم په عام محضر کې اور اچولی او بیا یې د خپلو لاسته راوړنو په توګه مستند او خپلو اجیرو مشرانو ته وړاندې کړي دي. د پاکستان مېشتو او نړیوالو بشري حقونو د راپورونو له مخې د پوځي رژیم په زندانونو کې هم د شکنجو او وحشتونو ډېرې ناوړه کیسې پټې پاتې دي او د دښمن ثابتولو لپاره ورته د پوځي رژيم مشرانو هر ډول جواز ورکړی او له مخکې یې تعقیب څخه یې معاف کړي دي.
برعکس بیا د اسلامي امارت ځواکونو هېڅکله نه ملکي ځایونه او وګړي په نښه کړي او نه یې هم د وژل شوو بریدګرو له جسدونو سره ناوړه چلند کړی، بلکې په درناوي یې سپارلي دي، د ناروغو جنګیالیو درملنه او ساتنه یې کړې ده او د بندیانو په برخه کې یې غوره مثالونه هم موجود دي چې وروستی هغه یې د سعودي عربستان په منځګړیتوب د نیول شوو پاکستاني سرتېرو بېرته سپارل وو، څو خپل ښه نیت څرګند کړی او پوځي رژیم د جګړې درېدو ته را وبولي، خو دا چې د وحشي پوځ او رژيم واګې په خپل لاس کې نه ده او د نورو په اشارو څرخېږي، ځکه خو یې د اوربند، خبرو او مخامخ مذاکراتو ټول چانسونه له لاسه ورکړي دي.
اسلامي امارت چې څنګه ډېورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني، همداسې ددغه فرضي کرښې دواړو خواو ته مېشت وګړي هم خپل رعیت ګڼي او هېڅکله به هم د هغوی ژوند او مال له خطر سره مخامخ نه کړي، بلکې د انتقامي بریدونو پر مهال یې دقت او احتیاط هم ددې لپاره دی چې تر برید وړاندې باید استخباراتي او منطقوي معلومات را ټول او هدف مشخص کړي چې دا د جګړې یو مهم اصل دی. د افغان دفاعي ځواکونو هوايي عملیات، چې تر ډېره په معاصره پوځي ټکنالوژي ولاړ دي او له ډرون الوتکو څخه استفاده کوي، حتی د پاکستان په ډېرو لرې ښارونو او پلازمېنه اسلام آباد کې هم یوازې پوځي مرکزونه په نښه کوي او هڅه یې دا ده چې د پوځي قوماندانې او امکاناتو مرکزونه ویجاړ کړي.
دوی حتی تر دې دمه د پاکستاني رژیم ملکي ادارې هم نه دي په نښه کړې او درناوی یې ورته کړی دی، خو برعکس پاکستاني لوري بیا یوازې دې ته ارزښت ورکړی چې خپل ړانده توغندي څنګه په ملکي او دولتي ودانیو او ګڼ مېشتو سیمو وغورځوي، څو خلک ووېروي او خپلو بادرانو ته خپله پوځي وړتیا څرګنده کړي.
دوی باید وپوهېږي چې افغانان له جګړې سره نا اشنا خلک نه دي او اسلامي امارت د جګړې ګټلو او مدیریت اوږد تاریخ لري، هم په سیاست او هم جګړه پوهېږي او هم په دې باور لري چې افغان ولس له هېواده د دفاع په لار او خاوره ساتنه کې له هېڅ شي درېغ نه کوي، وېره او ډار یې په زړه کې نشته. تر ټولو مهمه دا چې د پوځي رژيم د هر توغندي او برید پر وړاندې یې مورال لوړېږي او ضد روحیه لوړېږي چې ښايي د نسلونو په یوه داسې ترخه تجربه واوړي چې بیا به یې پوځي رژیم هېڅ وخت هم له تاریخي شره خلاص نه شي.
دوی باید په دې پوه شي چې د هر افغان څاڅکی وینه هم حساب او کتاب لري، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه اوسمهال په داسې موقف کې دي چې کورنۍ جګړه یې پای ته رسولې او د هرې بهرنۍ دسیسې او یرغل پر وړاندې تر بل هر وخت اوچت دفاعي ځواک او مورال لري، چې په تېرو څو کلونو کې یې ګاونډیو هېوادونو ته دا په ثبوت رسولې ده.
