پاکستان د ګړنګ پر غاړه! یوولسمه برخه

اقبال حمزه

یولسم لامل چې د پاکستان سقوط یې نور هم په چټک ډول رانږدې کړی، هغه د سیمې او نړۍ اوسنی وضعیت دی.
د پاکستان د پیدایښت څخه تر اوسه ښايي دا لومړی ځل وي چې په نړۍ کې داسې جګړې او شخړې روانې دي چې پاکستان ترې کومه ګټه نه شي اخیستلای. پخوا چې به په نړۍ کې هر ډول جګړه او ناوړه پېښې رامنځته کېدې، پاکستاني پوځي جنرالان به د خوښۍ څخه اتڼونه ورته کول.
او د هر مسلمان هیواد شر او جګړه یې خپل پیشرفت، ترقي او خیر باله.

هڅه یې کوله چې په هره جګړه کې خپلې ګټې ولټوي، د افغانستان د اشغالونو څخه نیولې، د سوډان تر جګړو، د یمن، سعودي، آن د غزې تر جګړې پورې، په دې ټولو کې د پاکستان د پوځ یوې ځانګړې شریرې کړۍ ډېرې ګټې کړې دي. د پاکستاني جنرالانو لپاره اوس دا یو عادت ګرځېدلی چې څنګه جګړې رامنځته کړي او څنګه پکې خپلې ګټې ترلاسه کړي.

دا یو تریخ حقیقت دی چې د اسلامي نړۍ په هره بدبختۍ کې پاکستان د خپل پوځ او اقتصاد بقا ویني. پاکستاني پوځي جنرالان اوس دا فکر کوي چې که اسلامي نړۍ کې سوله راشي، نو د پاکستان اقتصاد به صفر ته راښکته شي.
ځکه په هغو جګړو کې چې پر مسلمانو هېوادونو تپل کېږي، کفار خپلو جاسوسانو او کرایي جنګیالیو ته سمندري او پوځي اډو ته اړتیا لري. د پاکستاني جنرالانو اصلي کسب همدا ګرځېدلی چې خپل پوځ او هوايي ډګرونه کفارو ته په کرایه ورکړي.

خو د سیمې اوسني وضعیت ته په کتو، چې اسراییلو او امریکا پر ایران بریدونه کړي او په اسلامي نړۍ کې بیا شخړې زیاتې شوې دي، پاکستان دا ځل د پخوا په څېر نه شي کولی چې خپل کرایي پوځیان او پوځي اډې په ښکاره ډول غرب او اسراییلو ته ورکړي، ځکه ممکن د ایران د توغندیو تر برید لاندې راشي. فقط د جاسوسۍ کارونه پر مخ وړي، خو بیا هم هره شیبه دا خطر شته چې ایران پاکستان په نښه کړي، ځکه د ایران حکومت پوهېږي چې په سیمه کې ډېرې جاسوسۍ د اسراییلو او غرب لپاره د پاکستاني پوځي رژیم له خوا ترسره کېږي.

پر دې سربېره، پاکستان له سعودي عربستان سره یو ګډ دفاعي تړون لري، چې په هغه کې واضح لیکل شوي: که پر سعودي برید کېږي، نو دا به پر پاکستان برید ګڼل کېږي او پاکستان به یې دفاع کوي. خو دا مهال چې د ایران حکومت پر سعودي هم توغندیز بریدونه کوي، پاکستان یوازې په غندلو اکتفا کړې ده.

دا هم د پاکستان پر راتلونکي ډېر بد اغېز لري، ځکه د سعودي حکومت اوس پوهېږي چې د پاکستاني پوځ په څېر کمزوري ځواکونه کرایه کول هېڅ ګټه نه لري. پاکستان چې اوس هم د سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو په پورونو او مرستو چلېږي، که په اوسني وخت کې عرب هېوادونه له دې مرستو لاس واخلي، نو دا به د پاکستان د سقوط پیل وي.

د معلوماتو له مخې، سعودي عربستان پاکستان ته په زیاته اندازه پورونه ورکوي، او په ځانګړي ډول د تیلو په برخه کې د پاکستان تکیه تر ډېره پر سعودي عربستان ده. دا چې سعودي عربستان له پاکستان سره څومره مرستې کوي، د ټولو یادول یې لیکنه اوږدوي. خو یوازې دومره به ووایم چې سعودي تر دې حده مرسته کوي چې هر کال د حج او روژې په موسم کې تر پنځوس زره پورې پاکستاني سوالګر حرمینو ته پرېږدي، او هغوی هلته د خیراتونو له لارې میلیونونه ریالونه ترلاسه کوي. که سعودي عربستان یوازې دا فقر او سوالګري پر پوځې رژیم بنده کړي، هم به پاکستان ته په اوسني وخت کې لوی تاوان واوړي.

راځئ دا لیکنه لنډه کړو: په اوسني وخت کې چې ایران د امریکا او اسراییلو سره په جګړه کې دی، او سعودي عربستان هم په دې کړکېچ کې ښکېل شوی، پاکستان له داسې حالاتو سره مخ دی چې هره پرېکړه یې د پاکستاني جنرالانو په تاوان تمامېږي. که پاکستان د امریکا، اسراییلو او سعودي ښکاره ملاتړ وکړي، نو د ایران د توغندیو هدف به وګرځي، او پاکستان په داسې نازک او کمزوري حالت کې دی چې د سل توغندیو د برید زغم هم نه لري.

او که د سعودي او امریکا ملاتړ ونه کړي او چوپتیا غوره کړي، نو بیا به د سعودي تیل او مالي مرستې پرې بندې شي، او همدارنګه به په ټولو عربي هېوادونو کې د پاکستان د پوځ اعتبار له منځه ولاړ شي. په راتلونکي کې به هېڅ عربي هېواد نه د پاکستان پوځیان او جنرالان په کرایه ونیسي او نه به ورسره دفاعي تړون وکړي.

همدارنګه که سعودي عربستان د تیلو صادرات پر پاکستان بند کړي، دا به د پاکستان پوځي رژیم ته سخته ضربه وي.
پاکستاني جنرالانو ته په تاریخ کې لومړی ځل داسې حالت پېښ شوی چې د مسلمانانو دا کړکېچ او بدبختي د دوی په ګټه نه تمامېږي، او دوی نه پوهېږي چې څنګه پر دې جګړي او شر له کفارو سره تجارت وکړي او خپلې عیش او عشرت ته دوام ورکړي.

Exit mobile version