له افغانستان څخه د امريکايي اشغالګرو تر ناکامېدو وروسته، په دې وروستيو کلونو کې واشنګټن هڅه کوي چې په منځني ختيځ کې خپل نفوذ برقرار وساتي، که څه هم د پوځي حضور له تجربې څخه ښې لاسته راوړنې نه لري، نو په همدې اساس هڅه کوي چې د پوځي حضور پر ځای سياسي او استخباراتي نفوذ پياوړی کړي، په همدې لړ کې د سيمې د ناامنه کولو لپاره يې يوه نوې ستراتېژيکه پروژه په کار واچوله او د پلان له مخې يې دغه پروژه د پاکستان د پوځي رژيم يوې خاصې حلقې ته په واک کې ورکړه.
د پاکستان نا مشروع تېری او بريدونه پر افغانستان د ټي ټي پي له وجې نه دي، ځکه چې ټي ټي پي په خپله خاوره فعاليت کوي او د خپلو مشروعو حقوقو غوښتنه کوي، بلکې دغه نامشروع تېری او بريدونه د امريکا همدغه نوی ماموريت دی چې د پاکستاني پوځي رژيم يوې خاصې حلقې ته ورکول شوی دی، تر څو سيمه ناامنه کړي او هغه اهداف چې امريکا د پوځي تجربې پرمهال تر لاسه نکړل، اوس غواړي چې د استخباراتي حضور په جريان کې يې د همدې کړۍ په ملاتړ ترلاسه کړي.
په همدې لړ کې، د ماموريت له پيله تر دې دمه شاوخوا درې ځله د پاکستان پوځي رژيم مشر عاصم منير ټرمپ سره د ملاقات او سلا مشورو لپاره امريکا ته لاړ، همداراز د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف هم څو ځله د ټرمپ قدردانۍ ته تر امريکا لاړ او د يادې پروژې د سرته رسولو ژمنې يې ورته ورکړې.
د پاکستاني رسنيو د ځينو سرچينو په وينا، پاکستان په افغانستان هغه مهال خپله نامشروع بريدونه پيل کړل چې د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف او پوځي مشر عاصم منير په امريکا کې د ډونالډ ټرمپ امر ته لاس په نامه ولاړ وو او ټرمپ د پاکستاني پوځ ستاينه کوله، چې دوی خپل ماموريت په سمه توګه سرته رسوي او ډېر ښه روان دي.
د همدې خاصې حلقې، د ناوړه پرېکړو او بدمعاشۍ په نتيجه کې دواړو خواوو ته سختې نښتې رامينځته شوې. خو په عين حال کې د افغانستان اسلامي ځواکونه د خپل مشروع حق په دفاع کې د خپل سپېڅلي هدف په لور مزل لنډوي او برعکس د پاکستان د پوځي رژيم دغه خاصه حلقه د امريکا ماموريت مخته وړي او خپل عوام د امريکا د ګټو لپاره قربانوي.
داسي راپورونه هم تر لاسه شوي چي اسلامآباد ته د امریکایي او اسرايیلي استخباراتي پلاوي د وروستي سفر پر مهال عاصم منیر هغوی ته ډاډ ورکړی، چې پر ایران د امریکا او اسرايیلو د برید په برخه کې مرسته ور سره کوي، او که اړتیا پېښه شي، د پاکستان پوځ به د پاکستان سمندري حریم او ځینې مهمې هوایي اډې و امریکا او اسرائیلو ته په واک کې ورکړي.
