د خوارجو پيژندنه! شپږمه برخه

راشد شفيق

د اباضیه عقاید:

دا طبیعي خبره ده چې دا ډله او نورې ډلې به په ځینو مسایلو کې له صحیح عقیدې څخه وځي، ځکه چې دوی د اهل السنة والجماعة له لارې څخه اوښتي او تحريف ته یې مخه کړې ده؛ همدارنګه، دا هم ممکنه ده چې دوی به په فقهي مسایلو کې ځینې حق خبرې ولري، لکه څنګه چې په عقیدوي مسایلو کې ځینې سم او ځینې ناسم نظرونه لري.

تيره برخه کې د اباضيه په اړه پلټنه وشوه چي هغوی د خوارجو يوه اعتقادي ډله ده، نو اوس دلته غواړو د اباضیه وو د عقایدو په اړه لنډ وضاحت وکړو، چیرې چې دوی له حق سره موافق شوي او چیرې یې له حقیقت څخه انحراف کړی.

۱:- د الله تعالی د صفاتو په اړه:

اباضیه په دې مسأله کې په دوه ډلو وېشل شوي دي، لومړۍ ډله: دوی د الله تعالی صفات بالکل ردوي، د دې لپاره چې له تشبیه (د الله د مخلوق سره مشابهت) څخه ځان وساتي.

دوهمه ډله: دوی صفات د ذات سره یو ګڼي، یعنې وايي: الله تعالی په خپله ذات سره عالم دی، قادر دی، سمیع دی، او نور. دوی د الله تعالی لپاره نه يد، نه سمع، او نه هم نور ثابت صفات مني.

دا نظریه په حقیقت کې د صفاتو انکار دی، مګر دوی دا د دې لپاره داسې بیانوي چې د مخلوق سره مشابهت و نه لري، د اباضیه وو مشهور عالم الورجلاني د هغو کسانو پر ضد سخت غبرګون ښودلی چې صفات ثابتوي او هغوی یې د بت‌پرستانو سره ورته ګڼلي دي.

۲:- د الله تعالی د لیدلو نه انکار:

اباضیه عقیده لري چې الله تعالی نه لیدل کېږي، ځکه چې د دوی په باور دا د عقل له مخې ناشونی دی، دوی د دې لپاره د الله تعالی دا آیت دلیل راوړي:

“لا تدركه الأبصار وهو يدرك الأبصار” (الأنعام: 103)

دا آیت یې د معتزله وو په طریقه تأویل کړی دی.

همداراز، دوی دا آیت هم دلیل راوړي:

“قال رب أرني أنظر إليك قال لن تراني ولكن انظر إلى الجبل فإن استقر مكانه فسوف تراني” (الأعراف: 143)

خو حقیقت دا دی چې دا استدلالونه ناسم دي، ځکه چې:

د “لا تدركه الأبصار” آیت د الله تعالی د مطلق لیدلو نفي نه کوي، بلکې د دې مانا لري چې انسانان د الله تعالی په کامل ډول نه شي احاطه کولی.

د “لن تراني” آیت د دنیا لپاره دی، او الله تعالی د لیدلو امکان د غره له ثابت پاتې کېدو سره مشروط کړی، چې دا خپله د لیدلو جواز ثابتوي.

۳:- د قرآن کریم د مخلوقیت عقیده:

د اباضیه وو ځینو علماؤ، لکه ابن جميع او الورجلاني، دا فتوا ورکړې چې که څوک د قرآن مخلوقیت رد کړي، نو د اباضیه وو له ډلې نه دی، خو د اهل السنة والجماعة عقیده دا ده چې قرآن د الله تعالی کلام دی، مخلوق نه دی، لکه څنګه چې امام احمد بن حنبل رحمه الله ویلي دي، خو د اباضیه وو ځینو علماؤ، لکه ابوالنضر العماني او صاحب کتاب الأديان، د قرآن د مخلوقیت نظریه رد کړې ده.

۴:- د قدر (تقدیر) مسئله:

اباضیه د تقدیر (قدر) په مسئله کې د اهل السنة سره موافق دي.

۵:- د قبر عذاب:

اباضیه په دې مسأله کې اختلاف لري: یوه ډله یې د قبر عذاب ردوي، لکه د نورو خوارجو غوندې، بله ډله یې قبر عذاب مني، خو د اهل السنة والجماعة عقیده دا ده چې د قبر عذاب حق دی او د دې ثبوت د قرآن او حدیثو له لارې شته.

۶:- جنت، دوزخ، حوض کوثر او پر ملایکو ایمان:

اباضیه عقیده لري چې جنت او دوزخ اوس موجود دي، د قیامت په ورځ د حوض کوثر شتون مني، او پر ملایکو او اسماني کتابونو ایمان لري.

۷:- شفاعت:

اباضیه د شفاعت عقیده لري، خو یوازې د متقیانو لپاره، نه د ګناهګار مؤمنانو لپاره؛ خو د اهل السنة عقیده دا ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د مؤمنانو لپاره شفاعت کوي، څو د هغوی دوزخ ته داخلېدل مخنیوی وشي یا له دوزخ څخه وباسي.

۸:- میزان (تله)

اباضیه هغه تله نه مني چې د قیامت په ورځ به وي، او پکې به د خلکو اعمال تلل کېږي، دوی وايي، الله تعالی به یوازې د خلکو نیتونه او اعمال سره تفکیک کړي، خو د حقیقي ترازو عقیده نه مني، چې د قرآن او حدیثو مخالفه خبره ده.

۹:- تقیه

اباضیه د نورو خوارجو پر خلاف، تقیه جایزه ګڼي.

Exit mobile version