له اسلامي نړۍ سره د ترکانو اړيکه!
په (۲۲) هـ / ۱۵۲م) کې اسلامي پوځونه د باب سیمو ته مخ په وړاندې لاړل او دا سيمې يې فتح کړې، دا هغه سیمې وې چې ترکانو په کې ژوند کاوه؛ د اسلامي لښکر مشر عبدالرحمان بن ربيعه رضي الله عنه د ترکانو له مشر سردار شهر براز سره لیدنه وکړه، شهر براز له عبد الرحمن رضى الله عنه څخه د سولې غوښتنه وکړه او هیله یې څرگنده کړه چې په ارمینیا په برید کولو کې له اسلامي لښکرو سره یو ځای کېدو ته چمتو دی.
عبدالرحمن هغه د خپل مشر سراقه بن عمرو رضي الله عنه حضور ته واستاوه، شهربراز له سراقه سره ولیدل او په لښکر کې یې د یو ځای کېدو خبره هم ور سره شریکه کړه، سراقه رضی الله عنه یوه عريضه د عمر رضي الله عنه په نوم وليکله او د دې په اړه یې خبر وركړ، عمر رضي الله عنه هم د سراقه له رايي سره همغږي وښودله او په دې سره له ترکانو سره معاهدې وشوې؛ همدارنگه د ترکانو او مسلمانانو تر مینځ هیڅ ډول جگړه ونه شوه، دواړو لښکرو په ارمینیا برید وکړ او هلته یې هم اسلام خپور کړ.
له هغې وروسته اسلامي لښکرې د فارس شمال لوېديځو سيمو ته وخوځېدې، تر څو د اسلامي لښكرو له لاسه د ساساني دولت له پرځیدو وروسته په دې سیمو کې هم الهي دعوت او تبليغ وشي، دا هغه سیمې وې چې د شمال په لور د اسلامي لښکرو په وړاندې خنډ وې؛ کله چې د سولې له لارې دا ستونزې هوارې شوې نو دغو هېوادونو او سیمو ته هم د رسېدلو لاره هواره شوه، د ترکانو او مسلمانانو تر مينځ اړيکې جوړې شوې، تركان له اسلامي ښوونو ډېر اغېزمن شول او اسلام یې قبول کړ، د اسلام د خپرولو او د دین د غلبې لپاره د مجاهدينو په کتارونو کې شامل شول.
د عثمان رضي الله عنه د خلافت په دوره کې د طبرستان ټولې سيمې فتحه شوې، په (۳۱هـ) کال کې اسلامي لښکرې د جيحون له درياب څخه پورې وتل او د ماوراء النهر په سیمو کې پاتې شول؛ د دې سيمو ډلې ډلې ترکان مسلمانان شول، له اسلام څخه یې دفاع وکړه او د خدای جل جلاله د پیغام په ټولې نړۍ کې د خپرولو لپاره یې په جهادي بوختیاوو کې برخه واخيسته.
له دې وروسته اسلامي لښکرو مخکې تگ ته دوام ورکړ، د معاويه رضي الله عنه د خلافت په دور کې بخارا فتح شوه، د بریاوو دا لړۍ مخ په وړاندې لاړه، تر دې چې سمرقند هم په اسلامي قلمرو کې داخل شو؛ د اسلامي امپراتورۍ سرحدونه لا پراخه شول او داسې وخت هم راغی چې د ماوراء النهر ټولې سيمې د اسلامي امپراتورۍ برخي وگرځېدې او په دې کې اوسېدونکو تركي قبيلو په ځانگړي ډول اسلامی کلتور او تمدن غوره کړ.
د عباسي خلفاوو او أمراوو په دربارونو کې د ترکانو نفوذ مخ په ډېرېدو شو، په هرې شعبې کې به ترکان تر سترگو کېدل، د حکومت په ټیټو او لوړو منصبونو کې داسې يوه څانگه نه وه چې ترک به په کې نه وو، د خپلو ستايل شویو واكونو او اخلاص له برکته یې لوی لوی منصبونه خپل کړل.
کله چې معتصم په تخت کېناست نو د ترکي نفوذ لپاره یې د لوړو منصبونو دروازې خلاصې کړې، ترکانو ته لوی لوی منصبونه ورکړل شول؛ ترکان نو اوس د هرې څانگې په کليدي منصبونو کې په کار کولو بوخت و، معتصم په حقيقت کې د ايراني نفوذ له مینځه وړل غوښتل چې د المامون له دور څخه د یو لوی قدرت په حيث او د يو بريالي حکومت په ډول راروان و، په دې دور کې يې تر ډېره خپلسري کارنامې کړې وې.
د معتصم دا اقدام خلک راوپارول، د عوامو او لښکرو تر مینځ د نا ارامۍ له امله معتصم د خپل ځان لپاره د یو نوي ښار بنياد کېښود؛ چیرې چې به د ده اردو ملگري او مرسته کوونکي اوسېدل، دا نوی ښار يې د (سامرا) په نوم ونوماوه چې له بغداد څخه (۱۲۵) کیلو متره وړاندې و.
د اسلامي تاريخ په مهمه دوره کې ترکانو ته په امپراتورۍ کې ډېر اهمیت ورکړل شو او داسې وخت هم راغی چې ترکانو د یوې ډېرې لویي امپراتورۍ بنسټ کېښود، ددې امپراتورۍ له عباسي خلفاوو سره نېږدې اړيکې وې؛ دا امپراتوري په تاريخ کې د سلجوقي امپراتورۍ په نامه هم پېژندل کېږي.