د اسلامي نظام مزایاوې/ځانګړتیاوې دوهمه برخه

أبو جاوید

#image_title

د اسلامي نظام د مزایاوو په تداوم، د یاد نظام دغه څو مزایاوې نن ستاسو مخته ږدو:

 

۳:- اسلامي نظام د انسان د تولنیز ژوندانه لپاره یوازینی قانون دی، چې له نیمګړتیاوو او تېروتنو پاک دی، ځکه دغه قانون د متعال رب له لوري وضع شوی، زموږ بنده ګانو د دماغونو پیداوار نه دی، چې د تېروتنو پرې تمامه ده.

 

همدا لامل دی، چې په هر عصر کې په امت باندي د تطبیق کېدلو صلاحیت لري، خو انساني نظامونه که د معاصر دور اړتیاوې په پام کې ونیسي او قانون ورته وضع کړي، ښایي د تطبیق وړ شي، خو د سباني دور لپاره بیا هیڅکله د تطبیق وړ نه دي، ځکه د انسان دماغ هغومره نه دی، چې سبانۍ اړتیاوې درک کړي او په وړاندې یې تدابیر ونیسي.

 

یا که د یوې جغرافیې اړتیاوو ته په کتو، قانون وضع کړي، ښایي په دغه جغرافیه کې د تطبیق وړ وي، خو د بلې جغرافیې، له اړتیاو چپ دغه قانون هلته هیڅکله د تطبیق وړ نه دی، خو اسلامي نظام په هره جغرافیه کې هر وخت د تطبیق صلاحیت لري، په دې اړه ګڼ شمېر نصوص موجود دي، چې ځیني یې دا دي:

 

متعال رب فرمایي: {وَمَا هُوَ إِلاَّ ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ} [ القلم:52]،

ژباړه: دا (قُرآن) نه دى مګر ذکر ټولو عالمیانو ته؛ یعنې نصيحت دى.

همدارنګه فرمایي: [ الأنبياء:107 {وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِين]

ژباړه: او موږ ته (محمده!) نه يې ليږلې مګر رحمت ټولو عالميانو ته.

 

دا چې د اسلامي نظام مصدر قران دی، او قران نړیوال کتاب دی، نو اسلامي نظام هم طبعا د نړیوال کېدو وړتیا لري، دغه ځانګړتیا په خپل ځان کې نورې مزایاوې هم لري، چې ځینې یې په لاندي ډول دي:

الف: هغه نظامونه چې مصدر یې د متعال رب جامع او مانع قانون (اسلام) وي، له اختلافونو بری وي؛ د احمد، محمود او نورو په رایو جوړ شوی نظام دغه ځانګړتیا نه لري، په هغه کې به طبعاً احمد یوه، محمود بله او بل بله رایه لري، متعال رب په دې اړه فرمایي:

{وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفا كَثِيرًا[النساء:82

ژباړه: که قران (له الله تعالى پرته) د بل چا له لورې وای، نو په هغه کې به دوی سخت اختلاف موندلی و.

 

ب: بشري نظامونه د توپیري چلند سمبولونه وي، د دغو نظامونو یوه لویه خامۍ همدغه ده، چې د حامد په وړاندي یو ډول، خو د محمود په وړاندي بل دول چلند کوي، تور پوستی پکې یو ډول ځای لري او سپین پوستی پکې بل ډول؛ خو د متعال رب قانون بې توپیره د ټولو لپاره یو ډول کړنلاره لري.

 

ج: د بشر فطرتاً دا خوښیږي چې یو څوک دې په وړاندي سرتیټ کړي، د هغه دي کامل تعبد وکړي، خو اسلامي نظامونه انسان د انسان له بنده ګۍ ژغوري، هیڅ واکمن ته دا اجازه نه ورکوي چې یو څوک دې داسې تعظیم وکړي چې له امله یې د حاکم په زړه کې د الوهیت هوا راوالوزي، العیاذ بالله! (په ساده اصطلاح فرعونیت په اسلامي نظامونو کې نشته.)

 

حتی هر مسلمان ته دا حق ثابت دی چې که حاکم د شریعت له حدودو اوړي، هغه ته نصیحت وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایي: “مَن وَلِيَ منكم عملًا ، فأرادَ اللهَ به خيرًا ، جَعَلَ له وزيرًا صالحًا ، إن نَسِيَ ذَكَّرَه ، و إن ذَكَرَ أعانَه” رواه النسائي

ژباړه: څوک چې ستاسو څخه کومه دنده په غاړه واخلي او الله تعالی د خیر اراده ورته وکړي، نو هغه ته به یو نېک وزیر (مرستیال) ورکړي، چې که د مسؤول څه هېر وي، یادونه به یې ورته وکړي، او که یې یاد وي، مرسته به ورسره وکړي.»

 

همدارنګه علي رضی الله عنه چې کله خلیفه شو د لومړنۍ خطبې پر مهال یې داسې وفرمایل: “فافزعوا إلى قوام دينكم، وإتمام صلاتكم، وأداء زكاتكم، والنصيحة لإمامكم… ”

ژباړه: نو د خپل دین ملا وتړئ، خپل لمونځونه وکړئ، زکات ورکړئ او خپل مشر ته نصیحت وکړئ.

 

خو البته حاکم ته نصیحت خپل آداب لري، چې باید رعایت شي؛ ترڅو هم اغېزمن تمام شي، هم د شرعي اصولو موافقت وشي، یو له سترو ادابو یې په پټه توګه نصیحت کول دي، چې نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) یې په اړه فرمایلي:

”مَن أراد أن ينصحَ لسلطانٍ بأمرٍ فلا يُبدِ له علانية، ولكن ليأخذْ بيدِه فيخلوَ به، فإن قَبِل منه فذاك، وإلاَّ كان قد أدَّى الذي عليه له” رواه أحمد في مسنده

ژباړه: چا چې سلطان ته د نصیحت اراده وکړه، هغه ته دې په ښکاره نصیحت نه کوي، بلکې هغه دي ترلاس ونیسي او ورسره دې یواځې خبرې وکړي، که یې نصیحت قبول کړ، نو ښه ده، او که نه، نو هغه خپله وجیبه (ذمه واري) ادا کړې ده.

Exit mobile version