داعشي خوارج هم د خپلو اسلافو په څېر؛ د خپلو منحرفو افکارو په اساس، د اهل السنة والجماعة ټول جهادي تحریکات او ډلې لکه؛ اسلامي امارت، القاعده، جبهة النصره، تحریک طالبان پاکستان او داسې نور تکفیروي او مباح الدم يې ګڼي.
په مسلسله توګه د دوی خلاف منفي تبلیغات کوي، تازه يې د وائس آف خراسان مجلې په ۳۹مه ګڼه کې د اسلامي امارت، امریکا او اسرائيلو د پټو رابطو ادعا کړې او کشمیریان یې د پاکستان او هند خلاف جهاد ته هڅولي دي.
دوی د جهاد په نوم باندې جهادي صفونو او محاذونو ته تاوان رسوي، دوی د عقیدې له لحاظه هم د اهل السنة والجماعة د معتدل منهج څخه خارج دي او د عسکري پالیسۍ، طریقه کار او تګلاره يې هم د نبي علیه السلام او همداراز د سلف صالحینو د طریقه کار سره سمون نه خوري.
ځکه دا یو حقیقت دی، چې د ضعف د وخت احکام بېل وي او د قوت د وخت احکام بېل؛ په یوه وخت کې، د هر چا سره، په هر ځای کې د جنګ اعلان کول؛ چې کمزوري او ضعف هم وي، د نبي علیه الصلوة والسلام د سیرت خلاف کړنلاره ده.
نبي علیه السلام په یوه وخت کې، د هر چا سره، په هر ځای کې د جنګ په حالت کې نه و؛ بلکې الأهم فالأهم ته به متوجې و، په يوه وخت کې به ډېر محاذونه نه و خلاص؛ ځکه چې د ضعف په وجه یې مسلمانانو تحمل نه شوای کولای او د ګڼو جنګي محاذونو ګټه د هغه وخت مهم دښمن قریشو ته رسېده.
نو مسلمانانو د مدینې منورې په قرب و جوار (شاوخوا) کې، د نورو قوتونو سره خبرو اترو، معاهداتو او جنګ نه کولو ته ترجیح ورکوله، د احزابو په جنګ کې نبي علیه الصلوة والسلام د غطفان قبیلې سره د مدینې منورې په درېمه حصه پیداوار باندې صرف په دې خاطر مذاکرات روان کړي و، چې د غطفان د قریشو د اتحادیې څخه وزي؛ ځکه د نبي علیه الصلوة والسلام سره دا غم و، چې مسلمانان به د دومره لوی متحد قوت د مقابلې تحمل او برداشت ونه کړای شي.
اسلام د فطرت دین دی او د انسانانو لپاره د الله سبحانه و تعالی په نزد؛ د ژوند د تیرولو يو ښهٔ قانون او منظم چوکاټ دی؛ د جنګونو، معاهداتو، صلحو او همدا راز د مختلفو قومونو، مذهبونو او قوتونو سره په مختلف وختونو کې؛ د ژوند تېرولو او ګزارې کولو مستقل نظام، قانون او منهج لري.
دا چې خوارج د نبي علیه الصلوة والسلام د فرمانونو مطابق سفهاء الاحلام وي؛ دیني فقاهت پکې نه وي، ځانونه ورته ډېر تقودار او په دین پوه ښکاري، د امت په غوره خلګو بدګمانه وي؛ تر دې چې مشر او مؤسس یې نعوذ بالله د نبي علیه السلام په تقوا او فقاهت باندې هم بدګمانه و او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې ویل چې (“اعدل یا محمد”).
دوی د خپل حماقت له امله داسې کارونه او فعالیتونه کوي، اما ګمان يې دا وي چې مونږه ښه کارونه کوو، د اسلام او مسلمانانو د ګټې کارونه کوو، خو په حقیقت کې اسلام او مسلمانانو ته نه جبرانېدونکی تاوان رسوي، له همدې امله دغه آیت کریمه (الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا) په تفسیر کې چې مفسرين بحث کوي، نو مختلف مصداقات يې بیانوي؛ خو د علي رضي الله تعالی څخه دا تفسیر نقل کوي، چې هغه رضي الله تعالی عنه فرمايي: مراد د دې آیات څخه خوارج دي، لکه علامه قرطبي رحمه الله چې نقل کوي: وَقَالَ عَلِيٌّ: هُمُ الْخَوَارِج.
ابن عطیة رحمه الله هم په خپل تفسیر کې فرمايي:
“وقال علي بن أبي طالب هم الخوارج” په همدې وجه امام احمد بن حنبل رحمه الله فرمايي: چې دا خوارج ډېر بد خلګ دي او د ځمکې په سر د دې څخه شریر خلګ ماته بل څوک نه دي معلوم، لکه د مجموع الفتاوی د ۱۹ جلد په ۷۲مه صفحه کې شیخ الاسلام علامه ابن تیمیه رحمه الله د امام احمد بن حنبل رحمه الله دغه قول راوړی چې: “الخوارج قوم سوء، لا أعلم في الأرض قوماً شرًّا منهم”
حافظ ابن تیمیه رحمه الله فرمايي: چې دوی مسلمانانو ته د کافرانو څخه هم زیات شر او نقصان رسونکي دي، “و شرهم علی المسلمین یفوق شرور الکفار”
حافظ ابن حجر رحمه الله فرمایي: “الخوارج شر الفرق المبتدعة من الأمة المحمدیة و من الیهود و النصاري”
حافظ د ابن هبیره نه نقل کړی چې: (أن قتال الخوارج أولی من قتال المشرکین، والحکمة فیه أن في قتالهم حفظ رأس مال الاسلام، و في قتال أهل الشرک طلب الربح، و حفظ رأس المال أولي)
ژباړه: د خوارجو سره جنګ کول؛ د مشرکانو د جنګ څخه غوره دی، ځکه د خوارجو په جنګ کې حکمت دا وي چې په دې کې د اسلام د رأس المال حفاظت وي او د مشرکانو په جنګ طلب د زیاتې ګټې او نفعې وي او حفاظت د رأس المال أولی او غوره دی.
حافظ ابن تیمیة رحمه الله د منهاج السنة النبویة د پنځم جلد په ۲۴۳ صفحه کې چې د خوارجو اړوند بحث کوي، فرمايي:
وَقَدِ اتَّفَقَ الصَّحَابَةُ وَالْعُلَمَاءُ بَعْدَهُمْ عَلَى قِتَالِ هَؤُلَاءِ ; فَإِنَّهُمْ بُغَاةٌ عَلَى جَمِيعِ الْمُسْلِمِينَ، سِوَى مَنْ وَافَقَهُمْ عَلَى مَذْهَبِهِمْ، وَهُمْ يَبْدَءُونَ الْمُسْلِمِينَ بِالْقِتَالِ، وَلَا يَنْدَفِعُ شَرُّهُمْ إِلَّا بِالْقِتَالِ، فَكَانُوا أَضَرَّ عَلَى الْمُسْلِمِينَ مِنْ قُطَّاعِ الطَّرِيقِ. فَإِنَّ أُولَئِكَ إِنَّمَا مَقْصُودُهُمُ الْمَالُ، (فَلَوْ أُعْطُوهُ لَمْ يُقَاتِلُوا، وَإِنَّمَا يَتَعَرَّضُونَ لِبَعْضِ النَّاسِ) وَهَؤُلَاءِ يُقَاتِلُونَ النَّاسَ عَلَى الدِّينِ حَتَّى يَرْجِعُوا عَمَّا ثَبَتَ. بِالْكِتَابِ وَالسُّنَّةِ وَإِجْمَاعِ الصَّحَابَةِ إِلَى مَا ابْتَدَعَهُ هَؤُلَاءِ بِتَأْوِيلِهِمُ الْبَاطِلِ وَفَهْمِهِمُ الْفَاسِدِ لِلْقُرْآنِ.
ژباړه: صحابه کرامو او د هغوی څخه وروسته علماء کرامو د خوارجو پر خلاف په جنګ اتفاق کړی؛ ځکه خوارجو د ټولو مسلمانانو خلاف بغاوت کړی دی، پرته له هغه چا چې هغوی د دوی سره په خارجي عقیده کې ملګري وي، دوی د مسلمانانو خلاف د جنګ ابتداء او پېل کوي او د دوی شر پرته له جنګ نه؛ په بل څه نه دفع کېږي.
دوی د مسلمانانو لپاره د قطاع الطریق یعنې د غلو او ډاکوانو نه هم زیات نقصاني دي، ځکه د قطاع الطریقو او ډاکوانو مقصود مال وي؛ که مال ورکړل شي نو بیا د مسلمانانو سره جنګ نه کوي او ډاکوان او قطاع الطریق فقط په بعضو خلګو حمله کوي، خو خوارج د خلګو سره په دین جنګېږي، د دې لپاره چې خلګ د هغه دین څخه واوړي؛ کوم دین چې د کتاب، سنت او د صحابه کرامو د اجماع نه ثابت دی او هغه دین ته يې واوړي کوم چې خوارجو د ځان څخه د خپل باطل تاويل او د قران کریم نه د فاسد فهم په واسطې جوړ کړی دی.
دوی دومره بدتر خلګ دي، چې نبي کریم صلی الله علیه و سلم د دوی په باره کې فرمايي: (لئن أدرکتهم لأقتلنهم قتل عاد) که ما پیدا کړل، زه به يې د عادیانو په څېر قتل کړم او په بل روایت کې راځي، نبي کریم صلی الله علیه و سلم فرمايي: “أفلح من قتلهم أو قتلوه” ډېر کامیابه دی هغه څوک چې خوارج قتل کړي او یا خوارج هغه قتل کړي.
ادامه لري…